د اوکراین ولسشمر خپل روسي ساري ته په پرانیستې لیک کې د مخامخ خبرو او د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه .پوتین سمدستي د دې لیک په اړه کوم غبرګون ونه ښود. خو د کرملین ویاند، دمیتري پیسکوف ، وویل چې مسکو د اوکراین د ولسمشر له لیک څخه خبر دی او دا لیک به ولسمشر پوتین ته ورسول شي.
د ملګرو د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار دوامداره محدودیتونه د دغه هیواد په ناخالص کورني تولید (GDP) کې د صفر اعشاریه پنځه سلنه کمښت لامل شوي دي.
معلولیت یې اراده ماته نه کړه او خپل هېواد ته یې اتلولي راوړه. دا کس فرید درانی دی چې د افغانستان د ولچیر کرکټ ملي لوبډلې مشر دی وایي له کلونو زیارونو او ورزش وروسته په هېواد دننه او بهر یې په دې ډګر کې ګڼ ویاړونه ګټلي دي.
په ځینو مواردو کې، د غاښونو بېنظمي او د ژامې ستونزې یوازې یوه ظاهري مسله او موسکا پورې اړوند موضع نه وي، بلکې په خوړلو، خبرې کولو او ان روغتیا هم اغېز کولای شي. یو شمېر متخصص ډاکټران وایي چې د دغو ستونزو د اصلاح لپاره ارتوډنسي یوه له تر ټولو عامو درملیزو لارو څخه ده.
د طالبانو تر کنټرول د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی چې نن (ينجشنبه) د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د بارانونو، تندر او ناڅاپي سېلونو احتمال شته.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکړی چې د اوبو د سرچینو کمېدل، د تودخې لوړه درجه او د واورو د زېرمو کمېدل کولای شي په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان د کرنیزو تولیداتو پر حاصل منفي اغیز وکړي. د اوبو د برخې کارپوهان ټینګار کوي چې د اوبو ښه مدیریت د دې ستونزې مخه نیولی شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي په اوسنیو شرایطو کې به هېڅ افغان کډوال ته اجازه ورنکړل شي چې متحده ایالاتو ته داخل شي. له دې وړاندې نیویارک ټایمز راپور ورکړی و چې امریکا پلان لري چې په قطر کې میشت شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان د کانګو دموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي.
د جون درېمه د بایسکل نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې ګڼ خلک له بایسکله استفاده کوي. د نړۍ په یو شمیر پرمختللیو اروپایي هیوادو کې هم ډیر خلک کارونو او دفترونو ته په بایسکل ځي خو په اروپا کې نارینه او ښځینه بایسکل چلوي، د افغانستان په څېر نه وي چې دا چاره یوازې نارینه و ته ځانګړې شوې ده.
د فارس خلیج په یوشمیر هیوادونو کې د چهارشنبې سهار د خطر زنګونه وشرنګیدل. پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو نژدې دوې میاشتې وروسته په سیمه کې وضعیت یو ځل بیا په داسې وخت کې کړکیچن شوی دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې بریدونو مخکې ویلي و چې روغې جوړې ته هیلمن دی.
نور راوښيه