د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

د ۱۳۹۸ کال انتخابات

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء رئیس د ډېټا سنټر مهرولاک ماتېدل رد کړل

د ټاکنو کمېسیون هم پرون ناوخته په یوې اعلامیه کې د ټاکنو کمېسیون د نتایجو جمع‌بندۍ مرکز د قفل ماتېدل رد کړل او هغه‌یې د ټولنیزو رسنیو شایعات وبلل.
د ټاکنو کمېسیون هم پرون ناوخته په یوې اعلامیه کې د ټاکنو کمېسیون د نتایجو جمع‌بندۍ مرکز د قفل ماتېدل رد کړل او هغه‌یې د ټولنیزو رسنیو شایعات وبلل.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیب‌الرحمن ننګ هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې د پولیسو ځانګړو ځواکونو د انتخاباتو کمېسیون د ډیجیټالي نتایجو د جمع‌بندۍ او ارزونې مرکز (ډیجیټال سنټر) مهرولاک مات کړی او ورننوتي دي.

ښاغلي ننګ پرون ناوخته (میزان ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې یو قفل هم نه‌دی مات شوی.

دی وايي: "بلو باکسونه او قفلونه له ټولو څارونکو سره شته، له هغوی سره هېڅ قفل نه‌دی خلاص شوی. موږ د طرزالعمل مطابق کارونه ترسره کوو. هېڅ داسې څه نه‌دي شوي چې د خلکو د تشویش سبب شي."

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم د دوشنبې په ورځ (میزان ۲۹مه) ادعا وکړه چې د ټاکنو کمېسیون ډیجیټال سنټر مهرولاک مات شوی.

د دغه ټیم یوه غړي علي احمد عثماني وویل، په دې کار کې د یوه ځانګړي ټاکنیز ټیم کسان هم شامل وو. ښاغلي عثماني د ټاکنو کمېسیون د امنیتي سلاکار او همداراز د دارالانشاء د مشر حبیب‌الرحمن ننګ د دندې د ځنډېدو غوښتنه وکړه.

د کورنیو چارو وزارت په ټاکنیز بهیر کې د پولیسو هر ډول مداخله رد کړې ده.

د ټاکنو کمېسیون هم پرون ناوخته په یوې اعلامیه کې د ټاکنو کمېسیون د نتایجو جمع‌بندۍ مرکز د قفل ماتېدل رد کړل او هغه‌یې د ټولنیزو رسنیو شایعات وبلل.

د دغه کمېسیون په اعلامیه کې ویل شوي چې امنیتي ساتونکي د سړې هوا له کبله د ټاکنیزو زده‌کړو ودانۍ دهلېز کې ځای پر ځای شوي او "د دې کار لپاره یوازې د ودانۍ عمومي دروازه د مسئول کس او ملي پولیسو د مسؤلینو په شتون کې پرانیستل شوې ده."

د ټاکنو کمیسیون مرکزي سرور ته د بیومټریک معلوماتو انتقال لا هم نه دی بشپړ شوی

د ټاکنو کمیسیون د میزان په ۲۲مه اعلان وکړ چې مرکزي سرور ته څه باندې یو میلیون او ۷۳۷ زره رایې انتقال شوي دي.
د ټاکنو کمیسیون د میزان په ۲۲مه اعلان وکړ چې مرکزي سرور ته څه باندې یو میلیون او ۷۳۷ زره رایې انتقال شوي دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي له بيومټريک دستګاوو، د مرکزي زېرمتون سيسټم ته د رايو د لېږد بهير لا هم نه دى بشپړ شوى.

خو د دغه کميسيون د دارالانشا رئيس حبيب الرحمن ننګ د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته ويلي وو چې دا پروسه د سې شنبه تر ماښامه بشپړه شي.

بلخوا د انتخاباتو خپلواک کميسيون وياند عبدالعزيز ابراهيمي نن (چهارشنبه، میزان ۲۴مه) ازادي راډيو ته وويل، د رايو د انتقال پروسه لا هم روانه ده.

"تر پرون (سه شنبه) ناوخته پورې د يو مليون څلور لکه ٨٨ زره رايه ورکوونکو معلومات له بيومټريک دستګاوو، د ټاکنو خپلواک کميسيون مرکزي سرور ته لېږدول شوي دي. هڅه کېږي چې ژر تر ژره دا پروسه پاى ته ورسېږي."

