د اسیا لپاره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دفتر په افغانستان کې د میندو د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
پر زده کړو د طالبانو محدودیتونه به په افغانستان کې د ښځو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړيله زده کړو راګرځول شوې محصله
دغه دفتر د جمعې په ورځ د (جولای په دریمه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" پر زده کړو بندیز روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی لا محدود کړی او د منیدو او ماشومانو ژوند يې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی".
په عین حال کې له زده کړو راګرځول شوي نجونې وايي،" پر زده کړو د طالبانو محدودیتونه به په افغانستان کې د ښځو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړي".
له زده کړو پاتې یوې محصلې ازادي راډیو سره خبرو کې وویل،" که چیرته د زده کړو اجازه راکړل شي د روغتیا په برخه کې د پام وړ پرمختګ کولی شم".
هغه چې د امنیتي ستونزو له کبله د نوم له ښودلو ډډه کوي وايي، " ما په طب کې درس ویلو چې طالبانو د پوهنتونونو د تړل کیدو فرمان ورکړ، دې کار زموږ لیوالیتا له منځه یوړه، موږ هره ورځ د دغې پریکړې د بدلیدو په تمه یو".
د هغې په ټکو،"د ښځینه ډاکټرانو نشتون او د روغتیايي انسټیټیوټونو تړلي پاتې کیدل به د افغان ښځو او نجونو د راتلونکي لپاره په لوی ناورین بدل شي".
که چیرته د زده کړو اجازه راکړل شي د روغتیا په برخه کې د پام وړ پرمختګ کولی شمله زده کړو راګرځول شوې محصله
کوکب د طب پوهنځي د اتم سمسټر زده کوونکې وه چې پوهنتونونه وتړل شول.
هغې ازادي راډیو ته وویل،" کله چې پر زده کړو بندیز وي، پر روزنه بندیز وي، د دې عواقب به زموږ راتلونکې نسلونو لپاره وي، موږ به ښځینه داکټرانې ونه ولرو، منیدې به نه پوهیږي چې د امنیدوارۍ پرمهال څه وکړي او څه ډول پر ځان پام وکړي".
له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا افغانستان د هغوو هېوادونو په ډله کې شامل کړی و چې د منیدو او ماشومانو مړینه په کې لوړه کچه لري.
د دغې ادارې په ټکو،"په هرو ۱۰۰ زرو ولادتونو کې ۶۰۰ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي".
خو د طالبانو د حکومت چارواکي تل په هېواد کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت خبره ردوي.
بل پلو، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې افغانستان ښایي د روغتیا په برخه کې ۵۴۰۰ ښځینه کارکوونکې له لاسه ورکړي.
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زده کړې منع شوې، په ۲۰۲۲ کال کې د پوهنتونونو دروازې هم د هغوی پر مخ وتړل شوې، او په ۲۰۲۴ کال کې د نجونو او ښځو لپاره په طبي نیمهعالي انسټیټیوټونو کې هم زده کړې منع اعلان شوې.