پولنډ کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکې له نامعلوم برخلیک، رواني فشارونو او د ډیپورټ له دوامداره ګواښه شکایت کوي. دوی وايي چې له میاشتو راهیسې د پناه غوښتونکو په توقیفي مرکزونو کې ساتل کېږي او پرته له دې چې د دوی د پناه غوښتنې برخلیک روښانه شي، هره ورځ د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
پاکستان کې میشت یو شمېر افغان کډوال وايي، یو ځل بیا د پاکستاني پولیسو له لوري د دوی د ځپلو او نیولو عملیات تېز شوي دي.
د هرات یو شمېر اوسېدونکو د سېشنبې په ورځ (د وري ۲۵) د دغه ولایت په انجیل ولسوالي کې د وسلهوال برید د قربانیانو د ښخولو په مراسمو کې ګډون وکړ.
یو شمیر افغان بزګران وایي له هغه مهاله چې کرنیزې ځمکې یې د وروستیو کلونو وچکالیو وځپلې، اوس دوی د مالوچو کښت ته مخه کړې ده. د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي یوازې تېر کال یې بهر ته د پنبې له صادراتو له ۸۶ میلیون ډالرو ډېر عاید تر لاسه کړی دی.
د نورستان ولایت د کامدیش او برګمټال ولسوالیو او د کونړ ولایت د ناړي ولسوالۍ ترمنځ لارې، چې له یو نیمې میاشتې زیات وخت لپاره تړلې وې، د دوشنبې په ورځ «۲۴ حمل» له غرمې وروسته د هر ډول تګ راتګ پر مخ خلاصې شوې.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د طالبانو د رئیس الوزرا او بهرنیو چارو وزیر په ګډون د څلورو لوړو پوړو چارواکو د پېژندنې معلومات نوي کړي دي.
په داسي حال کې چې د ملګروملتو سرمنشي د ایران په جګړه کې د ښکېلو خواوو ترمنځ د خبرو د بیا پیلېدو غوښتنه کړې، چین ویلي، حاضر دی د ایران او امریکا په خبرو کې رغنده رول ولوبوي.
د اروپايی اتحادیې د ملکي ساتنې او بشري مرستو اداره وايي هره ورځ زرګونه افغانان خپل هېواد ته په داسې حال کې ستنیږي چې هلته د خپلې راتلونکي په اړه هیڅ ډاډمنتیا نه لري. ادارې خپل تازه راپور کې ویلي چې ډېری دغه افغانان په ایران او پاکستان کې له لسیزو استوګنې وروسته، اړ کېږي چې بېرته هېواد ته راستانه شي.
د امریکا متحده ایالتونو د ایران د سمندري بندرونو د محاصرې د پيل خبر ورکړی دی.
د خیبرپښتونخوا په لنډي کوتل کې د افغان کډوالو لپاره جوړ شوي کمپ ته رارسېدلي او افغانستان ته ستانه شوي یو شمېر افغان کډوال په دې کمپ کې د هر ډول اسانتیاوو له نه شتون شکایت کوي. دوی وايي ګڼه ګوڼه زیاته او اسانتیاوې خورا کمې دي.
نور راوښيه