د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۷

زلنسکي : واشنګتن روسیې سره د مخامخ خبرو وړاندیز کړی ; دیپلوماتیکې هلې ځلې ګړندی شوي


د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وایي چې واشنګټن د امریکا، روسیې او اوکرایني مذاکره کوونکو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو وړاندیز کړی دی، دا یو داسې اقدام دی چې کولی شي په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د خبرو اترو یو نوی پړاو وګڼل شي.

زیلینسکي د دسمبر په ۲۰مه په کیف کې یوه خبري کنفرانس ته داڅرګندونې په داسې حال کې وکړي چې د کریملین لوړ پوړی مذاکره کوونکی، کیریل دیمیتریف، د خپلو امریکایي سیالانو سره د تازه غونډو لپاره فلوریډا ته خوځیدلی دی.

تر اوسه پورې، امریکایي چارواکو د خپلو روسي او اوکرایني سیالانو سره ،پرځای ددې چې په خونه کې درې واړه خواوې په یو وخت کې وي ،په جلا توګه خبرې کړي دي.

زیلنسکي وویل :

متحده ایالاتو موږ ته وویل چې دوی به د روسیې له استازو سره جلا غونډه وکړي. دوی د اوکراین - متحده ایالاتو - روسیې د فارمټ وړاندیز کړې، او ددې لپاره چې د اروپا استازي هم شتون لري، احتمال لري چې اروپا هم وي،


د متحده ایالاتو، روسیې، یا اروپایي هیوادونو لخوا د خبرو اترو په بڼه کې د بدلون په اړه سمدستي تایید نه دی ترلاسه شوی.

خو زیلینسکي دغه څرګندونې وروسته لدې وکړې چې تیره اونۍ کې هم بریدونو اوهم دیپلوماتیکو هلوځلو شدت اختیار کړ.

او دا په داسې حال کې چې په اوکراین د روسیې بشپړ برید د خپل څلورم کال پای ته نږدې کیږي.

د امریکا استازو په دې وروستیو ورځو کې اروپایي او اوکرایني چارواکو سره خبرې اترې وکړې او د اروپايي اتحادیې سرمشریزې د کیف لپاره د ۱۰۶ ملیارد ډالرو پور تصویب کړ.

بلخوا د کرملین استازی د اوکراین په اوډیسا بندري ښار باندې د مسکو له مرګوني برید وروسته د خبرو لپاره امریکا ته خوځیدلی.

کیریل دیمیتریف، چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره په خبرو اترو کې د کریملین لوړ پوړی مذاکره کوونکی دی، وویل چې د دسمبر په ۲۰مه د خپلو امریکایي سیالانو سره د تازه غونډو لپاره فلوریډا ته سفرکوي.

دیمیتریف دغه څرګندونې په اودیسا باندې له برید څو ساعته وروسته وکړې چې د اوکراین د سیمه ایزې پوځي ادارې د مشر اولیګ کیپر په وینا، په کې اووه کسان ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول.

بلخوا ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپلې پخوانۍ غوښتنې تکرار کړې او په څلور نیم ساعته خبري کنفرانس کې یې د جګړې په ډګر کې د پرمختګ په اړه جنجالمنې ادعاوې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دسمبر په ۱۹مه وویل چې هغه ممکن د فلوریډا په خبرو اترو کې ګډون وکړي، او زیاته یې کړه چې واشنګټن به دواړه خواوې مجبورې نه کړي چې توافق ومني.

روبیو وویل :

موږ نشو کولی اوکراین مجبور کړو چې موافقه وکړي. موږ نشو کولی روسیه مجبوره کړو چې موافقه وکړي. دوی باید موافقه وغواړي.

"

سره لدې چې د بحث لاندې پلانونو جزئیات لا تر اوسه روښانه نه دي، اما ویل کیږي چې اوکراین ته وړاندیز شوی چې د امنیتي ضمانتونو د ترلاسه کولو په بدل کې له خپلو ځینو ځمکو لاس واخلي.

کیریل دیمتریف، په ټولنیزو رسنیو کې په انګلیسي ژبه ولیکل: "میامي ته په لاره."

دیمترییف، چې د ۲۰۲۲ کال د فبروري راهیسې د روسیې د دولتي شتمنۍ فنډ د مشر په توګه د متحدو ایالاتو تر بندیزونو لاندې دی، ادعا وکړه چې "جګړه ماران" هڅه کوي چې د واشنګټن د سولې هڅې کمزورې کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې روسیې تیره شپه په اوډیسا او د هغې په شاوخوا سیمو راکټونه وویشتل. د اوکراین بیړنیو خدماتوادارې د یو موټر چې "د برید اصلي هدف" یې وباله عکسونه خپاره کړل.

روسي ځواکونه د دسمبر له پیل راهیسې تقریبا هره ورځ د اوډیسا په سیمه بریدونه کوي. لسګونه زره خلک ، پداسې حال کې چې هوا سړه ده او د اوبو رسولوسیستم ته زیان رسیدلی دی، له بریښنا پرته ژوند کوي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په میاشت کې په اوکراین د خپل بشپړ برید له پیل راهیسې د ملکي وګړو په نښه کول رد کړي دي، خو په مکرر ډول یې د ښوونځیو، روغتونونو، بریښنا فابریکو او استوګنې ودانیو په ګډون ملکي زیربناوې په نښه کړې دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دسمبر په ۱۹مه بیا ټینګار وکړ چې که اوکراین د روسیې غوښتنو ته غاړه کینږدي نو مسکو به د پوځي اقداماتو له لارې خپل اهداف ترلاسه کړي.

بلخوا ، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ټینګار وکړ چې د امنیت تضمینونه د سولې په خبرو اترو کې یو مهم ټکی دی.

هغه د دسمبر په اتلسمه وویل :

که روسیه بیا یرغل وکړي نو متحده ایالات به څه وکړي؟ دا امنیتي تضمینونه به څنګه عمل وکړي؟ څنګه به موثر تمام شي؟


په عین حال کې، اوکراین د دسمبر په ۱۹مه اعلان وکړ چې د لیبیا ساحل ته نږدې یې د روسیې د تیلو ټانکر په نښه کړی، چې دا په مدیترانه کې لومړی دا ډول برید دی.

وروسته د دسمبر په ۲۰مه، اوکراین ادعا وکړه چې په کسپین سمندر کې یې هم د روسیې د تیلو ټانکر په نښه کړی دی - هغه سیمه چې دوی مخکې ویلي وو چې هلته یې برید کړی دی.

خو د دسمبر د ۱۹-۲۰ بریدونه د خپلواکه سرچینو لخوا نه دي تایید شوي.

خو دغه ادعا شوي بریدونه په تور سمندر کې د تیلو په ټانکرونو له دوو بریدونو وروسته شوي.

د اوکراین د سمندري استخباراتو ادارې په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي، "موږ د تیلو ټانکرونو په وړاندې د یوې نوې جګړې د پیل شاهدان یو. د ۱۹۸۰ لسیزې د ایران او عراق د جګړې په څیر، سوداګریزې کښتۍ اوس په اقتصادي وسلو بدلې شوې دي."

XS
SM
MD
LG