د ملګرو ملتونو امنیت شورا روانه میاشت د هغې مسودې پرېکړه لیک ته رایه ورکوي چې د افغانستان د تحریمونو کمیټې ۱۹۸۸ له تحریمونو سره مرسته کونکي د تحلیل او څارني ملاتړي تيم د ماموریت موده غځوي.
یو شمېر عام افغانان شکایت کوي چې په هېواد کې دننه په بېلابېلو برخو کې له فساد سره مخ دي. دوی ټینګار کوي چې له وېرې په دې اړه غږ نه شي اوچتولای. له فساد سره د مبارزې او روڼتیا د چارو ځیني پوهان وایي تر هغه چې د درېیمګړو څارونکو بنسټونو فعالیت ته اجازه ورنه کړل شي، له ټولنې د فساد کمښت شونی نه دی .
دطالبانو حکومت په هیواد کې دمخدرو مواد څخه د اوچتې استفادې او طبي خدماتو ته د معتادانو د محدودې لاسرسي په اړه د ملګرو ملتونو وروستی رپوټ رد کړ. د مخدرو موادو او جرایمو په وړاندې دملګرو ملتونو دمبارزې دفتر UNODC د مخدرو موادوڅخه د استفادې دعواملو په وړاندې په عملي اقداماتو ټینګار کوي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یو اېن اېچ سی ار) وايي په افغانستان کې د راستنو شویو ماشومانو د خوندیتوب په تړاو اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي. د دغه سازمان د راپور له مخې بې ځایه کېدل، بې وزلي، او له ګاونډیو هېوادونو نه په پراخه کچه د کډوالو ستنېدل ماشومان له جدي خطرونو سره مخ کوي.
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) وايي ، سره له دې چې په افغانستان کې د مصنوعي مخدرو موادو او د درملو د ناوړه ګټې اخیستنې کچه لوړه شوې، خو دودیز نشه یي توکي په دې هیواد کې لا هم تر ټولو زیات کارول کیږي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ له درې نیمو میاشتو د زیاتې مودې راهیسې د سوداګریزو او ترازیني لارو بندښت، د دواړو خواوو سوداګري له سختو ستونزو او سرګردانیو سره مخ کړې دي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحد ایالتونو د سرمفتش اداره( سیګار) نن د جنورۍ په ۳۱ مه خپل فعالیت پای ته ورساوه. دا اداره په دوه زره اتم کال کې د متحد ایالتونو د کانګرس له خوا د افغانستان لپاره جوړه شوې وه.
نور راوښيه