د ازادي راډیو اونیز د اساسي او بشري حقونو په پروګرام کې په کډوالۍ کې د کډوالو په حقونو باندې خبرې شوې دي، په پیل کې به واورئ چې کډوال په بهر هیوادونوکې کوم حقوق لري؟ په خپل کډوال شوي کس ته د کومو خبرو په پام کې نیول اړین دي ؟ دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي
د ازادي راډیو په اونیزې تاندې څانګې خپرونه کې د ځینو هغو ځوانانو په هکله خبرې شوې دي چې د واده کولو توان نلري نو ځکه خو په ډلیزو ودونوکې نوم لیکنه کوي. په ودونوکې بېځایه لګښت، ولور او د خلکو په خبره نامناسبه دودونو ځوانان له کومو ستونزو سره مخ کړې دي ؟ دا خپرونه فرشته مرسل جوړوي
د ازادي راډیوپه اونیزې نیمې نړۍ خپرونه کې د یو شمېر هغو ښځو په هکله خبرې شوې چې وایي په صحي برخه کې د زده کړې د مرکزونو له بندیدلو څخه وروسته روانی ستونزې ورته پیدا شوې دي. دا نجونې له خپل ژونده څه وایي ؟ دا پروګرام فرشته مرسل جوړوي
د زهرو کاروان په دی خپرونه کې په معتادانو کې د ريلپس یا تر درملنې وروسته د بیا معتاد کېدو په اړه بحث شوی.
د ازادي راډیو اونیز د اساسي او بشري حقونو په پروګرام کې د کور په چاروکې د میرمنو د پریکړو په حق باندې خبرې شوې دي، په پیل کې به واورئ چې ولې ځینې نارینه له کور څخه بهر او په کور دننه د کورنیو چارو د پریکړو حق یوازې خپل ګڼي ؟ دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي
د ازادي راډیو په اونیزې نیمې نړۍ خپرونه کې د یو شمېر هغو میرمنو په هکله خبرې شوې چې وایي په افغانستان کې نورو ګڼو ستونزو له دوی څخه خپلې روغتیا ته پاملرنه هم ورنه هیره کړې ده. اوس د پخوا په څیر ورزش نشي کولی، ځکه یې وزن زیات، فشار او شکر یې لوړ وي. دا پروګرام فرشته مرسل جوړوي
د ژوند رنګونو دا خپرونه ژمي کې د سبو او ترکاریو پر کرنې او پالنې او د شنو خونو پر کارونې راڅرخي. د کابل پوهنتون د باغدارۍ د څانګې دوو استادانو محمد نسیم ایوبي او رحمت ګل حسنزي، په دې اړه خپل معلومات شریک کړي او د ازادي د یو شمېر اوریدونکو پوښتنې یې هم ځواب کړي دي. د خپرونې چلونکی اجمل اند دی
دا اونۍ په دې خپرونه کې د افغانستان کرکټ په ننګه په لندن کې د یوې غونډې او د انګلستان کرکټ لوبډلمشر جاس بټلر څرګندونې اورئ. د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبډلې ځینو غړیو هم د نارینوو د کرکټ په تړاو خبرې کړې دي. په خپرونه کې ګڼ نور مطالب هم شته.
د ازادي راډیو په اونیزې نیمې نړۍ خپرونه کې د ځینو هغو کورنیو په هکله خبرې شوې دي چې له نوې را واده شوې ښځې سره تاوتریخوالی کوي، په پیل کې به واورئ چې ولې ځینې کورنۍ کله چې یوه جلۍ راودوي له هغې سره له همغې لومړی ورځې تند او تریخ چلند کوي ؟ دا پروګرام د ازادي راډیوخبریاله فرشته مرسل جوړوي
د ځوانانو لپاره د ښو ملګرو په ګټو او له نامناسبه کس سره د ملګري په بدو پایلو خبرې کوو. په پیل کې به واورئ چې ولې ځینې ځوانان دروغ وایي ؟ له غلطو کسانو سره ملګري او دوستي ځوانان له کومو ستونزو سره مخ کوي ؟ دا خپرونه د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي
نور راوښيه