د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکړی چې د اوبو د سرچینو کمېدل، د تودخې لوړه درجه او د واورو د زېرمو کمېدل کولای شي په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان د کرنیزو تولیداتو پر حاصل منفي اغیز وکړي. د اوبو د برخې کارپوهان ټینګار کوي چې د اوبو ښه مدیریت د دې ستونزې مخه نیولی شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي په اوسنیو شرایطو کې به هېڅ افغان کډوال ته اجازه ورنکړل شي چې متحده ایالاتو ته داخل شي. له دې وړاندې نیویارک ټایمز راپور ورکړی و چې امریکا پلان لري چې په قطر کې میشت شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان د کانګو دموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي.
د جون درېمه د بایسکل نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې ګڼ خلک له بایسکله استفاده کوي. د نړۍ په یو شمیر پرمختللیو اروپایي هیوادو کې هم ډیر خلک کارونو او دفترونو ته په بایسکل ځي خو په اروپا کې نارینه او ښځینه بایسکل چلوي، د افغانستان په څېر نه وي چې دا چاره یوازې نارینه و ته ځانګړې شوې ده.
د فارس خلیج په یوشمیر هیوادونو کې د چهارشنبې سهار د خطر زنګونه وشرنګیدل. پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو نژدې دوې میاشتې وروسته په سیمه کې وضعیت یو ځل بیا په داسې وخت کې کړکیچن شوی دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې بریدونو مخکې ویلي و چې روغې جوړې ته هیلمن دی.
د طالبانو حکومت د "د غایبو اشخاصو د منقولو او نامنقولو ملکیتونو د ارزونې قانون" توشیح او په رسمي جریده کې خپور کړی دی. طالبانو ویلي، دا قانون د غایبو کسانو د شتمنیو د ساتنې او د هغوی د ملکیتونو د غصب د مخنیوي په هدف جوړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د جګړو له بیا زیاتېدو وروسته بېځایه شوې ښځې او نجونې د لوږې، ناامنۍ او رواني ستونزو له زیاتېدونکي ګواښ سره مخ دي. یو شمیر دغه کورنۍ وايي، د نښتو له امله یې کورونه ړنګ شوي او په خپلو اصلي مېنو کې سرپناه نه لري.
د اوکراین پلازمینه کیف او نورو ښارونو باندې د روسي ځواکونو نویو هوايي بریدونو ګنه مرګ ژوبله رامینځ ته کړې. کیف او دینیپرو ښار باندې ددغو بریدونو په نتیجه کې لږترلږه ۱۳ تنه وژل شوي دي . مسکو وايي دغه بریدونه یې دننه په روسیه کې د" تروریستې اعمالو" په ځواب کې کړي دي.
د لوی اختر په ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا ۸۰ ترافیکي پېښو ګڼې کورنۍ د ویر په ټغر کېنولې. د طالبانو د حکومت د معلوماتو له مخې، دا پېښې تر ډېره د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ او د ترافیکي قوانینو د نه مراعتولو له امله رامنځته شوې دي.
د ناروې د کډوالو شورا خبرداری ورکړی چې په ایران کې وروستیو هوايي حملو د افغان او ایراني ماشومانو په رواني وضعیت سخت منفي اغېز کړی دی. د دې شورا مشر دا هم ویلي چې د جګړې له امله رامنځته شوي اقتصادي بحران په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو محدودې عایداتي سرچینې له منځه وړي چې مخکې یې درلودې.
نور راوښيه