د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ کب ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۵

روژه، د خلکو بېوزلي او په دې میاشت کې له اړو خلکو سره د مرستې اړتیا

د پلازمېنې کابل یوه څنډه د روژې په مبارکه میاشت کې
د پلازمېنې کابل یوه څنډه د روژې په مبارکه میاشت کې

نن د سلواغې یا دلوې ۲۹مه، په افغانستان کې د مبارکې روژې لومړۍ ورځ ده. په ډېری اسلامي هیوادونو کې هم نن د روژې میاشت پیل شوه.

د کابل ښار اوسېدونکې عاطفې ازادي راډيو ته وویل"معمولاً د روژې په ورځو کې بیلابیل خواړه تیاروو، لکه اشک، بولاني، منتو او نور د خوښې خواړه او تر ډېره خپله ورځ د روژه ماتي لپاره په چمتوالي تیروو."

خو په افغانستان کې د روژې نمانځنه او ورته تیاری د ټولو لپاره یو شان نه دی.

ډیری کورنۍ وايي ان د لومړنیو خوراکي توکو د برابرولو توان نه لري.

د څلور ماشومانو سرپرسته ګلدسته وايي سختې بې وزلۍ په مخه کړې ده. دا وايي"نن د روژې لومړۍ ورځ ده، په خدای قسم زما په کور کې اوړه نشته، زه ډېره خفه یم."

نوموړې وویل بېکارۍ او د عاید نه شتون یې ژوند تر پخوا لا ډېر سخت کړی او تر ټولو لویه اندېښنه یې د روژه ماتي پر مهال د خپلو ماشومانو هیله منو سترګو ته وي.

د روژې په میاشت کې مو تر ټولو لویه اندېښنه د روژه ماتي پر مهال د خپلو ماشومانو هیله منو سترګو ته وي.

د پروان ولایت یوې اوسېدونکې هم دې ته ورته شکایت وکړ. دې مېرمنې چې د نوم نه ښودلو په شرط له ازادۍ راډيو سره خبرې کولې وویل"روژه په خوله د ډېرې کمزورۍ له وجې له صندلۍ څخه لاندې ولویدم. معده مې ډېر درد کوي، ځکه یوازې ډوډۍ او چای نه څه جوړیږي؟ په پېشلمي کې باید ملايي او مربا ولرې، خلک هر څه لري، وریجې خوري نورښه ښه خواړه خوري. سخت مې زړه کېده چې کاش وریجې مو درلودای چې خوړلې مو وای."

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال د دسمبر په ۳۰ مه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا په خپل راپور کې ویلي و، چې په ۲۰۲۶ کال کې به نږدې ۲۲ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش نژدې پنځه ورځې مخکې د روژې د پیل په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي و، چې په افغانستان، یمن، غزه، سوډان او نورو سیمو کې ډېر خلک له جګړې، لوږې، بې‌ځایه کېدو او تبعیض سره مخ دي، او نړیواله ټولنه باید د مرستو رسولو، او اړمنو ته د هیلو ورکولو، دغه شان د هر انسان د حقونو او کرامت د ساتنې لپاره هڅه وکړي.

یو شمېر افغانان هم وايي روژه د همدردۍ او له اړمنو سره د مرستې میاشت ده.

د تخار ولایت اوسېدونکې مهرانګیز آزادي راډيو ته وویل"روژه د بښنې میاشت ده. د ګناهونو د پرېښودو او مغفرت میاشت ده، داسې میاشت ده چې باید یو بل ته لاس ورکړو او له اړمنو سره مرسته وکړو ځکه د ټولو خلکو اقتصادي وضعیت یو شان نه دی."

له ستونزو سره سره، د روژې په مبارکه میاشت کې له پیاوړي ایمان سره خپلو عبادتونو او روژې ته دوام ورکوو.

د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ یوه اوسېدونکي علي حیدر په لیرې پرتو سیمو کې د خلکو د اقتصادي ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل"له بده مرغه اقتصادي ستونزې ډېرې دي، په ځانګړي ډول د کلیو او لرې پرتو سیمو خلکو ته؛ ځکه ډېرې کورنۍ بې‌وزله دي. خو له دې ټولو ستونزو سره سره، په دې مبارکه میاشت کې له پیاوړي ایمان سره خپلو عبادتونو او روژې ته دوام ورکوو."

له دې وضعیت سره سره، ځینو مرستندویو ادارو ژمنه کړې چې په دې میاشت کې به خپلې مرستې زیاتې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام استازي ستیفن رودریکس سه شنبه د سلواغې یا دلوې په ۲۸ مه په خپله اېکس پاڼه په یو ویډیو بیان کې ویلي روژه د شفقت، یو والي او په ځانګړي ډول په سختو حالاتو کې د یو بل د ملاتړ اهمیت را په ګوته کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې دوی به په دې میاشت کې هم د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ وي.

تر دې مخکې یو شمېر دیني عالمانو هم تل په دې میاشت کې د یووالي، صبر او له بې‌وزلو سره د مرستې پر اهمیت ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي چې له ستونزو سره سره د همدردۍ او همکارۍ روحیه پیاوړې کړي

XS
SM
MD
LG