د ۱۳۹۸ کال انتخابات
پکتیا کې یو قومي مخور او د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم غړی په ډزو وژل شوی
ناپېژاندو کسانو د پکتیا کې یو قومي مشر وکیل جان محمد جلالي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم غړی و، په ډزو وژلی دی.
ښاغلی جلالي پرون سه شنبه (تلې دویمه) په ګردېز ښار کې په نښه شو.
د افغانستان اجراییه رئیس عبدالله عبدالله د هغه وژنه غندلې او له امنیتي ادارو یې غوښتي چې وژونکي یې ومومي.
د دغه قومي مخور د وژنې مسئولیت تردې مهاله چا نه دی منلی.
کندهار کې د اشرف غنی د کمپاین دفتر کې چاودنې درې کسان وژلي
په کندهار ښار کې د محمد اشرف غني د انتخاباتي کمپاین پر دفتر د ماین په چاودنه کې درې کسان وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر ازادي راډیو ته وویل، چې چاودنه تېر ماښام (تلې دویمه) د اتو بجو په شااوخوا کې د دولت ساز ټیم پر دفتر وشوه.
هغه وویل: د محمد اشرف غني د کمپاین دفتر چې د کندهار ښار په څوارلسمه امنیتي حوزه کې دی، پر دیوال یې یو ماین نښلول شوی و چې انفجار یې وکړ، په دغه پېښه کې د یو ماشوم په ګډون درې ملکیان ووژل شول."
د نوموړي په خبره، اووه تنه ټبیان هم چې یوه یې ښځه ده تول ملکیان دي.
تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
مسؤلین: په فاریاب کې به د رأیو له ۱۱۲ مرکزونو یوازې ۶۳ پرانيستي وي
په فاریاب ولایت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ساحوي دفتر وایي، ښایي د ولسمشرۍ انتخاباتو په ورځ په دې ولایت کې د رأیو له ۱۱۲ مرکزونو څخه ۶۳ یې پرانيستي او نور به یې تړلي وي.
د دغه دفتر مشر محمد بشیر حُسام نن ازادي راډیو ته وویل: ۶۳ مرکزونه به د انتخاباتو په ورځ پرانيستي وي، هغه هم په درېیو برخو وېشل شوي دي، په ۲۷ مرکزونو کې هېڅ ډول امنیتي ستونزه نشته، ۶ مرکزونه له متوسط امنیتي ګواښ او په ۲۸ مرکزونو کې امنیتي ګواښ ډېر بلل شوی دی، پاتې نور ۴۹ مرکزونه به تړلي وي.
ښاغلي حُسام دغه راز وویل چې حساس او غیر حساس انتخاباتي مواد فاریاب ته رسېدلي دي او ټاکل شوې چې سر له نن څخه ولسوالیو ته هم ولېږل شي.
د افغانستان ولسمشرۍ انتخابات د میزان یا تلې په ۶مه چې د سپټمبر له ۲۸مې سره سمه ده، تر سره کېږي.
د انتخاباتو کمېسیون: حکومت د بایومټریک دستګاوو ستونزه هواره کړې
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، حکومت د بایومټریک دستګاوو ستونزه هواره کړې ده.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې اوس مهال دغه دستګاوې په ولایتونو کې د رأیو مرکزونو استولو ته د چمتو کېدو په حال کې دي.
ده وویل: څه باندې ۱۸ زره دستګاوې د مرکزي احصایې له خوا او ۱۷ زره نورې د حکومت له خوا اخيستل شوي او د انتخاباتو کمېسیون ته ورکړل شوي دي، نو کمېسیون اوس د بایومټریک دستګاوو په برخه کې هېڅ ستونزه نه لري.
تر دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي وو چې حکومت د دغو دستګاوو په برابرولو او د انتخاباتي موادو د انتقال په برخه کې همکاري نه ده کړې.
ښاغلی سادات وایي، ستونزې ېې تر ډېره هوارې کړي او له ژمنې سره سم به پر ټاکلي وخت ولسمشریز انتخابات ترسره شي.
د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د میزان یا تلې ۶مه نېټه ټاکل شوې ده.
