د طالبانو حکومت پیښو سره مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې اعلان کړی چې په تیر یو کال کې په ټول افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو له امله نږدې ۹۰ کسان وژل شوي او ۳۳۳ نور ټپیان شوي دي.
لډو، هغه لوبه ده چې ځانګړی فصل نه لري، خو په ژمي کې په دې دلیل چې بهرته وتل او په آزاده فضا کې بله تفریح ډېره ممکنه نه وي، نو د کورنیو او ملګرو تر منځ په کورونو او نورو سرپټو محلونو کې دا لوبه ډېره کېږي.
ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپل نوي رپوټ کې وویل افغانستان کې د داعش خراسان ډله، سره لدې چې بریدونه یې کم شوي دي ، بیاهم سېمې او له سېمی اخوا ته یوجدي ګواښ جوړوي.
د فبروري څلورمه د سرطان ناروغۍ په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې په سرطان ناروغۍ یو شمیر اخته ناروغان وایي، په شخصي روغتونونو کې په درملنه ورنه زیاتې پیسې لګېږي. ډاکټران هیلمن دي چې د سرطان د ملي روغتون په پرانیستلو سره، ښایي دې ناروغانو ته په دولتي کچه د درملنې امکانات برابر شي.
په بلوچستان ایالت کې له پراخو حملو او د ګڼ شمېر سرتېرو، وسله والو او ملکي وګړو له مرګ ژوبلې وروسته د پاکستان دفاع وزیر په تېرو دوو ورځو کې د دوهم ځل لپاره یوځل بیا تور ولګاوه چې د بلوچستان په وروستیو ناآرامیو کې د افغانستان لاس دی.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان ( امسو )وايي په تېرو دوه اونیو کې د پاکستان پولیسو په اسلام اباد کې پنځه افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي دي. اعلامیه وايي که څه هم یاد کسان له ډېرو هڅو وروسته خوشې شوي خو دغه پېښې ښيي چې پاکستان کې میشت افغان خبریالان له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
نور راوښيه