د طالبانو دحکومت عدلیه وزارت په جزايي اصولنامه باندې له انتقادونو وروسته وايي په اسلامي قوانینو باندې اعتراض ، په شریعت اعتراض دی او قانوني تعقیب به ولري. دغه وزارت د چهارشنبې ورځې اعلامیه کې وویل چې د حکومت په تقنینی اسنادو کې هیڅ ماده ، فقره ، جزء، بند او حکم نشته چې اسلامي شریعت سره مطابقت ونلري.
په ایران کې د وروستیو مظاهرو پرمهال چې د ایراني ځواکونو له پراخې ځپنې سره مل وې یو شمېر افغان کډوال هم وژل شوي دي.
په افغانستان کې له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق «یونیسف» وایي، د نجونو په زده کړو د محدودیت تر څنګ په ښوونځیو کې نن سبا هلکان هغومره نه جذبیږي لکه مخکې.
د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې نن ورښتونه روان دي او سباته هم د ورښتونو اټکل شوی دی. په دې ترڅ کې د ماشومانو د ژغورنې سازمان " سیف د چلډرن" خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ختیځ کې د پنځه میاشتې مخکې زلزلې له امله د اغیزمنو شویو کورنیو او ماشومان ژوند د سختې یخنې او اورښتونو له امله له خطر سره مخ دی.
د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي د وروستیو واورو او لارو بندیدو له امله یې ځینې نېږدې خپلوان مړه شوي دي. دوی وايي، واورو یې کورونه زیانمن کړي او د اقتصادي ستونزو او امکاناتو د نه شتون او سختې یخنۍ له امله ناروغان شوي دي.
نور راوښيه