د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار په یو له ګڼه ګونې ډک واټ، موټر کې ګرځنده کافي شاپ، څښاک او خوراک. دا کار دلته ډیرو ته نوی دی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وایي، پر خاوره یې د ډرون بریدونه هڅه شوې خو په خبره یې دا ډرونونه یې نسکور کړي دي. د طالبانو حکومت بیا وایي، هوایي ځواکونو یې هلته پوځي اهداف په نښه کړي.
په کابل کې عیني شاهدانو ازادي راډيو ته ویلي چې د جیټ الوتکو غږونه او د څو چاودنو غږونه یې اوریدلي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ( آی.او.ایم) وایي، ۲۰۲۵ کال کې نژدې اته زره کسان د کډوالۍ په لارو مړه یا تري تم شوي دي. د هغو هېوادونو شمېر ته په کتو چې اتباع یې کډوال کیږي، افغانان د مړینې د لست په سر کې دي او تېر کال ۱۵۴۰ تنه د مهاجرت په لارو مړه شوي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت اعلان وکړ چې په ځایي وخت د شپې ۱۲ بجې یې د ډیورند کرښې هغې غاړې ته پر پاکستاني پوستو بریدونه پای ته ورسول. د طالبانو حکومت او پاکستاني لوری دواړه یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا لري.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي" د ډیورند کرښې په اوږدو کې یې د پاکستاني پوځیانو پر مراکزو او نظامي تأسیساتو پراخ تهاجمي عملیات" پيل کړي دي.
د افغانستان کورنیو رسنیو په ختیځ کې د طالبانو د پوځي چارواکو په حواله ویلي چې په ځایي وخت ماښام ۸ بجې پر پاکستاني پوستو د دوی له خوا بریدونه پيل شوي دي.
د پکتیا او ننګرهار ولایتونو یوشمېر اوسیدونکي وايي چې د طالبانو او پاکستان ځواکونو پرون له غرمې وروسته یوځل بیا په خپلو کې نښتې وکړي خو دوی وايي چې اوس وضعیت ارام دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وه. دې شورا د خپلې ۶۱مې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه بحث وکړ او د افغانستان وضعیت یې کړکېچن یاد کړ.
په افغانستان کې د ماشومانو تر منځ د یو شمیر پخوانیو مشهور لوبو په کم رنګه کېدو سره، د یو شمیر ښارونو اوسېدونکې وايي، چیندرو یا جزبازي هم اوس د نجونو ماشومانو تر منځ ډیره کمه شوې ده.
نور راوښيه