د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۵۹

د دیورند کرښې په اوږدو کې بې ځایه شوي وايي، له سختو تکلیفونو سره مخامخ دي

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د فبرورۍ میاشتې له نښتو راهیسي چې په کې راکټي او هوايي بریدونه هم شامل وو، په سیمه کې بشري اړتیاوې زیاتې کړي دي.

د کونړ د سیند پر غاړه، ډیورنډ کرښې ته له څېرمه سیمو څخه د جګړو له امله بې‌ځایه شوې لسګونه کورنۍ لا هم په خیمو کې اوسي.

دا بې ځایه شوې کورنۍ وايي، د بارانونو او سختو توفانونو پر مهال تر ټولو ډېرې ستونزې ګالي او د ژوند شرایط ورته ډېر سخت شوي دي.

دا کورنۍ، چې لا هم د جګړې د وېرې له امله خپلو سیمو ته نه دي ستنې شوې، وايي کورونه، مالونه او شتمنۍ یې هلته پاتې دي او دوی یوازې ځانونه خپل سرونه راایستلي دي.

د کونړ له ناړۍ څخه بې ځایه شوی شیرخان، چې اوس له خپلې اته کسیزې کورنۍ سره د اسعداباد په څنډه کې د کونړ سین په غاړه په یوه خیمه کې اوسي، له مرستندویه بنسټونو د مرستې هیله لري.

«هلته اوس هم مرمې راځي موږ خپلو سیمو ته نه شو ستنېدای.»

نوموړي شنبه د حمل ۲۹ مه ازادي راډيو ته وویل: «دلته موږ ډېر په تکلیف یو، له هغه ځایه مو یوازې خپل سرونه راایستلي دي، بیرته نه شو تللی ځکه هلته لا هم مرمۍ راځي، او زموږ کورونه هم ویجاړ شوي دي، هر څه مو له منځه تللي دي، دلته هیڅ نه لرو یوازې دا خیمه ده او بس نه کمبلې شته، نه لوښې شته او نه کومه بله اسانتیا.»

« هلته اوس هم مرمې راځي موږ خپلو سیمو ته نه شو ستنېدای.»

خو دا یوازې کونړ نه دی چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله یې سلګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي، بلکې د ختیځ ننګرهار یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ هم بېرته خپلو اصلي مېنو ته نه دي ستنې شوې.

د ننګرهار له مومندرې نه ګردي غوث ته د بې ځایه شوې یوې کورنۍ مشر محمد الله ازادي راډيو ته وویل:« دا مخلوق ټول راوتلی دی، او دلته پروت دی، هیڅ ډول اسانتیا ورته نشته، دوی ټول په دې وچ ډاګ کې پراته دي، ماشومان او زنانه دي، سرپنا نه لري، روغتیايي اسانتیاوې نشته.»

اخوا له سپین بولدک ولسوالۍ څخه یو شمېر بې ځایه شوي کورنۍ، چې کندهار ښار ته څېرمه سیمو ته یې پناه وړې، له ورته ستونزو کړیږي.

د یوې بې ځایه شوې کورنۍ یوې غړې د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل:« وړه غواړو، غوړي غواړو، هیڅ نه لرو، وږي تږي دغلته ناست یو، خیمې راباندې راڅاڅي، خپل کورونه مو ډک پرېښي دي خو دلته هیڅ شی لا نشته، موږ له حکومت نه غواړو چې موږ سره مرسته وکړي.»

د طالبانو ترواک لاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تېرې فبرورۍ میاشتې له ۲۶ مې وروسته په وقفه یې ډول نښتې روانې دي.

ملګري ملتونو ویلي د دغه نښتو له امله په سیمه کې بشري اړتیاوې زیاتې شوي دي.

د دې سازمان د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک جمعه د حمل ۲۸ مه په یو خبري کنفرانس کې وویل، په دې نښتو کې چې راکټي او هوايي حملې په کې شاملي دي سلګونه کورونه او د ښوونځیو او روغتونونو په ګډون ملکي زیربناوې زیانمنې یا هم ویجاړې شوي دي.

نوموړي ویلي چې بشري مرستې له خنډونو سره مخ دي او په سیمه کې د جګړې ناچاوده مهمات لا هم ګواښ ګڼل کیږي.

هغه وویل، د دغه تاوتریخوالي له امله تراوسه د خوست، کونړ، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او نورستان ولایتونو له ۹۴ زرو ډېر کسان بې ځایه شوي، شاوخوا ۱۶۰ زره کسان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي، نږدې ۹۰ زره کسانو ته روغتیايي خدمتونه ځنډېدلي او شاوخوا د ۱۲ زره زده کوونکو زده کړې ګډې وډې شوي دي.

پنجشنبه د حمل ۲۷مه د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) هم په یو راپور کې خبرداری

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د نښتو او لارو د بندېدو له کبله یې پروګرامونه ځنډېدلي

ورکړی چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې وروستۍ نښتې د افغانستان په څو بېلابېلو ولایتونو کې د دوی د پروګرامونو او مرستو د بندېدو لامل شوې دي او دغه بې ثباتي په افغانستان کې د خوړو ناامني نوره هم زیاتوي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ که څه هم د تېرې مارچ په ۱۸مه د کوچني اختر لپاره شوی اوربند د همدې میاشتې په ۲۴ مه پای ته رسېدلی خو له هغې وروسته د کرښې په اوږدو کې د دواړو لوریو ترمنځ تاوتریخوالی ظاهرا کم شوی ښکاري.

که څه هم تراوسه په رسمي ډول د نښتو د پای ته رسېدو کوم راپور نه دی ورکول شوی خو د چین په اورمچي کې د طالب او پاکستاني پلاویو ترمنځ د روانې اپریل په لومړۍ نېټه پیل شوې خبرې چې اوه ورځې یې دوام وکړو د چین د بهرنیو چارو وزارت په خبره د کابل او اسلام اباد استازیو ژمنه وکړه چې اختلافات به هواروي او اړیکي به عادي کوي.

دغه خبرې چې د چین په منځګړیتوب وشوې دغه راز دواړو لوریو موافقه کړې چې داسې څه به نه ترسره کوي چې وضعیت پسې خراب یا پیچلی شي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي جمعه د حمل په ۲۸ مه په خپل اونیز کنفرانس کې وویل که څه هم د اورمچي له خبرو وروسته له طالبانو سره کومه نښته نه ده شوې خو په خبره پاکستان کې د هر ډول برید په صورت کې به پوځي عملیات له نوي شدت سره بیا پیل شي.

پاکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت له تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي سره په همکارۍ تورنوي خو د طالبانو حکومت په وار وار له ټي ټي پي سره د همکارۍ ادعا رد کړې او ډاډ یې ورکړی چې اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د بل هیواد پر ضد وکارول شي.

XS
SM
MD
LG