د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۰

بيژن : که دویم پړاو انتخابات کېږي باید ټول کاندیدان په کې برخه ولري


د څو كانديدانو د ائيتلاف وياند بشير احمد بيژن کابل کې خبریالانو ته خبرې وکړې .
د څو كانديدانو د ائيتلاف وياند بشير احمد بيژن کابل کې خبریالانو ته خبرې وکړې .

په كابل كې د جمهوري رياست د څوكانديدانو د همغږۍ شورا وايي، كه پتيل شوي وي، چې د انتخاباتو دوهم پړاو يوازې د دوو كانديدانو ترمنځ وشي، نو دوى به يى سخت مخالفت وكړي.

په كابل كې د جمهوري رياست د كانديدانود ائيتلاف وياند بشير احمد بيژن د يكشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه كې وويل، چې دوى د جمهوري رياست د انتخاباتو د وروستيو نتايجو په تمه دې، خو كه د ده په وينا انتخابات دوهم پړاو ته راښكل كيږي نو د ټولو كانديدانو په ګډون بايد ترسره شي.

هغه د خپلو خبرو په دوام كې وويل:


"د دې ادعا له مخې، چې په انتخاباتو كې درغلۍ شوي او انتخابات بايد له دوو كانديدانو سره دوهم پړاو ته راښكلی شي دا هيڅ ډول قانوني او حقوقي توجیه نه لري او دغه بهير په خپله خپل مشروعيت له لاسه وركوي.

كه چيرې دا انتخابات دوهم پړاو ته راښكل شي او هغه هم د دوو داسې كانديدانو ترمنځ، چې په درغليو تورن دي نو مطلقا د يو غير قانوني حركت په توګه به ورسره مخالفت وكړو او هغه به تحريم كړو."

د كانديدانو د هم غږۍ شورا يو پريكړه ليك هم خپور كړ، چې په كې له ټولو كانديدانو غوښتل شوي، چې په انتخاباتو كې د درغليو په اړه له تبصرو، چې ويل كيږي تر ډيره يى د خلكو باور زيانمن كړې ډډه وكړي.

په دغه پريكړه ليك كې يو شمېر هېوادونه او بهرنۍ ادارې هم په انتخاباتو كې په لاس وهنې تورن شوي دي.

خو له بل لوري د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كمسيون د دارلانشاء رئيس داود علي نجفي بيا وويل، چې له سره د انتخاباتو ترسره كول د اساسي قانون په خلاف كار دې:

"د انتخاباتو په قانون کې راغلي دي که کوم کاندید په لومړی پړاو كې(۵۰+۱) رایې پوره نه کړي د دوهم ځل انتخابات د هغو دوو كانديدانو ترمنځ كيږي، چې تر ټولو زياتې راې يى ګټلي وي او دا موضوع په قانون كې هم په واضح ډول راغلې ده."

په افغانستان كې د جمهوري رياست له انتخاباتو دادی كابو دوه مياشتې تيريږي خو په انتخاباتو كې د درغليو په اړه د شويو ادعاو څېړنې لا هم روانې دي او وروستي نتایج نه دي اعلان شوي.

د انتخاباتو د لومړنيو نتايجو اعلان ښيي، چې ولسمشر حامد كرزي د پنځوس جمع يو اكثريت خپل كړې دی.

ډاكټر عبدالله، چې په څه باندې اوويشتو فيصدو رايو سره د ولسمشر كرزي تر ټولو نږدې سيال ګڼل كيږي ويلي، چې امكان شته، چې انتخابات دوهم پړاو ته وغزولې شي.

خو كتونكي په دې باور دي كه انتخابات دوهم پړاو ته هم راښكل شي بيا هم داسې ضمانت نشته، چې درغلۍ به و نه شي.
XS
SM
MD
LG