دا چې معتادین ولې تر روغو خلکو ډېر ډارېږي؟ کوم ډول نشه يي مواد په هغوی کې د ډار کچه لوړه کوي؟ بې ځایه وېره د معتادینو او د هغوی د کورنیو پر ژوند کومې ناوړه اغېزې لري؟ او په روغو شویو معتادینو کې د دې وېرې د لهمنځه وړلو لارې چارې څه دي؟
په دې اړه مو له ارواپوه مطیع الله وزیري سره مرکه کړې. ښاغلی وزیري په پیل کې د ارواپوهنې له نظره په انسانانو کې د وېرې په فطري حالت معلومات راکوي، او روښانه کوي چې څنګه د نشه يي موادو کارول د دې حالت په غیر طبیعي ډول زیاتېدو لامل کېږي.
ښاغلي وزیري وویل:
"ویره د انسان د بقا یوه فطري ځانګړنه ده، خو کله چې ذهن د نشه يي موادو د اغېزو لاندې راشي، دا طبیعي ویره په بې ځایه ډار بدلېږي، چې معتاد د عادي ژوند پر مخ بیولو توان له لاسه ورکوي."
وزیري ټینګار وکړ چې د بې ځایه وېرې اغېزې نه یوازې د معتاد پر رواني او ټولنیز ژوند ناوړه اغېز لري، بلکې کورنۍ یې هم له جدي ستونزو سره مخ کوي. د روغو شویو معتادینو لپاره د ډار له منځه وړلو لپاره ښاغلي وزیري د ارواپوهنې ځانګړي پروګرامونه او د کورنۍ ملاتړ مهم وباله.