د ولسمشر اشرف غني په ګډون اتلسو کسانو دغو انتخاباتو ته ځانونه کاندید کړي دي.
اروپايي اتحادیه وايي راروانې ټاکنې د ارزښتونو د دفاع معنی لري
په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې مأموریت ویلي چې د جمهوري ریاست راروانې ټاکنې د ارزښتونو د دفاع معنی لري.
په افغانستان کې د سپټمبر په ۲۸مه [د میزان شپږمه] د جمهوري ریاست انتخابات کېږي.
د اروپايي اتحادیې پر ټویټر پاڼه په یوه پیغام کې لیکل شوي چې افغانان به د ټاکنو له لارې له ډموکراسۍ د ملاتړ څرګندولو موقع ولري او د خپل هېواد د سیاسي رهبرۍ مشروعیت به ټینګ کړي.
په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې مأموریت نن، د اګسټ په ۱۵مه، پر ټویټر لیکلي چې ټول ښکېل اړخونه دې ته منتظر دي چې په دوحه کې د امریکا او د وسلهوالو طالبانو د سیاسي استازو ترمنځ د خبرو پایله څه کېږي او دوی د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مشرې، فدریکا موګرېني د مارچ د ۲۶مې نېټې پر بیان ولاړ دي.
فدریکا موګرېني ویلي و چې "راځئ د سولې لپاره داسې هڅه وکړو لکه هېڅ انتخابات چې نهوي او راځئ د انتخاباتو داسې ملاتړ وکړو لکه د سولې پروسه چې هېڅ نهوي."
د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره د ملي یووالي د حکومت د دواړو مشرانو په ګډون ۱۸ تنه کاندیدان دي.
نوماند رحمت الله نبیل وایي چې ټاکنیز ټیم يې انتخابات نه تحریموي
ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید رحمت الله نبیل ویلي چې ټاکنیز ټیم يې انتخابات نه تحریموي.
هغه دا خبره په خپله ټوېټرپاڼه بېګاه ناوخته لیکلې ده.
رحمت الله نبیل د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو د یوې دولس کسیزې شورا غړی هم دی چې پرون یې د ټاکنو د تحریم اعلان کړی و.
دې شورا په یوه بیان کې چې رسنیو ته یې استولی، ولسمشر اشرف غني تورن کړی چې انتخابات یې له وخت مخکې په خپله خوښه تنظیم کړي او په همدې خاطر دې شورا له خلکو غوښتي چې په انتخاباتو کې دې برخه نه اخلي.
د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندیدانو دې دولس کسیزه شورا کې حنیف اتمر، رحمت الله نبیل، لطیف پدرام او ځینې نورې څېرې شاملې دي.
انتخاباتو کمېسیون: اوس امنیت د انتخاباتو لپاره اساسي ستونزه ده
په افغانستان کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره وايي، له وسلهوالو طالبانو سره د حکومت د سولې موافقه او په انتخاباتو کې د طالبانو ګډون به د جمهوري ریاست د روانو ټاکنو له شفافیت سره مرسته وکړي.
نورستانۍ وویل، اوس امنیت د را روانو انتخاباتو لپاره اساسي ستونزه ده.
حوا علم نورستانۍ نن د جولای شپاړسمه، ازادي راډیو ته په مرکه کې وویل چې د جمهوري ریاست ټاکنې به له ټولو ستونزو سره په ټاکلي وخت، وشي.
نورستانۍ له وسلهوالو طالبانو سره د حکومت د سولې د هڅو او په انتخاباتو کې د وسلهوالو طالبانو د ګډون د امکان په اړه وویل، هغوی هم افغانان دي او افغانستان د ټولو ګډ کور دی.
نورستانۍ وویل، ښه به وي چې حکومت او وسلهوال طالبان د جمهوري ریاست تر ټاکنو مخکې د سولې موافقه وکړي.
د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه دي.
مالیې وزارت: د انتخاباتو څه باندې ۵۰ سلنه بودجه حکومت چمتو کوي
د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په سلو کې څه باندې پنځوس بودجه حکومت چمتو کوي.
