د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۵

سولانا: د افغانستان د انتخاباتو بهیر به په کلکه وڅاري

Afghanistan -- EU foreign policy chief Javier Solana in Kabul, 21Jul2009
Afghanistan -- EU foreign policy chief Javier Solana in Kabul, 21Jul2009

د اروپايې ټولنې د بهرني سیاست مشر خاویرسولانه په افغانستان کې د راروانو انتخاباتو په شافیت ټینګار وکړ اويې ویل چې اروپايې ټولنه به دا انتخابات په ټول جدیت سره وڅاري.

د اروپايې ټولنې د بهرني سیاست مشر خاویر سولانا د سې شنبې په ورځ کابل ته په خپل لنډ سفر کې له افغان ولسمشر حامد کرزي، جګ پوړو دولتي چارواکو او د جمهوري ریاست له ځینو کاندیدانو سره يولیدل.

هغه، کابل ته د خپل سفر په پاې کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، که څه هم په افغانستان کې د انتخاباتو په اړه امنیتي اندیښنې موجودی دي، خو دا انتخابات د افغانانو حق دې :
دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسې له مشر خاویر سولانا سره په کابل کې د لیدنې پر مهال


"دا انتخابات په سختو شرایطو کې کیږي، مونږ د هغه هېواد په اړه خبرې کوو، چې امنیتي ستونزې لري، او په عینې حال کې اساسي قانون او یو منتخب ولسمشر لري او د اساسي قانون له مخې په پنځو کلونو کې باید انتخابات ترسره شي.زما په فکر مونږ باید اساسي قانون ته درناوې وکړو او د امنیتي وضعې له خرابوالي سره سره انتخابات ترسره کړو.د افغانستان خلک دا حق لري، چې له پنځو کلونو وروسته خپل نوې ولسمشر انتخاب کړي."

هاویر سولانا په افغانستان کې د انتخاباتو په جدي څارنې دا ټینګار پداسې حال کې وکړ، چې همدا اوس ددغې ټولنې اووه شپیته څارونکي په افغانستان کې دي او د روانو انتخاباتي مبارزو ترڅنګ د زمري په نهه ویشتمه نیټه د کیدونکو انتخاباتو د څارنې لپاره په تیاریو بوخت دي.

د اروپايې ټولنې چارواکو دا هم ویلي دي، چې له انتخاباتو نه لس ورځې مخکې به پنځوس نور څارونکي هم افغانستان ته واستوي.

هاویر سولانا ددې پوښتنې په ځواب کې، چې د جمهوري ریاست له کاندیدانو سره د خبرو لپاره ولې ډاکټر عبدالله، ډاکټر اشرف غني احمدزې او میرویس یاسني انتخاب کړل وویل.

"ما د جمهوري ریاست له هغو کاندیدانو سره لیدلي، چې په کابل کې وو او له هغوې سره د خبرو امکان موجود وو. تاسو پوهیږۍ، چې جمهوري ریاست ته له څلویښتو زیاتو کسانو ځانونه کاندید کړي او دا ستونزمن وو، چې له ټولو سره وګورم."

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو راروان انتخابات د زمري د میاشتې په نهه ویشتمه نیټه ترسره شي خو امنیتي ګواښونه ددغو انتخاباتو په وړاندې یوه ستره ستونزه بلل کیږي.

کتونکي پدې باور دي، چې په اوسنیو شرایطو کې انتخابات به لازم شفافیت ونلري، خو د هیواد امنیتي چارواکي وايي، چې د هیواد په بیلابیلو برخو کې پراخ عملیات پیل کړیدي څو د انتخاباتو لپاره ډاډمن شرایط برابر شي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG