د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د درغلیو د ادعاوو د څېړنې په اړه د فیصلې اورولو ته ډېر نژدې شوی دی.
ډاكټر عبدالله، دا څرګندونې وروسته له هغې كړي، چې د چهارشنبې په ورځ يې د افغانستان لپاره د امريكا له پخواني سفير ډاكټر زلمي خليلزاد سره د انتخاباتو په سر په پورته شويو لانجو خبرې وكړې.
دولتي چارواكي وايي، چې د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون د يوه غړي په استعفا ډېر خواشينی دي او بايد، چې د ده د استعفا وركولو دلايل په جدي توګه وڅيړل شي.
د انتخاباتي شكاياتونو كمېسيون پخوانى غړى مولوي مصطفى بارګزي وويل، چې دغه كمېسيون د ځينو بهرنيو كړيو تر سخت اغېز لاندې دى او بهرنيان په خپله ګته پرېكړي كوي.
په افغانستان كې د ملګرو ملتونو سازمان هيله څرګندوي، چې د انتخاباتو خپلواك كميسون دې په ټاكنو كې د درغليو او شكايتونو په اړه د څېړونو وروسته د دې انتخاباتو نتايج ژرترژه اعلان كړي.
په كابل كې د جمهوري رياست د څوكانديدانو د همغږۍ شورا وايي، كه پتيل شوي وي، چې د انتخاباتو دوهم پړاو يوازې د دوو كانديدانو ترمنځ وشي، نو دوى به يى سخت مخالفت وكړي.
دغو ښځو د مدني ټولنې او د افغان ميرمنو د شبكې لخوا په جوړه شوې يوه غونډه كې د انتخاباتو په خپلواك كمسيون انتقاد وكړ، چې په ولايتي شوراګانو او په ځانګړي ....
۳۴۹۵ مشكوكو صندوقونو څخه به ۳۵۸ په نمونوي ډول وڅيړل شي او د افغانستان د انتخاباتو خپلوك كميسيون تمه ښودلې چې دغه پروسه به په راتلونكو څو ورځو كې بشپړه شي او نتايج به يې اعلان شي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي، چې ټاكل شوې ده د دوشنبې په ورځ به يوځل بيا د رايو يوشمير صندوقونه د كورنيو او نړيوالو ناظرينو او د كانديدانو د استازو تر مخ بیا وګوري .
دامریکا د بهرنیو چارووزیره وايي، دافغانستان حکومت ته پکار ده چې د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی د پراخو درغلیو په اړه جدي څیړنه وکړي. څووکولای شي د خپلو خلکو اعتماد ترلاسه کړي.
د افغانستان د ځوانانو د هم غږغۍ شورا په يوه پرېكړه ليك كې يې د انتخاباتو د لومړنيو نتايجو څخه خپل ملاتړ اعلان كړ او ويې ويل، په دغو ټاكنو كې دومره درغلۍ هم نه دي شوي چې انتخابات دې بيا وشي.
په داسې حال كې چې دوهم پړاو ته د جمهوري رياست د انتخاباتو د غځيدو ګنګوسې اورېدل كيږي، سياسي څيړونكي او د ملي شورا يو شمېرغړي د انتخاباتو د بيا ترسره كېدو په اړه موافق او مخالف نظرونه وړاندې كوي.
نور راوښيه