۵۵ کلنه میرمن زر بي بي وايي، د روان کال په مارچ میاشت کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو له زیاتېدو وروسته یې د کونړ له سرکاڼو نه جلال اباد ته کډه بار کړه.
غږ:« ځکه راکډه شو چې هلته جنګ وو، هغه بله ورځ مو غوښتل چې بیرته ستانه شو، خو هلته مو کور وران شوی دی.»زر بي بي
دا چې له خپل خاوند او ۶ اولادونو سره یو ځای لا هم په جلال اباد کې د خپلوانو په یو کور کې اوسي د خپل سخت ژوند کیسه کوي وايي، هیچا ورسره هیڅ ډول مرسته نه ده کړې:
"هلته زموږ کور وران شوی دی، هیڅ موږ ته نه دی راپاتې نو څنګه لاړ شو، او که لاړ شو، هلته سرپناه نه لرو، دلته هم ډېرو ستونزو سره مخ یو، هیچا موږ سره مرسته ونه کړه، قسم راباندې حق نه لرې، خو دا تېر اختر موږ په زړو جامو کې تېر کړو، هیڅ مو نه لرل، ماشومانو ژړل جامې یې غوښتې خوراكي توکي یې غوښتل خو موږ سره هیڅ وسه نه شته، څه به وکړو، الله راوستې ورځ ده."
زر بي بي له مرستندویه بنسټونو او د طالبانو له حکومت د مرستې غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې « یو این ومن » ویلي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د جګړو له بیا زیاتېدو وروسته بېځایه شوې ښځې او نجونې د لوږې، ناامنۍ او رواني ستونزو له زیاتېدونکي ګواښ سره مخ دي.
دې ادارې په یو راپور کې چې دوشنبه د جوزا ۱۱مه په ریلیف ویب پاڼه خپور شوی ویلي د دغه نښتو له امله د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې له یو لکو ډېر کسان بې ځایه شوي چې د اټکل له مخې شاوخوا ۵۰ زره یې ښځې او نجونې دي.
په راپور کې راغلي چې د امیندواره ښځو لپاره خطرونه لا زیات دي، ځکه ډېرې یې له لوږې سره مخ او محدودو روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی لري.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی چې ښځې او نجونې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له لوړ خطر سره مخ دي او روغتیايي خدمتونو، خوړو او نورو اړینو اسانتیاوو ته یې لاسرسی هم محدود شوی دی.
دې ادارې د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې ښځې او نجونې لا هم د بېځایه کېدو، جګړو او اقتصادي ستونزو ګډ زیانونه زغمي.
په راپور کې د افغانستان د جنسیتي همغږۍ ډلې له قوله راغلي چې د دغه نښتو له امله په لسو اغیزمنو ولایتونو کې له دوه په درېیمه برخه زیاتو ښځو خپل عاید له لاسه ورکړی دی، درې پر څلور برخو ښځو ویلي چې د خوړو پیدا کول ورته سخت شوي او له لسو څخه تر څلورو ډېرو ښځو روغتیايي خدمتونو ته په لاسرسي کې د لا زیاتو ستونزو راپور ورکړی دی.
دغه ډلې دا هم ویلي چې ښځې دغه شان د سختو رواني فشارونو له زیات خطر سره مخ دي.
یو شمېر بې ځایه شوي هم تاییدوي چې د کورنۍ میرمنې یې اوس مهال له رواني ستونزو او مشکلاتو سره مخ دي.
د ننګرهار د اچین له ولسوالۍ له خپلې کورنۍ سره بهسودو ته راکډه شوي یو کس د نوم نه خپرېدو او د غږ بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:
په دې تېره روژه کې طیارو زموږ کلی بمبار کړو او موږ هم مجبوره شو چې له کلي راووځو، دلته نه کار لرو او نه روزګار
"په دې تېره روژه کې طیارو زموږ کلی بمبار کړو او موږ هم مجبوره شو چې له کلي راووځو، دلته نه کار لرو او نه روزګار، په کور کې د ښځو وضعیت بیا تر ټولو ډېر خراب دی، قسم دی لیونۍ ترې جوړې شوي دي، ځکه هغوی ماشومانو ته ډېرې ځوریږي، ذهني ستونزې ورته پیدا شوي دي، هر څه ته ډېرې ځوریږي، نو وضعیت ولاکه ښه وي، موږ کار نه لرو ، دومره هم نه شو پیدا کولای چې ماشومانو ته پرې یوه مړۍ ډوډۍ راونیسو، اکثر وخت مو ماشومان او ښځې په نهاره ویده کیږي."
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی او نښتې د روان کال په فبرورۍ کې پیل شوې چې لا هم پای ته نه دي رسېدلي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د جوزا په درېیمه په یو راپور کې ویلي وو که څه هم دا مهال نښتې یو څه کرارې دي، خو لا هم وخت نا وخت په ځینو ولایتونو کې د تاوتریخوالي پېښې رامنځته کېږي.
د اوچا په راپور کې راغلي وو چې ډیورند کرښې په اوږدو کې وروستیو نښتو په څو سرحدي ولایتونو کې بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی.
د دې راپور له مخې هم په ننګرهار، کونړ، نورستان، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې له یو لکو ډېر کسان بې ځایه شوي، نږدې زر کورونه او دغه شان ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او د اوبو سیستمونه زیانمن یا هم ویجاړ شوي دي او دغه شان د روان ۲۰۲۶ کال د جنورۍ نه تر مارچ پورې په دې نښتو کې لږ ترلږه ۷۶۹ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په کې ۳۷۲ کسان وژل شوي او ۳۹۷ ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې په قربانیانو کې ډېرې یې ښځې، نجونې او ماشومان دي.