د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنرۍ د افغانانو د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دا هېواد د راستنو شویو کډوالو د منلو لپاره چمتو نه دی.
په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان پناه غوښتونکي چې متحده ایالاتو د لېږد کیسونه لري د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له تازه څرګندونو د هرکلي په ترڅ کې، وايي دا مهال په یاد هیواد کې له جدي ستونزو او ناڅرګند حالت سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، روزا اوتنبایوا، د افغانستان د وضعیت د ښهوالي لپاره د سیمهییزو هڅو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سېشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې سوریه ښایي یوازې څو اوونۍ له یوه بشپړ او په «لویهکچه» کورني جنګ سره فاصله ولري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سې شنبې په ورځ د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړو ته وویل چې امریکا ته د هغو افغانانو د انتقال په پروسه کې چې د امریکا له پوځ سره یې مرسته کړې، ځنډ د پخوانیو امنیتي ارزونو د بیا کتنې او امنیتي اندېښنو له کبله رامنځته شوی دی.
د ازادي اروپاراډیو /ازادي راډیو عمومي ریس د دې رسنۍ د فعالیتونو د دوام لپاره د اروپايي ټولنې د اضطراري مالي ملاتړ د برابرولو د ژمنې هرکلی کړی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان د اسټرالیا او بریتانیا وروستي ګامونه ستایي، خو افغان قربانیان لا هم د عدالت په تمه دي
په افغانستان کې یو شمېر نجونې چې له لوړو زده کړو پاتې دي، وايي، انلاین سوداګرۍ ته یې مخه کړې، څو هم ځان ته بوختیا ومومي او هم یوه مړۍ ډوډۍ وګټي.
په داسې حال کې چې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د جبري ستنونې لړۍ په چټکۍ سره روانه ده، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، ډېرې دغه کورنۍ د شدیدو تنفسي انتاناتو، خوارځواکۍ او د پوستکي د ناروغیو په ګډون له جدي روغتیايي ننګونو سره مخ دي او روغتیايي اسانتیاوو ته اړتیا لري.
درو لوېدیځو هیوادونو په غزې کې د حملو د دوام او د مرستو د مخنیوي په خاطر اسراییل ته د بندیزونو خبرداری ورکړ. د اسراییل صدراعظم بنامین نتانیاهو، د کاناډا، بریتانیا او فرانسې د دې ګواښ په ځواب کې ویلي د دغو هیوادونو مشران د اکتوبر د اوومې نېټې نسلوژونکي برید ته ستره جایزه ورکوي.
نور راوښيه