کوم کسان چې د ښځو په نوم جعلي اکونټ جوړوي او د هغې د فکر خلاف څرګندونې خپروي د قانون له مخې په کوم ډول سزا محکومېږي؟
په دې خپرونه کې به د یو شمېر هغو مېرمنو خبرې واورئ چې د خسرګنۍ لهخوا د تاوتریخوالي ترڅنګ په مختلفو بهانو د پلارګنۍ کره له تګ نه محرومې شوې دي چې ان یوه له هغو نه د خسر له کور څخه د پلار کور ته تېښتې ته اړ شوې ده.
د پلاستیک جراحي یا د ښکلا لپاره جراحي اوسمهال د افغانستان په لويو ښارونو په ځانګړي ډول مرکز کابل کې ګڼ مينهوال لري.
که ښځه او خاوند خپل منځ کې د ګډ ژوند ستونزې نهشي حلولی، نو باید د ستونزو د حل لپاره څه وکړي او چا سره باید دغه ستونزې شریکې کړي ترڅو مناسبه حل لار ورته پیدا کړي؟
د دې اوونۍ په خپرونه کې به واورئ چې کرونا ناروغي پر امېندوارو او تي ورکوونکو مېرمنو باندې څه ناوړه اغېزې لري؟
د موسیقۍ زدهکړه په افغاني ټولنه کې له ستونزو خالي نهده، په تېره بیا موسیقي غږوونکې نجونې په دې لاره کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
افغانې ښځې به د دوو لسیزو لاسته راوړنې له لاسه ورکړي او لکه دوه لسیزې مخکې بهیې فعالیتونه یا محدود او یا به هم په ټپه ودرېږي؟
د کابل په یوه سیمه کې د ښځو لپاره د ډرېورۍ د زدهکړې او په دې برخه کې د کاري زمينې د برابرولو لپاره یوه غیر دولتي مؤسسه فعالیت کوي ترڅو په دې برخه کې ښځې وروزي او دغه مسلک د ښځو لپاره مالي سرچينه وګرځي.
افغانې ښځې د کاري توان او لېوالتیا سره غواړي د ټولنې په هره برخه کې په خاصه توګه اقتصادي او ټولنيزو برخو کې فعالې وي.
افغانستان هغه ټولنه ده چې اکثره خلکیې د نېستۍ او فقر سره مخ دي په خاصه توګه هغه ښځې چې نارینه سرپرست نهلري له ګڼ شمېر اقتصادي ستونزو سره مخ دي چې کله ناکله دا ډول ښځې د کار کولو په ځای خیرات ټولولو ته مخه کوي یا د ژوند سختې شپې ورځې په نادارۍ کې تېروي.
نور راوښيه