د ټاکنو خپلواک کميسيون وياند وايي د ټاکنو په ورځ د ٢٦ زره ٥٦٨ محلونو له جملې د٢٢زره ٥٨٨ محلونو بيومټريک معلومات سرور ته انتقال شوي او د څه باندې ٣٩٠٠ نورو محلونو رايې د انتقال په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمیسیون د تېرې دوشنبې په ورځ (میزان ۲۲مه) اعلان وکړ چې مرکزي سرور ته څه باندې یو میلیون او ۷۳۷ زره رایې انتقال شوي دي. ددغه کمیسیون کمیشنرې رحیمې ظریفي ویلي و چې دا رایې د ۲۲ زره ۵۸۸ محلونو دي.

د افغانستان د جمهوري رياست ټاکنې د تلې/ميزان پر ٦مه وشوې.

د دغه کميسيون د مهالوېش له مخې لومړنۍ نتيجه به د تلې پر ٢٧مه او نهايي نتيجه به د لړم/عقرب پر ١٦مه اعلان شي.

د انتخاباتو د کمیسیون د آی ټي چارو مسوول څارنوالۍ ته معرفي شوی

AFGHANISTAN -- An Afghan election commission worker prepares ballot boxes and election materials for the upcoming presidential election at the warehouse in Kabul, September 26, 2019
AFGHANISTAN -- An Afghan election commission worker prepares ballot boxes and election materials for the upcoming presidential election at the warehouse in Kabul, September 26, 2019

دافغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مني چې د دې کمیسیون د آی ټي یا د تخنیکي چارو مشر څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشري حوا علم نورستاني له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی له وړاندي په دې اړه خبر نه ول ، خو زیاتوي چې دا کار د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون لخوا شوی دی.

میرمن نورستاني وایې د دې اقدام دلیل تر اوسه روښانه نه دی او دوی یې په اړه پلټنې کوي بیا به پریکړه وکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تر دې وړاندي ویلي وو چې د انتخاباتي ډيټا سرور ستونزه جدي نه ده او ژر به حل شي.

د دې کمېسیون کمیشنر محمد حنیف دانشیار نن وویل، د دې ستونزې د حل لپاره د درملوک کمپنۍ دوه انجنیران کمېسیون ته را رسېدلي او د نن ورځي تر پایه به رامنځته شوې ستونزه حل کړي.

د انتخاباتو کمېسیون: انتخاباتي سرورونه هېڅ ډول ستونزه نه لري

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، د بایومټریک دستګاوو د معلوماتو د اخذ او ساتنې مرکزي سېستم یا سرورونه هېڅ ډول ستونزه نه لري.

د کمېسيون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي پرون د اکټوبر په نهمه ازادي راډیو ته وویل چې د درملوک په نوم جرمني شرکت د مرکزي سېستم د سایبري (انټرنټي) او تخنیکي مصؤنیت مسئولیت لري.

ابراهیمي وایي: درملوک شرکت له کمېسيون سره د لاسلیک کړي تفاهم لیک پر اساس مکلفیت لري چې له هر ډول سایبري حملو دا سېسمتونه خوندي وساتي او تخنیکي ستونزې یې هم حل کړي.

عبدالعزیز ابراهیمي وویل چې د سرور د هک کېدو هڅه شوې وه، خو نه دی هک شوی او د انټرنټ د کمزوري کېدو له امله يې کارونه پڅ شوي وو، خو جدي خنډ نه دی پېښ شوی.

د کمېسيون مرستیال ویاند وویل چې د رأیو د پایلو ۲۲۴۴۶ فورمې مرکزي سرور ته داخلې شوې دي.

د هغه په وینا، د درملوک شرکت دوه انجنیران به د احتیاط له مخې په کابل کې وي، څو د ستونزو د پیدا کېدو په صورت کې اقدام وکړي.

نن له ولایتونو د ټاکنو مرکزي دفتر ته د حساسو انتخاباتي موادو لېږدول بشپړېږي

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وایي، د جمعې ورځې تر ماښامه (میزان ۱۲مه) د ۲۳ ولایتونو حساس ټاکنیز مواد کابل ته ورسېدل.
د افغانستان د ټاکنو کمیسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وایي، د جمعې ورځې تر ماښامه (میزان ۱۲مه) د ۲۳ ولایتونو حساس ټاکنیز مواد کابل ته ورسېدل.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي، له پلان سره سم تمه ده نن شنبه (میزان ۱۳مه) د کابل مرکزي دفتر ته له ولایتونو د حساسو انتخاباتي موادو د لېږدولو بهیر بشپړ شي.

ددغه کمیسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ازادي راډیو ته وویل، د پرون جمعې ورځې تر ماښامه د ۲۳ ولایتونو حساس ټاکنیز مواد کابل ته ورسېدل.

ښاغلي ابراهیمي همداراز وویل، "د جمعې تر ناوخته د بیومټریک شویو رایو ۲۰ زره او ۵۰۰ فورمې زموږ له اصلي سرور سره وصلې شوې او دا پروسه دوام لري."

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د میزان په ۶مه ترسره شوې. د ټاکنو کمیسیون د شمېرو له مخې شااوخوا دوه میلیونه او ۷۰۰ زره کسانو په دغو ټاکنو کې برخه اخیستې ده.

د افغانستان د انتخاباتو پر شفافیت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټینګار

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه غونډه
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه غونډه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د شفافیت د تأمین غوښتنه کړې ده.

دغې شورا د افغانستان له انتخاباتي کمېسیونونو څخه غوښتي چې د افغانانو د رأیو د کره شمېرنې او له دې چې د دغو انتخاباتو پایلې به په منصفانه، شفافه او ټوله‌ییزه توګه مشخصې کړي، ډاډ ورکړي.

دغې شورا دغه‌ شان له ټولو ښکېلو لوریو غوښتي چې له وخت مخکې پایلې اعلان نه‌کړي او نوماندان دې دغه بهیر او هغو اصولو ته چې دوی پرې لاسلیک کړی، درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رأی ورکوونکو، د انتخاباتو کمېسیون کارکوونکو، انتخاباتي ناظرینو او امنیتي ځواکونو زړورتیا ستایلې او د هغوی کسانو اقدام‌یې غندلی چې غوښتل‌یې دغه بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

افغانستان د میزان په ۶مه په ۳۴ ولایتونو کې د ولسمشریزو انتخاباتو شاهد و.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د تخمیني شمېرو په اساس د افغانستان په ولسمشریزو انتخاباتو کې دوه نیم میلیونه کسانو ګډون کړی.

دغه کمیسیون ویلي چې د درغلیو ادعاوې به د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وڅېړي.

نن په کابل کې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کار پيلېږي

انتخاباتي کارکوونکی د یوه رأی ورکوونکي د راجسترولو پر مهال
انتخاباتي کارکوونکی د یوه رأی ورکوونکي د راجسترولو پر مهال

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، نن به په پلازمېنه کابل کې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کار پيل شي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون غړي قطب‌الدین رویدار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "زموږ ټول کارکوونکي بوخت دي، د شکایتونو ډولونه تصنیف یا طبقه‌بندي کوي، ان‌شاءالله دغه کټه‌ګوري به ژر خلاصه شي او نن ورځ به د شکایتونو د څېړنې کار پيل شي چې په ځینو ولایتونو کې دا کار پیل شوی دی."

اخوا د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون مرستیاله ویانده زرمینه کاکړ وايي، هغه وېډیوګانې به هم مستندې شي چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان پر انتخاباتو د څار بنسټونه ټینګار کوي چې د شکایتونو کمېسیون باید په مسلکي او بې‌پرې ډول له هر ډول سیاسي فشار پرته دغه شکایتونه وڅېړي او پایلې يې په خپل وخت اعلان کړي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وایي چې له انتخاباتو ۴۸ ساعته وروسته‌یې ۴۳۶۷ بېلابېل شکایتونه ثبت کړي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه وشول، له انتخاباتي مهال‌ویش سره سم ټاکل شوې چې د دغو انتخاباتو لومړنۍ پایلې د میزان په ۲۷مه او وروستۍ پایلې یې د عقرب په ۱۶مه اعلان شي.

د ټاکنو کمیسیون یوځل بیا له بیومټریک پرته کارول شوې رایې بې اعتباره وبللې

د دغه کميسيون رئيسې حوا علم نورستانۍ ازادۍ راډيو ته وويل، له بيومټريک پرته د نورو رايو شمېرل امکان نه لري.
د دغه کميسيون رئيسې حوا علم نورستانۍ ازادۍ راډيو ته وويل، له بيومټريک پرته د نورو رايو شمېرل امکان نه لري.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون يو وار بيا ټينګار کوي چې د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو يوازې بيومټريک رايې د اعتبار وړ دي.

