د طالبانو د حکومت چارواکو اعلان وکړ چې د بدخشان د سروزرو کانونو د امنیت لپاره زرکسیز ځواک ګماري. ددغه ځواک د ټاکنې خبره په داسې وخت کې کیږي چې تردې مخکې د ولسي خلکو او د کانونو د استخراج د شرکتونو ترمینځ د تاو تریخوالي رپوټونه خپاره شوي وو.
افغانستان د کریکټ په نړیوال شل اوریز جام کې د خپلې وروستۍ ډله ییزې لوبې په ترسره کولو له دې سیالیو سره مخه ښه وکړه.
نن د فبروري ۲۰مه د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ ده. نړۍ دا ورځ داسې مهال نمانځي، چې په افغانستان کې دننه یو شمیر افغانان وايي، ټولنیزې او اقتصادي نابرابرۍ، په ځانګړي ډول د ښځو او زیانګالو کورنیو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو.ایف.پي) وایي، لوږې او بې وزلۍ په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې کچه لوړه کړې ده. په افغانستان کې د دغه پروګرام مشر جان ایلییف ویلي، وروستیو څو میاشتو کې یې په افغانستان کې د څه باندې ۵ سوه ماشومانو د مړینې پیښې ثبت کړې دي.
د افغانستان او استرالیا لوبډلې د شل اورونو د کرکټ په نړیوال جام کې له دوهم پړاو څخه پاتې شوې. د افغانستان لوبډله چې لومړی ځل یې په دوه زره لسم کال کې دې اتلولۍ ته لاره موندلې وه، سږکال هیلمنه وه چې دوهم پړاو ته به وځي، خو بریالۍ نه شوه.
د پاکستان د عوایدو فدرالي ادارې (اف بي ار) اعلان کړی چې د چمن او کوټې په بندرونو کې بند پاتې افغان ټرانزیټي سوداګریز توکي اوس د بیا صادراتو لپاره د کراچۍ بندرونو ته لیږدول کیدای شي.
د سویډن د کډوالو وزیر ویلي چې د کډوالو د بېرته ستنولو د بهیر د چټکولو لپاره به دوی د کډوالو نړیوال سازمان (ای او ام) ته ۷۰ میلیون سویډني کرونه ورکړي.
د امریکا ولسمشر د چهارشنبې په ورځ، د سلواغې ۲۹مه، له خپلو جګپوړو سلاکارانو سره د ایران له کړکېچ سره د مقابلې په اړه خبرې وکړې.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) او شریکانو یي د ۲۰۲۶ کال لپاره افغانستان کې بشري اړتیاوو ته د غبرګون پلان (HNRP) وړاندې کړ. د پلان سره سم د ۱،۷۱ ملیارډو ډالرو په لګښت ۱۷،۵ ملیون اړمنو خلکو ته مرستې رسول کیږي.
نن د سلواغې یا دلوې ۲۹مه، په افغانستان کې د مبارکې روژې لومړۍ ورځ ده. په ډېری اسلامي هیوادونو کې هم نن د روژې میاشت پیل شوه.
نور راوښيه