د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وایي چې واشنګټن د امریکا، روسیې او اوکرایني مذاکره کوونکو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو وړاندیز کړی دی، دا یو داسې اقدام دی چې کولی شي په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د خبرو اترو یو نوی پړاو وګڼل شي.
په هرات کې د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو د سختې یخنۍ له امله د ایران او افغانستان په سرحدي سیمه کې د درې افغان کډوالو او یو شپون مړینه تایید کړې ده. د هرات د والي ویاند محمد یوسف سعیدي باختر اژانس ته ویلي په دې اړه لا هم څېړنې رواني دي او ښايي یو شمېر کسان له پولي اخوا مړه شوي وي.
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي د افغانستان د خوندي او سوکاله راتلونکې لپاره د ښځو په سیاسي ګډون ټینګار کړی دی. ریچارډ لینزي په اېکسپاڼه لیکلي تېره اونۍ بریتانوي چارواکو په اسپانیا کې د «زموږ غږ واورئ» په غونډه کې د ګډون له لارې د افغان میرمنو د ستونزو مساله راپورته کړه.
په هرات ولایت کې یو شمیر ځايي سرچینې وایي، لسګونه افغانان، چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران ته ولاړ شي، د سختې یخنۍ له امله مړه شوي دی.
د امریکا کانګرس لسګونو دیموکراتو غړو د افغانانو پر وړاندې د ولسمشر ټرمپ د وروستیو اقداماتو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري میشتېدنې پروګرام (یو ان هبیتات) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د کثافاتو د مدیریت په تړاو بې غوري د خلکو پر روغتیا ناوړه پایلې درلودلی شي.
یو شمیر افغان فرهنګیان، فلم جوړونکي او د فلمونو لوبغاړي په کابل د طالبانو حکومت له خوا د اریانا سینما ودانۍ ویجاړول د افغانستان د فرهنګي میراثونو د لمنځه وړلو په مانا ګڼي وايي، د دې هیواد یو زخم نه وي پټی شوی چې بل پرې اېښودل کېږي.
د امریکا ولسمشر تایید کړه چې غواړي څومره ژر ممکن وي، ستورمزلي سپوږمۍ ته واستوي او مریخ ته یې احتمالي ماموریتونه د اوس لپاره شاته کړي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، په پام کې لري چې تر دوو اونیو په لنډه موده کې له پاکستانه تر ۵۰۰ ډېر افغان کډوال دغه هېواد ته ولېږدوي.
کرملین وایي چې د امریکا له متحد ایالتونو سره تماسونه ټینګوي چې پوه شي چې واشنګتن له اروپایي چارواکو، همداراز اوکرایني چارواکو سره په اوکراین کې د احتمالي سولې په تړاو څه ویلي دي.
نور راوښيه