ولسمشر کرزي وویل چې رايې یې د شکایاتو کمیسون کمې کړي او انتخابات به په دوو اونیو کې بیا ترسره شي .
نوموړي زیاته کړه، زه دا هم نه وایم چې په لومړني پړاو کې زه ګټونکی وم ځکه دا خبره که ښايي اوس زما په ګټه وي خو د ملت په ګټه نه ده . نوموړي زیاته کړه چې له بدمرغه د افغانستان انتخابات بدنام شول او راتلونکې نظام ته د مشروعیت ورکولو لپاره د بیا حلي انتخاباتو پرته بله هېڅ کومه لاره نه ده پاتې .
ښاغلي کرزي یو ځل بیا پر خلکو غږ وکړ چې په دویم پړاو انتخاباتو کې دې برخه واخلي او د خپل هېواد راتلونکې دې په خپله په ښه توګه وټاکي .
د امریکا د سنا د بهرنیو کمیټې مشر جان کیري هم د کرزي دا پریکړه چې د انتخاباتو د وروستۍ نتېجې هرکلی یې کړی او منلې یې ده وستایله او زیاته یې کړه چې د افغانستان راتلونکې په افغانانو پورې تړلې او دوی یې باید په اړه بریکړه وکړي .
جان کیري رد کړه چې په افغانستان کې دې د حامد کرزي او عبدالله تر منځ د ایتلافي حکومت د جوړولو او یا د ایتلافي حکومت د جوړولو هڅه کړې وي.
ولسمشر کرزي ددې په اړه چې ایا پر ده د نړېوالې ټولنې له خوا فشار دی او یا دې د ایتلافي حکومت د جوړولو په هڅه کې وي وویل :
که غواړو چې د افغانستان راتلونکی حکومت یو مشروع خکومت وي د انتخاباتو له بیا ترسره کیدو پرته بله لاره نه لرو . کرزي د یو ایتلاف په اړه وویل چې په انتخاباتو کې زموږ رايې په سلو کې له پنځوسو څخه راکمې شوي دي او ایتلافي حکومت به هم مشروعیت ونه لري نو ځکه بیا انتخابات ترسره کېږي .
د کرزي په وینا په قانون کې ایتلافي حکومت مشروعیت نه لري او که ایتلافي حکومت یې جوړولای انتخابات به دویم پړاو ته نه تللی .
کرزی او کیري دواړو ټینګار وکړ چې د یو ایتلافي حکومت د جوړولو لپاره هېڅ ډول هڅې نه دې شوي او نه به وشي .
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي کای ایډي وویل په افغانستان کې قانوني نهادونو خپل کارونه په سمه توګه ترسره کړي او دا تېرې دوه میاشتې ورته تر ټولو سختې میاشتې وې .
کای ایډي زیاته کړې د همدې قانوني ادارو اجرات حکم کوي چې د ولسمشرۍ انتخابات دې بیا ترسره شي او زه ددې ادارو په کارونو چې په کې د ملګرو ملتونو او د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ادارې شاملې دي افتخار کوم او چارې یې ستایم .