د جمهور رييس د وياند مرستيال سيامك هروي د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل، چې د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون غړي مولوي مصطفى باركزي د دې كميسيون د دريو بهرنيو غړو د مداخلې له امله استعفا كړې، بايد چې په دې برخه كې د ښاغلي باركزي ادعاوې لكه څنګه چې لازمه ده وڅيړل شي:
"كوم مسايل چې ښاغلي باركزي د خپلې استعفا لپاره څرګند كړي د افغانستان د دولت لپاره د اندېښنې وړدي.
مونږ غواړو كوم تورونه، چې ده د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون په دريو بهرنيو غړو لګولي بايد وڅيړل شي، څو معلومه شي چې ايا دوى خپله بېطرفي ساتلې ده اوكه نه."
د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون يوه غړي مولوي مصطفى باركزي د دوشنبې په ورځ له خپلې وظيفې استعفا وركړه، ده وويل چې دده د استعفا لامل د دې كمېسيون د دريو بهرنيو غړو مداخله او خپل سري كارونه دي.
د ښاغلي باركزي له استعفا وروسته د انتخاباتي شكايتونو په كميسيون كې درې بهرنيان او يو افغان غړي پاتې شول.
يوشمېر افغان څيړونكي وايي، چې مولوي مصطفى باركزي له خپلې وظيفې په داسې وخت كې استعفا وركړه، چې د دوى په خبره د دې كميسيون كارونه پاى ته رسيدلي او ډېر ژر به د څيړل شوو رايو نتیجې اعلان شي.
افغان كار پوه احمد سعيدي هم ورته نظر لري او وايي، چې د ښاغلي باركزي استعفا به د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون په كارونو كومه خاصه اغيزه ونه كړي:
"تقریباً درې میاشتې کیږي چې ښاغلی بارکزي د دې کمېسیون غړی دی او تر اوسه یې هېڅ شکایت نه کاوه.
ټول کارونه خلاص شول، څېړنې وشوې، رایې وشمېرل شوې اوس د ده استعفا هېڅ ارزښت نه لري او تر اوسه څلور تنه نور لا کمېسیون کې شته."
د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون درې بهرني غړي د يونما يا په كابل كې د ملګرو ملتونو د دفترله لوري ټاكل شوي او افغان غړي يې يو د بشر د حقوقو له خپلواك كميسيون څخه معرفى شوى.
مولوي باركزي چې استعفا وركړه د سترې محكمې له خوا دې كميسيون ته پيژندل شوى و.
د يوناما مسوولينو لا له وړاندې ويلي، چې دوى د افغانستان د انتخاباتو په مساله كې مداخله نه كوي او په دې برخه كې، چې هر تصميم نيول كيږي د انتخاباتو د خپلواك كميسيون او د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون له خوا نيول كيږي.
په عين حال كې د افغانستان مشرانو جرګې د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه كې غوښتنه كړې، چې بايد د انتخاباتو نتايج ډير ژر اعلان شي.
د دې جرګې مشر صبغت الله مجددي هم ويلي، چې مولوي مصطفى باركزي نور نشو كولاى، چې د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون د بهرنيو غړو ترتاثيراو اغيز لاندې كار وكړي.