د افغانستان په ګرمسېرو ولایتونو کې په داسې حال کې د لوړو زده کړو لپاره تحصیلي کال او درسونه پیل شول چې نجونې د څلورم پرله پسې کال لپاره هم له زده کړو محرومې او په کورونو ناستې دي.
د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ «د سلواغې په ۱۲مه» پر خپله ایکس پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې اعلان کړی چې په ګرمسېرو ولایتونو کې د پوهنتونونو درسونه به د روان ۱۴۰۴ کال د «سلواغې په ۱۵مه» پیل شي او د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي په ۷مه به پای ته ورسېږي.
دغه شان دغه وزارت په خپل بیان کې ویلي چې د سړو سیمو لپاره به د پوهنتونونو نوی تحصیلي کال د را روانې کب یا حوت میاشتې په ۱۶مه پیل او د راتلونکي کال د چنګاښ یا سرطان په ۶مه پای ته ورسېږي.
خو له لوړو زده کړو یو شمېر محرومې نجونې وایي د طالبانو حکومت له خوا یې په زده کړو بندیز ژوند سخت اغیزمن کړی، له ژور خفګان سره مخ او له خپلو هیلو یې راګرځولي دي.
د کابل ښار اوسېدونکې او د طالبانو حکومت له خوا د نجونو په لوړو زده کړو تر بندیز مخکې د طب پوهنځي د دریم سمسټر محصلې فتانې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل"که دا بندیز نه وای لګېدلی نن به زه فارغه وی او د یوې ډاکترې په توګه به مې د خپلو هېوادوالو، ښځو او ماشومانو خدمت کاوه. دې بندیز زما پر روحي وضعیت، ژوند او راتلونکي ژور اغیز کړی، زموږ یې زده کړې، هیلې او کلني زیارونه ودرول. اوس چې بیا یوازې د هلکانو لپاره لوړې زده کړې پیلېږي، زه بې عدالتي او ناهیلي احساسوم. زموږ غوښتنه روښانه ده او هغه دا چې نجونو ته دې زده کړو اجازه ورکړل شي او زده کړې امتیاز نه بلکې زموږ بنسټیز حق دی."
د ګرمسیرو سیمو تعلیمي کال به د سلواغې په ۱۵مه پیل شي او د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي په ۷مه به پای ته ورسېږي.
د بامیان ولایت اوسېدونکې او له لوړو زده کړو راګرځول شوې یوې بلې نجلۍ چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، هم ازادي راډیو ته وویل، څلور کاله مخکې د کابل پوهنتون چاپېریال ساتنې څانګې ته بریالۍ شوې وه خو د لومړي سمسټر له پیل سره یې هم مهاله پر زده کړو بندیز ولګېده. دا زیاتوي چې د طالبانو د حکومت دې اقدام دا او هم ملګرې او کورنۍ یې سخت نا هیلي کړل.
د هغې په وینا کورنۍ یې په سختو اقتصادي شرایطو کې پر دې او دوو خویندو یې ښوونځی لوستی و او هیله یې درلوده چې له فارغېدو وروسته د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو په هواري کې مرسته وکړي، خو په خبره یې اوس په کور ناستې دي.
دا وايي"که مو «پوهنتونونه» نه وای تړل شوي زه سږ کال فارغېدم، زمونږ د خپلوانو او ټولګیوالو هلکانو چې یو ځای مو کانکور تېر او زده کړې پیل کړې، سږ کال څلورم کال دی او له پوهنتونه فارغېږي، خو موږ هماغه دولسم پاسې پاتې شوو، او دا ډېره درد ناکه ده. دې حالت پر ما او نورو نجونو ډېر اغیز کړی او ژور خفګان سره یې مخ کړې یو. موږ په ډېرو سختو اقتصادي شرایطو کې درس ووایه د پلار او مور هیلې مو یوازې ما او خور ته مې وې خو له بده مرغه زموږ دا ۱۲ کاله زحمت خوشې شو، موږ غوښتل له پوهنتون وروسته دندې وکړو او د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې حل کړو خو له بده مرغه ونه شول."
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت په بیان کې دا هم راغلي چې د سړو سيمو په پوهنتونونو كي د پسرلني سمستر له ازموينو وروسته د ۱۴۰۵ لمریزکال د زمري یا اسد په ۱۵مه د خزاني سمستر درسونه پيليري او د ۱۴۰۵ کال د لیندۍ یا قوس په ۵مه به پای ته ورسېږي. د بیان په ټکو د ګرمسېرو سيمو پوهنتونونو كې به درسونه د ۱۴۰۴ کال د وږي یا سنبلي په ۱۵مه پیل او د ۱۴۰۵ کال د مرغومي یا جدي په ۵مه به پای ته ورسېږي.
له لوړو زده کړو محرومې نجونې وایي چې که د طالبانو محدودیتونه نه وای. نو دوی به اوس دندې سرته رسولی.
د زده کړو د برخې ځینې فعالان هم افغانستان کې د نجونو زده کړې مهمې بولې او د طالبانو له حکومت غواړي چې ښوونځیو او پوهنتونونو کې دوی ته بېرته د زده کړو اجازه ورکړي.
د پوهنتون پخواني استاد او د لوړو زده کړو فعال رحمت الله زاهد ازادي راډیو ته وویل"د نجونو تعلیم او لوړې زده کړې هغه که دیني وي او که عصري برخه کې، د هېواد او ټولنې په پرمختګ کې پراخه او مهمه ونډه لري، نه یوازې په اقتصادي لحاظ بلکې د ناوړه دودونو له منځه وړلو او د یوې اسلامي ټولنې او کورنۍ جوړولو او په پرختګ کې ډېر رول لري. واکمن باید دوی ته بیا د زده کړو شرایط برابر کړي."
د طالبانو حکومت د ۱۴۰۱ کال کې په لیندۍ یا قوس میاشت کې پوهنتونونه د نجونو پر مخ وتړل او هغه مهال دوی اعلان وکړ چې د نجونو لوړې زده کړې تر بلې خبرتیا پورې وځنډول شوې؛ خو له نږدې څلورو کلونو وروسته، لا هم د دوی دا بندیز پر ځای دی.
د طالبانو حکومت دغه شان د ۱۴۰۳ کال کې په لیندۍ میاشت کې نجونې په طبي انسټیټیوټونو کې هم له زده کړو راوګرځولې چې په نتیجه کې یې زرګونه نجونې بې برخلیکه او د افغانستان د روغتیا په سکتور کې د ښځو برخه سخته اغیزمنه شوه.
که څه هم د طالبانو د دې بندیزونو په اړه پر افغانانو سربېره نړیوالو هم وخت په وخت غبرګونونه ښودلي او له دوی یې د خپلې پرېکړې د بیرته اخیستو غوښتنې کړې، خو طالبانو تر اوسه خپل دريځ نه دی بدل کړی او دا یې د افغانستان کورنۍ مسئله بللې ده.
دوی ویلي، د نجونو او ښځو حقونه په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي او نړیوال دې د دوی «په کورنیو چارو کې له لاسوهنو» ډډه وکړي، خو نړیوال، افغان مېرمنې، نجونې او د دوی د حقونو ملاتړي د افغان نجونو او میرمنو په وړاندې د طالبانو حکومت محدودیتونه د بشري حقونو نقض او جنسیتي توپیر ګني.