د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي ویلي، په اسلام کې انسان غلام دی او فردي ازادي یوازې د شریعت په چوکاټ کې معنی لري.
د ترکیې انادولو اژانس د راپور له مخې د دغه هېواد امنیتي ادارو د یکشنبې په ورځ د اوزګور التون په نوم د داعش د دغه غړي د نیولو اعلان وکړ.
نن د جون لومړۍ د پلار او مور یا والدینو نړیواله ورځ ده، دا ورځ د غبرګولي له یولسمې سره هم برابره ده چې افغانستان کې د ماشوم د ورځې په توګه هم نمانځل کېږي.
د ترکمنستان ولسمشر وايي چې له طالبانو سره د نړیوالو خبرو اترو د رامنځته کولو لپاره د عملي هڅو دوام مهم دی. د ترکمنستاني رسنیو د راپورونو له مخې، سردار بردي محمدوف د مرکزي آسیا ایټالیا په لومړۍ سرمشریزه کې وویل چې د سیمه ییز امنیت په مسله کې باید د افغانستان وضعیت له پامه ونه غورځول شي.
نن د می ۳۱مه، د تمباکو د نه کارولو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. یو شمېر افغان ځوانان چې له یوې مودې وروسته یې د تمباکو استعمال پرې ایښی، وایي دې کار یې روغتیا ښه کړې او نور هم هڅوي چې د تمباکو استعمال پرېږدي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، له پاکستان سره ډیپلوماټیکي اړیکې د سفیرانو کچې ته لوړوي.
په تېرو دوو میاشتو کې، له ايران او پاکستان څخه شاوخوا ۵ لکه افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بشري وضعیت په ترینګلتیا تورن کړی او ویلي یې دي، چې دوی د خلکو پر ازادیو محدودیتونه لا زیات کړي او ټولنه یې د روڼ اندو او منتقدینو په زندان بدله کړې ده.
نور راوښيه