د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۹

په افغانستان کې سلمانان شکایت کوي چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې کاروبار پیکه شوی دی

د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د سلماني دوکان
د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د سلماني دوکان

په افغانستان کې یو شمېر سلمانان وایي، د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له‌خوا د هلکانو د ږیرو او ویښتانو د جوړولو پر څرنګوالي د محدودیتونو له زیاتېدو وروسته، د دوی کار هم ډېر کم‌ شوی دی.

دوی وایي، ځني میاشتې ان د خپلو دوکانونو د کرایې ورکولو توان هم نه لري، او یو شمېر نور ادعا کوي چې د مشتریانو د ږیرو یا ویښتانو د جوړولو له امله د طالبانو د حکومت له‌خوا نیول شوي دي.

د کابل ښار یو سلمان، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل، که څه هم له پخوا راهیسې د طالبانو له خوا دوی ته سپارښتنه شوې وه چې د مشتریانو ږیرې او ویښتان «په غربي سټایل» مه جوړوئ، خو په خبره یې دې وروستیو کې پر سلمانانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت څارنه زیاته شوې ده.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پر هلکانو د ږیرو او ویښتانو د جوړولو محدودیتونه زیات کړي دي.

دی زیاتوي چې دې وضعیت د دوی پر کار جدي منفي اغېز کړی دی"کار د پخوا په شان نه دی. مخکې خلک په شوق د ږیرې او ویښتانو د جوړولو لپاره راتلل، خو اوس چې سخت‌ګیري شوې ده، نه راځي. مخکې به په میاشت کې یو یا دوه ځله راتلل، خو اوس د وېرې له امله نه راځي. موږ ته ویل شوي چې غربي سټایل مه جوړوئ، ږیره مه اصلاح کوئ، مه یې خرېیئ. که ونیول شوئ، سزا به درکړو."

د کابل ښار په شاه‌شهید سیمه کې هم یو سلمان، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي په یو پیغام کې ازادي راډیو ته ادعاد وکړه، چې تېره اونۍ د یوه هلک د ږیرې جوړولو له امله د طالبانو حکومت له‌خوا ونیول شو، یوه شپه او ورځ ورسره و او په دې موده کې یې دوکان هم ورته مهر و لاک کړی و.

هغه دا هم لیکلي، چې د همدې فشارونو له امله یې پرېکړه کړې چې خپل دوکان وتړي.

په ورته وخت کې، هرات ولایت کې یو سلمان، چې ده هم نه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، وایي د پخوا په پرتله یې کار په څرګند ډول کم شوی او ډېری مشتریان د طالبانو د چلند له وېرې سلمانانو ته لږ مراجعه کوي.

دی وايي"کار طبعاً د پخوا په شان نه دی، کم شوی دی. یو لامل یې د دولت قیودات دي او بل خلک پخپله هم نه غواړي لکه پخوا سټایل ووهي. لکه په دولتي ادارو کې یې چې کار کاوه او بېلابېل سټایلونه یې وهل، اوس دوی ږیرې پرېښې دي."

په ورته وخت کې یو شمېر افغان ځوانان وایي، د دغو محدودیتونو په زیاتېدو سره نور نه شي کولای خپلې ږیرې او ویښتان د خپلې خوښې او شخصي سلیقې سره سم جوړ کړي.

ځوانان وایي، د محدودیتونو له کبله نه شي کولای خپلې ږیرې او ویښتان له خپلې خوښې او سلیقې سره سم جوړ کړي.

د دغو ځوانانو له ډلې د کابل د کارته‌نو سیمې یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل"له یوې میاشتې څخه زیات وخت کېږي چې د دوی د سیمې پر سلمانانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت څارنه زیاته شوې ده. نژدې یوه نیمه میاشت کېږي چې امر بالمعروف زموږ په سیمه کې سلماني په سلماني ګرځي. خلک نه پرېږدي چې په ږیره کې کرښه وباسي یا ویښتان چسپ کړي. مثلاً مخکې به مو د سر دواړه غاړې چسپولې، اوس نه پرېږدي. اوس مو له مجبورۍ ویښتان او ږیرې پرېښې دي، تنګ یو. ان په کور کې یې هم نه شوو جوړولای."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ویاند سیف‌الاسلام خیبر نظر واخلو، خود راپور تر خپرېدو یې، زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت د روان لمریز کال د اسد په ۳۱ مه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په څلورو فصلونو او ۳۵ مادو کې، د خپل مشر ملا هبت‌الله اخندزاده تر تایید وروسته خپور کړ.

د دې قانون پر بنسټ، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مامورین صلاحیت لري چې د ږیرې د خریلو، له شریعت څخه د طالبانو له تفسیر سره په ټکر کې د ویښتانو د لنډولو او ورته نورو مواردو مخه ونیسي.

دا قانون دغه شان دې مامورینو ته اجازه ورکوي چې سرغړونکي ونیسي او محکمې ته یې معرفي کړي.

د دې قانون توشیح او تطبیق له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی او د بشري حقونو بنسټونو بیا بیا د فردي ازادیو او د خلکو د معیشت پر وړاندې د دې قانون د پایلو په اړه خبرداری ورکړی، خو د طالبانو حکومت ورته پاملرنه نه ده کړې او هره ورځ دا قانون لا سخت او جدي تطبیقوي.

XS
SM
MD
LG