د ازادي راډیو د ښځو "نیمه نړۍ" خپرونه د ښځو کار ته ځانګړې شوې ده.
افغانې ښځې د کاري توان او لېوالتیا سره غواړي د ټولنې په هره برخه کې په خاصه توګه اقتصادي او ټولنيزو برخو کې فعالې وي.
خو د کار زمینه تر ډېره دوی ته نهده برابره او که هغو ښځو ته د کار زمینه برابره شي چې د لاسي صنایعو په جوړولو کې مهارت لري، څومره به ګټوره وي؟
ښځو ته څوک د کار زمینه برابرولی شي؟
د کومو لارو چارو په جوړولو سره افغانې ښځې کولای شي د خپلو مهارتونو نه په ګټې اخیستنې د کورنۍ سره د مالي مرستې جوګه شي؟
دغه پورته پوښتنې به په همدې خپرونه کې ځواب شي.
دا خپرونه نوریې جبارخېل جوړه کړې ده چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: