خبرونه
د فراه په بالابولوک کې چاودنه شوې
په فراه کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالي کې د چاودنې له امله اووه تنه وژل شوې دي.
په بالابلوک کې د طالبانو چارواکو ویلي دي چې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله د پنځو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي.
دا پيښه تېر مازدیګر د بالابلوک ولسوالي په نواباد کلي کې وشوه. تر اوسه څرګنده نه ده چې دا چاودیدونکي مواد څرنګه په دې کور کې ځای پرځای شوي و، یا وروړل شوي و.
په افغانستان کې د ماین پاکۍ د موسسو په وینا ماینونه او له جګړو پاتې چاودیدونکي مواد هره میاشت لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ازادي جبهه د کابل په هوايي ډګر د برید ادعا کوي
د "افغانستان د ازادۍ دجبهې" په نامه د طالبانو یوه مخالفه وسله واله ډله د پنجشنبې په ماښام د کابل په هوايي ډګر د برید ادعا کوي.
دغې ډلې د جمعې په ورځ خپل ویبسایټ کې د خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې دپوځي ترانسپورت په برخه یې هدف لرونکی توغندیز برید کړی دی.
د خپلواکو منابعو لخوا ددغې ادعا تایید یا رد ترلاسه کول ګران دي. دطالبانو سرچینو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. خو تیرماښام کابل کې د چاودنو غږونه رپوټ شوي دي.
افغان ایواک د افغانانو لپاره د لنډمهالي خوندیتوب وضعیت (TPS) د طرحې هرکلی کوي
د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ، افغان ایواک، د امریکا په کانګرس کې د افغان وګړو لپاره د لنډمهالي خوندیتوب وضعیت (TPS) د طرحې د وړاندې کېدو هرکلی کړی دی.
دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ، د زمري ۱۵مه، په خپلې اېکس (X) پاڼه کې ویلي چې د امریکا د استازو جرګې یو شمېر غړو، د جېسن کرو، ډان بېکن، سام لیکارډو او ماریا سالازار په ګډون، د «د ۲۰۲۶ کال د افغان وګړو د لنډمهالي خوندي وضعیت قانون» په نوم یوه طرحه وړاندې کړې چې موخه یې په امریکا کې د افغانانو قانوني وضعیت ته مستقیمه پاملرنه ده.
د اعلامیې له مخې، که دا طرحه تصویب شي، نو د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې به د شرایطو وړ افغان وګړي له امریکا څخه نه ایستل کېږي. همدارنګه، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو اداره (USCIS) به مکلفه وي چې د دې پروګرام اړوند غوښتنلیکونه په اعظمي توګه د ۹۰ ورځو په موده کې وڅېړي او وروستۍ پرېکړه پرې وکړي.
افغان ایواک وايي، د دې طرحې تصویب به په ځانګړي ډول د هغو افغانانو د ایستلو مخه ونیسي چې په ۲۰۲۱ کال د افغانستان د تخلیې پر مهال امریکا ته لېږدول شوي دي.
د یاد کال د اګست په میاشت کې د کابل له هوايي ډګر څخه د بېړنۍ تخلیې پر مهال شاوخوا ۷۹ زره افغانان امریکا ته ولېږدول شول، او وروسته هم زرګونه نور افغانان د انتقال او بیا مېشتېدو د پروګرامونو له لارې دغه هېواد ته داخل شول.
د تایلنډ په یوه ښوونځي کې د ډزو پیښه کې اته تنه مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي
د تایلنډ پولیسو د جمعې په ورځ، د زمري ۱۶مه، اعلان وکړ چې د دغه هېواد په یوه ښوونځي کې د ډزو په پېښه کې د بریدګر په ګډون، اته کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
پولیسو ویلي چې بریدګر یو زدهکوونکی و. د پولیسو په وینا، هغه په ښوونځي کې له برید وړاندې خپل نیکه او نیا هم په خپل کور کې په ډزو وژلي وو.
د سیمهییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه ښوونځي د ۲۰۲۵ تعلیمي کال پر مهال شاوخوا ۳,۱۰۰ زدهکوونکي او ۱۴۷ ښوونکي لرل.
تایلنډ کې له دې وړاندې هم ورته خونړي بریدونه شوي دي.
ټرمپ: ایران سره جګړه ژر پای ته رسیږي
د متحدو ایالاتو ولسمشر وايي دی خپله ایران سره په خبرو کې دخیل دی، جګړه ژر پای ته رسیږي او د هرمز تنګي د پرانیستلو په هکله یو توافق کیدای شي ژر ترلاسه شي.
ډونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته دڅرګندونو په ترځ کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د دهرمز تنګي د پرانیستلو په هکله توافق شوی دی ؟ وویل: « نه غواړم ووایم چې شوی دی ، خو اوس تریوې اندازې پرانیستی دی. »
هغه زیاته کړه : «تنګی د مونږ په کنټرول کې دی. فکرکوم جګړه ډیره ژر پای ته رسیږي. بعیده ګڼم چې دوی ډیره زیاته ادامه ورکړي. »
د تیرې کب میاشتې له نهمې راهیسې چې دامریکا او ایران ترمینځ جګړه پیل شوې ، دایران سپاه پاسداران ځواکونو د هرمز د تنګي د تړلو په هڅه کې څو ځله تجارتي بیړۍ په نښه کړي دي.
خو واشنګټن وايي د یاد تنګي جنوبي لار چې د عمان په اوبوکې تیریږي پرانیستې پاته ده او بیړۍ کولای شي په کې تګ راتګ وکړي.
