د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې دېره یو شمېر افغان پناه غوښتونکي وايي چې د د دغه هیواد او طالبانو د حکومت تر منځ د ترینګلتیاوو او نښتو له ډېرېدو وروسته له نورو سختو فشارونو سره مخ شوي دي. دوی وايي، یو خوا یې پولیس ځوروي او بل خوا یې د کورنو مالکان له کورونو باسي.
په افغانستان کې د طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ نښتې لا هم روانې دي. د طالبانو حکومت وايي، تېره شپه بیا هم د ننګرهار په ګډون په خوست او کندهار کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سختې نښتې شوي او ملکیانو ته مرګ، ژوبله اوښتې ده.
د ایران د رهبر ایت الله علي خامنه يي، د وسله والو ځواکونو لوی درستیز او د دفاع وزیر د وژنې راپورونه تایید شوي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي چې د روانې فبرورۍ له ۲۱ مې تر ۲۸ مې د پاکستان په هوايي او ځمکنیو حملو کې لسګونه ولسي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اسراییل اعلان کړی دی چې له امریکا سره په همغږۍ یې پر ایران بریدونه کړي دي.
راپورونه وایي چې اسراییل او امریکا په همغږۍ سره نن شنبه په ایران بریدونه کړي دي.
سعودي عربستان او قطر د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د خونړیو نښتو د پای ته رسولو لپاره هڅې پیل کړې دي.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو او د دواړو خواووله هوایي بریدونو وروسته، بېلابیلو افغان، سیمه ییزو او نړیوالو چارواکو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د ملکي وګړو د خوندیتوب او زغم غوښتنه یې کړې ده.
نور راوښيه