د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۸

د بې پولې ډاکترانو ټولنه: په بلخ کې لسګونه زره خلک روغتیايي خدمتونو ته په لاسرسي کې ستونزې لري

په خوارځواکۍ اخته ماشوم په یوه روغتیايي کلینیک کې (آرشیف)
په خوارځواکۍ اخته ماشوم په یوه روغتیايي کلینیک کې (آرشیف)

د بې پولې ډاکترانو سازمان (ام اس اف) وایي د افغانستان شمال بلخ ولایت کې لسګونه زره کسان روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي.

د بلخ مرکز مزار شریف ته نژدې، د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکې ۱۶ کلنه معصومه محمدي د خپلې ۹ میاشتنۍ لور د بد روغتیایي وضعیت او روغتون او درملو ته د نه لاسرسي په اړه شکایت کوي.

هغې ازادي راډیو ته وویل چې د دې لور، اوښی او د کورنۍ نور غړي سخت ناروغان دي خو روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري. معصومه وايي "لور مې سخته ناروغه ده، دلته ډاکتر هم نشته چې وریې ولم، اوښی مې هم ډېر شدید ناروغ دی، لور مې یخ وهلې او سینه‌وبغل ده، شیدې هم نه شي خوړلی، ډېره بې حاله پرته ده، حیرانه پاتې یم چې څه وکړم."

نوموړې زیاتوي چې مخکې په ایران کې وه خو د روان میلادي کال په پیل کې له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته ستنه کړل شوې.

د مزار شریف په شاوخوا سیمو کې روغتیايي خدمتونه د بودجې د کمښت له امله درېدلي یا ځنډول شوي دي.

د بلخ ولایت د چارکنت ولسوالۍ اوسېدونکې نجلا سلطاني هم د ورته وضعیت له امله شکایت کوي.

مېرمن سلطاني چې د ولسوالۍ په یو سیمه ایز کلینیک کې قابله هم ده، د خلکو د روغتیایي ستونزو ترڅنګ یې ازادي راډیو ته زیاته کړه چې پر کلینیک یې دې وروستیو کې د ناروغانو سخته ګڼه ګوڼه ده، خو په خبره یې ان ناروغانو ته په کافي اندازه عادي درمل هم نه لري.

مېرمن سلطاني وايي "د وروستیو شپږو میاشتو راهیسې موږ ته هېڅ ډول درمل نه راځي، یوازې درې میاشتو لپاره یې ۶۰ کڅوړې سیروم راوړي، حیرانه یو چې دا چا ته ژر ورسوو، اوس چې ساړه دي ناروغان زښته زیات دي، خلک هم چې راشي شور کوي ځکه درمل کم دي، که د چا اقتصاد ښه وي، خو شخصي درملتون څخه به درمل واخلي، خو که نه وي مجبوره دي چې همدې کلینیکونو ته راشي، خو موږ ورته دلته اسانتیاوې نه لرو، موږ ان یو امبولانس هم نه لرو چې ناروغ ته یې واستوو، دا چې ترانسپورټ نشته، ډېری ښځې کور کې ولادت کوي چې مور او ماشوم یې له اختلال او خطر سره مخ کېږي."

د افغانستان شمال بلخ ولایت دا اوسېدونکي داسې مهال دا شکایتونه کوي چې د بې پولې ډاکترانو سازمان (ام اس اف) هم تازه په دې ولایت کې د روغتیایي سیسټم اړوند اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې میلیونه اوسېدونکي یې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي.

«ام اس اف» د پنجشنبې په ورځ «د ډسمبر په ۴مه» پر خپله وېب پاڼه خپور کړي راپور کې ویلي چې د بلخ ولایت په ځانګړي ډول د لیرې پرتو سیمو زرګونه اوسېدونکي او نوي زېږېدلي ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو له امله ان د مړینې له خطر سره مخ دي.

د میدان وردګو ولایت دایمیرداد ولسوالي روغتیايي کلینیک (آرشیف)
د میدان وردګو ولایت دایمیرداد ولسوالي روغتیايي کلینیک (آرشیف)

دې سازمان ویلي چې پر روغتونونو ګڼه ګوڼه، د روغتیایي کارکوونکو کموالي او روغتیایي خدمتونو او اسانتیاوو ته نه لاسرسي د بلخ ولایت مرکز مزار شریف شاوخوا ولسوالیو د اوسېدونکو لپاره وضعیت لاترینګلی کړی، دوی په مرګونو ناروغیو اخته دي او دا هغه سیمې دي چې روغتیايي خدمتونه په کې د بودجې د کمښت له امله درېدلي او یا هم ځنډول شوي دي.

راپور کې راغلي، کورنۍ اړې دي چې په خرابو شویو سړکونو کې د اوږد واټن سفر وکړي، ډیری وختونه د هغو فیسونو (پیسو) پر ورکړې مجبورېږي چې دوی یې توان نه لري، په داسې حال کې چې په ټکو یې، جدي ناروغ ماشومان، د زېږون پر مهال مېرمنې او د اوږدمهاله ناروغیو لرونکي ناروغان د بېړنۍ پاملرنې ترلاسه کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

دا هغه څه دي چې د بلخ ولایت ځینو اوسېدونکو مېرمنو یې هم یادونه وکړه.

خلک شکایت کوي چې د روغتیایي کلینیکونو د کموالي له کبله د دوی ماشومان د تلف کېدو په حال کې دي.

د بې پولې ډاکترانو سازمان په خپل راپور کې په دې اړه هم اندېښنه ښودلې چې د ناروغانو د راجع کولو سیسټمونو کې نیمګړتیا، ناکافي زېرمې او د روزل شويو روغتیایي کارکوونکو کمښت دا ناورین نور هم پېچلی کوي چې د مخنیوي وړ ناروغیو لکه سینه و بغل، نس ناستي او خوارځواکۍ له امله د ماشومانو د مړینې د کچې لوړېدو لامل کېږي.

دې سازمان د دې ټولو ستونزو د حل لپاره د بېړنۍ پانګونې او مالي ملاتړ غوښتنه کړې تر څو په ټکو یې، د نورو د ژوند د ضایع کېدو مخه ونیسي.

هڅه مو وکړه د دې سازمان او راپور کې د مرکه شویو کسانو روغتیایي ته د شکایتونو په اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت نظر ولرو، خو ویاند یې شرافت زمان د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونېسف) د «ډسمبر په ۲مه» په یوه راپور کې د افغانستان د ختیځ په زلزله ځپلو سیمو کې د ورته وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

په دې وروستیو کې د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون ګڼو ادارو د ژمي په راتلو او د هوا په سړېدو د هېواد په روغتیایي سکټور کې د ننګونو اړوند اندېښنې ښودلي او ټینګار یې کړی چې نړیوال دې ژر تر ژره ورته مالي ملاتړ چمتو کړي.

دغو ادارو راپور ورکړی و چې د یاد مالي ملاتړ د نشتوالي له امله په افغانستان کې سلګونه روغتیايي مرکزونو خپل فعالیتونه ځنډولي او دا به د افغانانو لپاره په ځانګړې توګه په داسې یو وخت کې چې میلیونونه کډوال بېرته افغانستان ته په ستنېدو دي، وضعیت لابدتره کړي.

XS
SM
MD
LG