د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۵
د ایران د رهبر علي خامنه يي یو انځور
د ایران د رهبر علي خامنه يي یو انځور

د ایران د رهبر علي خامنه يي د وژل کېدو په اړه د نتنیاهو ادعا

اسراییل اعلان کړی دی چې له امریکا سره په همغږۍ یې پر ایران بریدونه کړي دي.

خامنه یي وژل شوی

۰۳:۱۵ ۱۰.۱۲.۱۴۰۴

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران ستر مشر آیت الله علي خامنه ای وژل شوی دی. ساعت مخکې هم د ایران د دغه ۸۶ کلن سخت دریځه واکمن د وژنې راپورونه خپاره شوي وو.

ټرمپ د فبروري په ۲۸مه ټروث سوشیال په یوه پوسټ کې ولیکل:

خامنه يي، چې د تاریخ یو له خورا بدو خلکو څخه دی، وژل شوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ


"دا نه یوازې د ایران د خلکو لپاره عدالت دی، بلکې د ټولو غوره امریکایانو او د نړۍ د ډیرو هیوادونو د هغو خلکو لپاره چې د خامنه ای او د هغه د وینې تږي غلو ډلې لخوا وژل شوي یا ټوټه ټوټه شوي دي."

تر دې مخکې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل چې خامنه يي د اسراییلو او امریکا په هوايي بریدونو کې وژل شوی.

۰۱:۲۸ ۱۰.۱۲.۱۴۰۴

نتنیاهو ادعا کوي چې خامنه يي "نور نشته".

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل ډیری نښې شته چې ښکاروي خامنه يي "نور نشته".

هغه له ایرانیانو وغوښتل چې کار پای ته ورسوي.

بنیامین نتنیاهو وویل چې د ایران د رهبر علي خامنه يي هستوګنځی ویجاړ شوی، او د سپاه پاسداران قوماندانان او لوړ پوړي اټومي چارواکي وژل شوي دي.

ایراني چارواکو بیا د خامنه يي د زوم او د هغه د زوی د ښځې یا اِنګور وژل کېدو تایید کړی.

تر دې مخکې دریو با خبره سرچینو د ایران دفاع وزیر امیر ناصرزاده او د انقلاب اسلامي ځواکونو د قوماندان محمد پاکپور د وژل کېدو خبر ورکړی وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا له ان بي سي سره په خبرو کې ویلي تر کومه ځایه چې دی خبر دی د ایران رهبر علي خامنه اي او ولسمشر مسعود پزشکیان ژوندي دي.


۱۸:۳۷ ۹.۱۲.۱۴۰۴

پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونو ته نړیوال غبرګونونه

بریتانیا وایي، منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو غوښتونکي نه دي

پر ایران د اسراییل او امریکا له ګډو عملیاتو وروسته د بریتانیا دولت اعلان کړی چې ایران ته باید د اټومي وسلې اجازه ورنه کړل شي، خو ویلې یې دي چې منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي پراختیا نه غواړي.

د بریتانیا په دولت کې یوې سرچینې رویټرز ته ویلي چې لندن په دغو بریدونو کې لاس نه لري.

د عمان د بهرنیو چارو وزارت پر دغو بریدونو ( ژوره خواشیني) ښودلې او د جګړې د پراخوالي د خطر خبرداری یې ورکړی دی.

د عمان سلطنت د بریدونو د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې او ویلې یې دي چې دا کار ( له نړیوالو حقوقي اصولو او په سوله ییزو لارو د ستونزو د حلولو له اصل ) سره په ټکر کې دی.

د ایران د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې مای ساتو پر ایران بریدونه ( غیرقانوني) بللي او ټینګار یې کړی چې ټول لوري باید نړیوالو قوانینو ته ژمن اوسي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي، د تاوتریخوالي زیاتوالی د ټولو په زیان دی.



۱۸:۲۰ ۹.۱۲.۱۴۰۴

د ایران د سرې میاشتې ټولنه: شلو ولایتونو باندې بریدونه شوي

د ایران د سرې میاشتې ټولنه وایي، د دغه هېواد په شلو ولایتونو باندې د اسراییل او امریکا له خوا بریدونه شوي دي.

مجتبی خالد دغه راز ویلي چې د هرموزګان میناب کې پر یوه ښوونځي له برید وروسته د دوی ژغورونکي سیمې ته رسیدلي دي.

خالد له خلکو غوښتي چې د بریدونو له ځای سره ( سل متري واټن) وساتي او دغو ځایونو کې دې له راټولېدنو مخنیوی وکړي.



نور راوښيه

XS
SM
MD
LG