د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، په تېرو څه باندې درېیو میاشتو کې په پاکستان کې نژدې ۳۴ زره افغان کډوال نیول شوي او توقیف شوي دي. د «یو این ایچ سي ار» او « آی آو آیم » د ګډ راپور له مخې یوازې د اپرېل له ۵مې تر ۱۱مې نېټې پورې نږدې ۱۲ زره افغانان توقیف شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د فبرورۍ میاشتې له نښتو راهیسي چې په کې راکټي او هوايي بریدونه هم شامل وو، په سیمه کې بشري اړتیاوې زیاتې کړي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) وایي، د ډیورند کرښې په اوږدو کې وروستۍ نښتې د افغانستان په څو بېلابېلو ولایتونو کې د دوی د پروګرامونو او مرستو د بندېدو لامل شوې دي. دې ادارې خبرداری ورکړی چې د جګړو او بې ثباتۍ زیاتوالی په افغانستان کې د خوړو ناامني نوره هم زیاتوي.
دې سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د فبروري په پرتله د مارچ په میاشت کې د دې ناروغۍ پیښې ۲۵ سلنه زیاتې شوې دي. که څه هم راپور کې نه دي ویل شوي چې د افغانستان په کومو ولایتونو کې ډیرې پیښې ثبت شوي، خو د ختیځ زون یو شمیر اوسیدونکي وايي چې په دې وروستیو کې د دوی په سیمو کې ملاریا زیاته شوې .
د کابل- جلال اباد په لار د یو شمیر سیمو خلک او موټر چلوونکي شکایت لري چې د دوهم لین د جوړیدو کار پڅ روان دی. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین یې هم تایدوي وايي چې د دې سړک جوړولو ته ان تیرو حکومتونو هم جدي توجه نه ده کړې.
افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت،یوناما، سرپرستې مشرې جورجیت ګانیون دافغانستان له ختیځو ولایتونو څخه د لیدنې په پاې کې وویل چې د پولو تړل کیدو خلک سخت اغیزمن کړي دي. هغه وايی لارې دې لږترلږه دبشري مرستو په مخ ځکه پرانیستل شي چې خلک سخت اغیزمن شوي دي.
د بښنې نړیوال سازمان د پناه غوښتنې اړوند د بریټانیا دولت پالیسي له افغان ښځو سره خیانت بولي، وایي دوی له خطر سره مخ کوي. دې سازمان په تازه خپور کړي راپور کې ویلي چې بریټانیا په وروستیو کې د افغان پناه غوښتونکو د منلو کچه له ۹۶ سلنې څخه ۳۴ سلنې ته راټیټه کړې.
د یوې کلنې زابلۍ ماشومې چې د هډوکي یو وړه ټوټه یې په ستوني کې بنده شوې وه او د تشخیص او درملنې د ځنډ له امله مړه شوه، مړینې یو ځل بیا په افغانستان کې د کمزوري روغتیايي سیسټم په اړه اندیښنې راپارولي دي.
د افغانستان د تازه مېوې او سبزیو د سوداګرو ټولنه وایي، د افغان سوداګرو لسګونه موټره تازه میوه په ایران کې په بندر عباس کې ولاړه، او د خرابېدو په حال کې ده.
نور راوښيه