د امریکا ولسمشر د خپلو څرګندونو په بله برخه کې وویل چې د دغه هېواد وسله وال ځواکونه د ځینو وسلو او مهماتو له کمښت سره مخ دي.
د رویټرز خبري اژانس د سېشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د امریکا پوځ له ایران سره د پنځه میاشتنۍ جګړې پر مهال د خپلو لرې واټن ویشتونکو او ډېرو دقیقو توغندیو د نړیوالو زېرمو یوه لویه برخه کارولې ده.
یونېسف: افغانستان کې د میندو روغتیا د ماشومانو روغتیا سره برابره ده
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونېسف) کوچنیانو ته د مور د شیدو ورکولو لپاره میندو ته د ښځینه روغتیاپالانو د لارښوونو په اهمیت ټینګار کوي.
یونېسف د مور په شیدو د تغذیې د نړیوالې اوونۍ په مناسبت دا هم وايي چې د میندو روغتیا د ماشومانو روغتیا سره برابره ده.
د ملګرو ملتونو دغه اداره د مېرمنو د تغذیې او د زېږون دمخه دوی ته د اړینې پاملرنې په اهمیت هم ټینګار کوي.
هر کال د اګسټ میاشتې لومړۍ اوونۍ د مور په شیدو د تغذیې د نړیوالې اوونۍ په توګه نمانځل کېږي چې هدفیې د ماشومانو او نویو زېږېدلو د ودې او روغتیا لپاره د مور د شیدو حیاتي رول ته پاملرنه را اړول دي.
د راستنېدونکو کړکېچ؛ ۲.۷ میلیونه کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ دفتر ( اوچا) وايي سږکال هېواد ته راستانه شوي ۲.۷ میلیونه کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
اوچا وايي کډوال خپل هېواد ته په ستنېدو سره نوی ژوند پیلوي چې د خوندي سرپناه، معیشت، تعلیم او روغتیايي خدماتو په برخو کې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
ملګري ملتونه وايي د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې تقریباً ۶ ملیونه افغانان له ګاوڼدیو هېوادونو، پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.
ونس: ایران سره توافق ته د رسېدو لار پېچلې ده او وخت ته اړتیا لري
د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس، وايي له ایران سره یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره روانې خبرې اترې «پېچلې او له ننګونو ډکې» دي او وخت ته اړتیا لري.
ونس چې ایران سره له ۴۰ ورځنۍ جګړې وروسته د خبرو اترو په بهیر کې د امریکا د مرکچي پلاوي مشري کوله، دغه څرګندونې له فاکس نیوز سره په مرکه کې وکړې.
هغه زیاته کړه چې «ایرانیان په مذاکراتو کې ډېر سخت دي» او حکومتي تشکیلاتیې هم د ونس په ټکو داخلي اختلافونو سره مخ دي.
جېډي ونس ایراني چارواکو سره د خبرو په اړه وویل: "زموږ دنده دا ده چې له دغو شرایطو څخه په بریالیتوب تېر شو او د امریکا د خلکو او همدارنګه د متحده ایالاتو د ولسمشر لپاره غوره پایله ترلاسه کړو."
هغه زیاته کړه چې د تېلو بیې به بالاخره راټیټې شي، ایران به هېڅکه اټومي وسله ترلاسه نهکړي او امریکا به هم په لا پیاوړي دریځ کې وي.
د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ دوهمه لوبه د جمعې په ورځ ترسره کېږي
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د ۵ یو ورځنیو لوبو دوهمه لوبه د جمعې په ورځ ترسره کېږي.
د دغې لړۍ لومړنۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ د باران له کبله بېنتیجې اعلان شوه.
ټاکل شوې ده چې دغه لوبلړۍ د اګسټ تر ۱۴مې دوام وکړي.
بلخوا، د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د پنجشنبې په ورځ تایلنډ کې د کانټیننټل جام په سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه کې د نیوزیلنډ ټیم ته ۶-۱ ماته ورکړه او له سیالیو بهر شو.
د افغانستان ټیم له دې مخکې په دغو سیالیو کې د تایلنډ، ویتنام او روسیې په وړاندې دوه ماتې او یوه تساوي درلوده.
نن د افغانستان په ۷ولایتونو کې د تیز باران او سیلونو د راوتو اټکل شوی
نن پنجشنبې د افغانستان په ۷ولایتونو کې د تیز باران او سیلونو د راوتو اټکل شوی.
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا کې د تیز باران او له کبله يې د سیلونو د راوتو اټکل کړی دی.
په اعلامیه کې په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، سوېلي او لویدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو پېښېدو وړاندینه هم شوی دی.
وروستیو بارانونو او سیلونو د افغانستان په خیتځو ولایتونو کې په لسهاوو کسان مړه او خلکو ته په میلیونو افغانیو تاوان ورسوه.
د افغانستان د ازادي جبهه ادعا کوي چې پنځه طالب سرتیري يې وژلي دي
د افغانستان د ازادي په نوم جبهې ادعا کړې چې د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې يې د نښه پرمهال پنځه طالب سرتیري وژلي او یولس نور يې ټپیان کړي دي.
دغه جبهې پر خپلې ایکس پاڼې ادعا کړې چې پرون چهارشنبه یې د طالبانو یو برید په شا تمبول دی.
د جبهې په ټکو، نښتې شاوخوا څلور ساعته دوام وکړ.
تراوسه طالب چارواکو د دغې ادعا په اړه څه ویلي نه دی.
ازادي راډيو په خپلواکه توګه د دې جبهې ادعاوې نشي تاییدولی.