د دغه کميسيون رئيسې حوا علم نورستانۍ ازادۍ راډيو ته وويل، له بيومټريک پرته د نورو رايو شمېرل امکان نه لري.

اغلې نورستانۍ زیاته کړه: "د بيومټريک رايه موږ ته د منلو وړ ده. په ټاکنو کې مو دا روشد همدې لپاره ونه مانه چې هلته درغلي وه او د درغلۍ د مخنيوي يوازنۍ لاره همدا ټکنالوژي وه. دا استثنا د ټولو کمېشنرانو د ګډې پرېکړې پر اساس په پام کې نيول شوې ده".

پرون د مشرانو جرګې رئيس عبدالهادي مسلميار وويل، د کميسيون مشرتابه به اړ کړي چې غيربيومټريک رايې هم وشمېري. ښاغلي مسلمیار د ټاکنو کمیسیون د رئیسې پروړاندې د توندې ژبې له کارولو بخښنه وغوښته خو بیا یې هم ټینګار وکړ چې بیومتریک باید حتمي نه وي.

په عين حال کې د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي کابل ته به د رايو د صندوقونو او انتخاباتي موادو انتقال تر راروانې شنبه ( تلې ١٣مه) بشپړ شي.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون د مهالوېش له مخې، د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ نتيجې به د تلې په ٢٧مه او نهايي نتيجې د لړمپه١٦مه اعلان شي.

د انتخاباتو کمېسیون: د ټاکنو روان بهیر به په پوره شفافیت مخته وړو

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې له ټاکنو وروسته اوسنی پیل شوی بهیر به په پوره شفافیت مخته وړي او له ټاکنیز مهالوېش سره سم به خلکو ته نتایج اعلان کړي.

د دغه کمېسیون غړو پرون په یو شمېر ولایتونو کې د رأیې ورکوونې په پروسه کې د خلکو د ګډون کچه اعلان کړه.

په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه چې لا هم نه ده بشپړه شوې، د کمیسیون د یوه غړي مولانا محمد عبدالله له خوا د نورو کمیشنرانو په حضور کې رسنیو ته اعلان شوې.

ده وویل: موږ ته تر اوسه پورې له یو شمېر مرکزونو دوه میلیونه او یو لک او شپږ نوي زره او ۴۶۳ رأیې را رسېدلي، دا رأیې د ۳۶۳۷ مرکزونو دي چې ۱۷۶۸۹ محلونه کېږي.

ښاغلي عبدالله وویل چې ژر به د نورو مرکزونو پایلې هم دوی ته ورسېږي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی چې له ۵۳۷۵ مرکزونو ۶۱۷ یې تړلي وو.

د افغانستان څلورم دور ولسمشریزې ټاکنې د شنبې په ورځ وشوې، خو انتخاباتي څارونکو د خلکو ګډون نسبت تېرو ټاکنو ته کم بللی دی.

"که هر کاندید د چوپتیا اصل په پام کې ونه نیسي، نغدي جریمه کېږي"

د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو انتخاباتي مبارزه تېره شپه ۱۲ بجې پای ته ورسېده او نن او سبا د چوپتیا دوره ده.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون غړي محمد قاسم الیاسي پرون ازادي راډیو ته وویل چې که هر کاندید د چوپتیا اصل مراعات نه کړي، له پنځو زرو تر یو لک افغانیو نغدي جریمه کېدای شي.

د دغې دورې له پیلېد سره د ولسمشرۍ ټول کاندیدان مکلف دي چې خپل عکسونه او نور کمپایني بیلبورډونه له ښارونو لېرې کړي او د رأیې ورکولو د مرکزونو په سل مترۍ کې هم باید د هېڅ یوه کاندید عکس ونه لیدل شي.

ټاکل شوې بل سبا د شنبې په ورځ د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وینا، له نهه نیم ميلیونو زیات وګړي له دې کمېسیون سره د رأیې ورکوونکو په توګه ثبت شوي او د رأیې ورکولو په ورځ به په ټول هېواد کې د رأیې ورکولو ۴۹۴۲ مرکزونه د دوی پرمخ خلاص وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG