هیله تر کومه وخته ژوندۍ پاتې کېدلی شي؟هغه مور چې د سره برینیڅا په نسلوژنه کې یې د خپل زوی جسد ونهموند، له دنیا لاړه.
د افغانستان طبي پوهنتونونو او انستیتوتونو کې له زده کړو راګرځول شوې نجونې محصلانې د طالبانو له حکومت څخه په ټینګار غواړي، چې د دوی پر زده کړو لګول شوي بندیزونه ختم کړي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري پر ښځو او نجونو پراخ لګول شوي محدودیتونه لا هم په خپل ځای دي، د افغانستان د خبریالانو مرکز په یو نوي راپور کې ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې په رسنیو کې د افغان ښځینه خبریالانو د حضور د لهمنځه وړلو هڅې ګړندۍ شوي دي.
د امریکا یوې فدرالي محکمې د افغان وګړو لپاره د «موقتي خونديتوب حالت» (TPS) د لغوه کېدو د ځنډ غوښتنه رد کړه.
د طالبانو د لوی مشر ملا هبتالله اخوندزاده او د طالبانو د حکومت د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني، د نیولو حکم ته د پراخو غبرګونونو په دوام، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو هم له دې پرېکړې هرکلی کړی دی.
د راپورونو له مخې په غزه کې پرون جمعه- لس تنه فلسطینیان په داسې حال کې ووژل شول چې ځیرې یا راشن ته په کتار کې ولاړ وو.
د کردستان د کارګرانو د ګوند یوشمېر وسله والو نن د یوه سیمبولیک اقدام په ترڅ کې د عراق په شمال کې خپلې وسلې وسوځولې. د دې اقدام هدف په ترکیه کې له څو لسیزو راهیسې د پیل شوې جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅه بلل شوې ده.
افغانستان یو له هغو هیوادونو دی چې نفوس په کې ورځ بلې ته مخ په زیاتېدو دی، داسې مهال چې پراخې بې وزلۍ او بې کارۍ سره هم مخ دی.
د جرمني د بهرنیو استخباراتو پخواني رئیس، اګسټ هانینګ، پرون پنجشنبه په برلین کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي او له جرمني څخه افغانستان ته د افغانانو د بېرته ستنولو پر موضوع یې ورسره خبرې کړې دي.
طالبانو حکومت له ایران غوښتي چې د افغان کډوالو په ایستلو کې دې له " له تدريج او زغم" کار واخلي.
روسیې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله د دویمې پرلهپسې شپې لپاره د اوکراین پر ښارونو بریدونه وکړل، چې په کې په پلازمېنه کېیف کې لږ تر لږه دوه تنه ووژل شول او ملکي سیمو ته زیان واوښت. دې بریدونو نږدې لس ساعته دوام وکړ.
د روغتیا نړیوال سازمان «ډبیلو اچ او» له ایران او پاکستانه افغانستان ته په ستنو شویو کډوالو کې د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
نور راوښيه