د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۴

د فراه ولایت سېل ځپلي د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي


ارشیف
ارشیف

یو شمېر هغه کورنۍ چې د فراه ولایت په وروستیو سیلابونو کې یې غړي ټپیان شوي، وایي بیړنیو او لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

دوی ازادي راډیو ته وویل چې د کورونو د ویجاړېدو او د لومړنیو امکاناتو د نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

د فراه ولایت د خاک‌سفید ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې د ده د کورنۍ یو ۳۵ کلن غړی او یوه ۱۶ کلنه غړې سخت ټپیان شوي دي، چې په خبره یې د طالبانو ځواکونو له خوا هرات روغتون ته لېږدول شوي دي:

"د کور چت پر دغو دواړو راپرېوتی و، له بده مرغه د دوی ملا، پښې او لاسونه مات شوي وو، د غاړې او سر پرته د مخ هډوکي یې هم مات شوي وو. د طالبانو ځواکونه ورسېدل، هغوی یې له هغه ځایه راوایستل، ماشومان چې سطحي ټپیان وو هم راوایستل شول او لوړو او خوندي کورونو ته ولېږدول شول. (طالبانو) رسېدنه وکړه، خو بیا هم لا زیاتو مرستو ته اړتیا شته، ان‌شاءالله چې نورې مرستې هم وشي."

د دې ولایت یو شمیر اوسېدونکي دا هم وایي چې د سیلابونو له امله ځینې لارې بندې شوې دي.

یوه تن له دوی، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل:

"سیلابونه په بېلابېلو سیمو کې راغلل، په څو ځایونو کې اوبه راغلې او له غرونو هم سیلابونه راغلل. موټرونه ولاړ وو، لارې بندې شوې وې په ګلستان او پرچمن ولسوالیو کې، اوبه ډېرې وې او لارې بندې وې."

فراه ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د سه شنبې په شپه د دې ولایت د سیلابونو له امله یو کس مړ شوی، څلور نور ټپیان شوي او خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د دوی په وینا، د دې ولایت د مرکز په قرغ‌زرد او دزدک سیمو کې شاوخوا ۲۰۰ کسان ژغورل شوي او خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت هم ویلي چې «سلګونه» کسان، چې د فراه ولایت په مرکز کې د سیلابونو له امله بند پاتې وو، د هلیکوپټرو په وسیله ژغورل شوي دي.

په هغه اعلامیه کې چې دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ، د دسمبر ۳۱مه، په خپله ایکس پاڼه خپره کړې، په کې راغلي چې دا کسان د پشت‌رود، خاک‌سفید او قلعه‌کاه ولسوالیو څخه خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.

په اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې په دې پېښه کې په قلعه‌کاه ولسوالۍ کې یو کس وژل شوی او په ټوله کې خلکو ته د پام وړ مالي زیانونه اوښتي دي.

په فراه ولایت کې د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې عمومي مدیر، سمیع‌الله توکلي، ازادي راډیو ته وویل چې د بیړنیو مرستو ډلې سیمو ته استول شوې دي او د کورنیو او ملګرو ملتونو د همکارو بنسټونو په همکارۍ د سروې او مرستو د وېش بهیر روان دی:

"د ولایت د بیړنیو مرستو ډلې سیمې ته استول شوې دي، د سروې ترڅنګ مرستې هم شوې دي. کورني همکار بنسټونه او د ملګرو ملتونو سازمانونو عملي کار پیل کړی، سیمو ته تللي دي، اوس وضعیت عادي شوی، کومه جدي ستونزه نشته. دا مهال سروې روانه ده او عملاً د خوراکي، غیرخوراکي توکو او موقتي سرپناه وېش روان دی. یو څو ټپیان وو چې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای، او ایم) وایي، افغانستان هر کال له طبیعي پېښو لکه سیلابونو او زلزلو سره مخ کېږي او د اقلیمي بدلونونو له امله د دغو پېښو شدت او اغېزې زیاتې شوې دي.

دغه سازمان د سه شنبې په ورځ، د دسمبر ۳۰مه، په ایکس خپله ایکس پاڼه په یو پیغام کې خبرداری ورکړی چې د طبیعي پېښو د زیاتېدو او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو له امله، په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیا لا هم لوړه پاتې ده.

د مخکي خپرو شویو شمېرو له مخې، د نومبر په ۳مه د افغانستان په شمال کې په یوه مرګوني زلزله کې ۲۶ کسان وژل شوي، ۱۱۷۲ تنه ټپیان شوي او ۳۰۲۷ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

همدارنګه تر دې وړاندې، د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۳۱مه یوې زلزله د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه ولړزول، چې له امله یې نږدې دوه زره کسان ووژل شول، شاوخوا څلور زره تنه ټپیان شول، له اته زرو څخه ډېر کورونه ویجاړ او زرګونه کورنۍ بې‌سرپناه شوې.

XS
SM
MD
LG