د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي تېره شپه آزادي راډیو ته وویل، انتخاباتي کمېسیونونو له حکومته ۶،۹ میلیارد افغانۍ غوښتې وې چې دوی ورته چمتو کړي دي: "افغان حکومت به ۶،۹ میلیارد افغانۍ دوی ته ورکوي او پاتې د ۵۹ میلیون ډالرو معادل افغانۍ کومک به د نړیوالو همکارانو له خوا د «UNDP» له لارې کېږي چې پروسه یې تکمیله شوې او په راتلونکو یوه- دوو ورځو کې به هغه هم نهايي شي."
ښاغلی مسجدي زیاتوي چې انتخاباتي کمیسیونونو د انتخاباتو د بهیر د لګښت لپاره ټولې ۱۱،۳ میلیارد افغانۍ غوښتې دي.
د انتخاباتو او انتخاباتي شکایتونو خپلواکو کمېسیونونو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د روان کال د تلې یا میزان د میاشتې په شپږمه نېټه په پام کې دي.
د انتخاباتو د ملاتړ ګروپ: کانديدان دې له دولتي منابعو ګټه نهاخلي
د انتخاباتو د ملاتړ ګروپ د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو له ټولو کاندیدانو غوښتنه وکړه چې د انتخاباتي ګټو لپاره دې له دولتي سرچينو او مقام څخه استفاده نهکوي.
دغه ګروپ پرون پهدې اړه په یوه اعلامیه کې دا خبره کړې ده.
د انتخاباتو د ملاتړ په ګروپ کې د افغانستان مهم ملاتړي د امريکا متحده ایالات، اروپايي هېوادونه، جاپان، ناټو سازمان او ملګري ملتونه دي.
دغه ګروپ ټینګار کړی چې د بریالیو انتخاباتو لپاره مهمه ده چې د انتخاباتو د کمېسیون چارواکو ته اړینه خپلواکي ومنل شي او په چارو کې یې مداخله ونهشي.
د انتخاباتو د ملاتړ ګروپ د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چمتووالى، له هغې ډلې د تقويتي نوملیکنې پروسه ستایلې ده.
ولسمشر اشرف غني چې خپله هم د ولسمشرۍ ټاکنو کاندید دی مخکې ټینګار کړی چې د تلې يا ميزان پر شپږمه به ولسمشرۍ ټاکنې په شفافیت او پر ټاکلي وخت ترسره شي.
د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترڅنګ ١٦نور کسان د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره کاندیدان دي چې عالي رتبه دولتي چارواکي د ځينو هغو ملاتړ کوي.
د نړېوالې شورا درجه بندۍ کې راشد خان له ۳م نه اتم مقام ته ښکته شو
د کرکټ د نړېوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې راشد خان له درېیم نه اتم مقام ته ښکته شوی دی.
وړاندې د افغان لوبډلې سلو توپ اچوونکی راشد خان د یو ورځينو لوبو په درجه بندۍ کې درېیم مقام درلود، خو د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام په سیالیو کې ترې دا مقام د اسټرالیا کومېنس ونیو.
د هند تېز توپ اچونکی بومرا بیا په دې درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی.
خو بل افغان لوبغاړي مجیب الرحمن بیا پهدې درجه بندۍ کې شپږم ځای خپل کړی دی.
راشد خان د ۲۰۱۹ میلادی کال نړیوال جام په سیالیو کې څومره چې ترې تمه کېده، ښه ونه شو لوبېدای ان له انګلنډ سره په لوبه کې پرې نړیوال ریکارډ هم جوړ شو.
په دغې لوبه کې دده په نهو اورونو کې له ۱۱۰ ډېرې منډې وشوې.
په ټوله کې دغه افغان لوبغاړي د نړیوال جام په نهو سیالیو کې اووه مقابل لوبغاړي اوټ کړل او ۴۱۶ منډې پرې وشوې.
همداشان د الراونډرانو په نړیواله درجه بندۍ کې بل افغان لوبغاړی محمد نبي هم له دوهم مقامه درېیم ته ښکته شوی دی.
پهدې درجه بندۍ کې د محمد نبي ځای د انګلنډ بېنسټوک نیولی دی.
د بنګله دېش شکېب الحسن بیا د الراونډرانو په درجه بندۍ کې خپل لومړی مقام ساتلی دی.