په افغانستان کې تیرو څلور نیمو لسیزو زیاتو جګړو په میلیونونه کسان وژلي او ټپیان کړي دي. په دې ټپیانو کې داسې کسان هم شامل دي چې دنیا ورته د تل لپاره تیاره شوې او یا هم خاموشه شوې ده. دوی هر یو ځانته خپلې کیسې لري، د غورځېدو او بیرته راولاړېدو هم.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) وایي، له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د بیرته ستنیدو څپې د افغانستان پر محدودو منابعو فشار راوستی دی.
د «ایمرجنسي» په نوم نړیوال بنسټ وایي، په افغانستان کې هغه ناروغۍ چې اخیستونکې نه دي په زیاتیدو دي. «ایمرجنسي» په خپل تازه خپور کړي راپور کې اندېښنه ښودلې چې ډېری افغانان لا هم د لسیزو جګړو له ویجاړ شوي روغتیایي سیستم سره مخ او له بېړنیو، عملیاتي او جدي روغتیایي خدمتونو بې برخې دي.
په داسې حال کې چې طالبانو د خپل مشر د فرمان بر بنسټ په افغانستان د کوکنارو په کرکیله بندیز لګولی او په ډیری ولایتونو کې یې کروندګر ترې راګرځولي دي، خو یو شمیر بزګران وايي، وچکالي ده، بدیل کښت نه لري او که وضعیت همداسې دوام وکړي ممکن بیا د کوکنارو کر ته مخه کړي.
محکمه ګمارل شوې ده چې د ولسمشر پوتین په شمول د روسیې ټول هغه سیاسی او پوځي مشران چې پر اوکراین یرغل کې یې برخه اخیستې محاکمه کړې. زیلنسکی د متحدو ایالاتو ولسمشر ترمپ سره خپله غونډه "اوږده او مهمه" وبلله.
د ایران په پلازمینه تهران کې میشت یو شمېر افغان کډوال وایي، په وروستیو ورځو کې د بې اسناده کډوالو نیول او ستنول ډېر زیات شوي دي. دوی ازادي رادیو سره په خبرو کې وویل چې دې وضعیت سخت اندېښنمن کړې دي. هرات کې طالب چارواکي وایی هره ورځ زرګونه کسان افغانستان ته راځي.
د ناټو مشرانو موافقه وکړه چې دفاعي لګښتونه زیات کړي، خو نن په هاګ کې د ناټو د دوه دیرش غړیو هیوادو مشرانو په ځینو برخو کې له یوه بل سره مخالفت څرګند کړ.
نور راوښيه