د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۱۰

د چاپېریال نړیواله ورځ؛ ایا د ځنګلونو ساتنه د اقلیم بدلون پر وړاندې مبارزه ده؟

د خوست ولایت د غرونو یوه څنډه
د خوست ولایت د غرونو یوه څنډه

نن د چاپیریال ساتنې نړیوال ورځ ده.

که څه هم د چاپیریال په ساتنه کې بېلابیل مسایل رول لري خو د افغانستان د بېلابیلو ولایتونو یو شمیر اوسېدونکي، ډیر د چاپیرال په ساتنه کې د ځنګلونو په ارزښت ټینګار کوي.

"خوشحاله یم چې ځنګلونو کې اوسېږم، هر وخت چې فرصت پیدا کېږي ځنګل ته ورځم، هلته طبیعت راسره خبرې کوي، ونې راته ترنم غږوي، طبعیت مې غمونه ورکوي، طبعیت مې زړه خوشحالوي."
محمد الله معسود

دوی وايي، ځنګلونو د نورو ښېګڼو تر څنګ هوا پاکوي او د سېلابونو مخه نیسی، هغه څه چې د دوی په خبره نن، سبا افغانان ترې ډېر متاثره دي.

د پکتیا ولایت د میرزکه ولسوالۍ اوسېدونکی محمد الله مسعود وايي، "خوشحاله یم چې ځنګلونو کې اوسېږم، هر وخت چې فرصت پیدا کېږي ځنګل ته ورځم، هلته طبیعت راسره خبرې کوي، ونې راته ترنم غږوي، طبعیت مې غمونه ورکوي، طبعیت مې زړه خوشحالوي."

د هغه په ټکو، ځنګل د ژوند چاپیریال ورته ښکلی کړی او که څومره هم ستړی فکر او وجود ورشي سکون ورکوي.

ښاغلی مسعود زیاتوي چې ځنګلونو د دوی د سیمې د هوا په پاکوالي کې مهم رول لوبولی او دی دا هغه مهال ډېر ښه احساسوي چې ښار ته ولاړ یا ترې راستون شي:

" خپله په دغه کلي کې هوا ډېره پاکه وي، کله چې سړی سهار په باغ کې چکر وهي یا مازدیګر غره ته خیجي نو ډېر د خوشحالۍ احساس کوي او ساه اخیستل ورته ډېر ارامه وي، راز یې په دې کې دی چې کلي څنګلونه لري او ځنګلونه ونې لري، خو ښار کې بیا داسې وي چې هوا مرطوبه نه وي، ساه تنګي لري او ګرد زیات وي. "

د افغانستان په ډېری ښارونو کې خلک د هوا د ککړتیا له امله شکایات لري، چې د روغتیا پالانو په خبره د یېلابیلو ناروغیو لامل هم شوي ده.

د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ اوسېدونکي سرتاج الدین هم وايي، ځنګل ورته چاپیریال مفید ګرځولی او هلته د مختلفو مرغانو، صفا اوبو او پاکې هوا نه خوند او ګټه اخلي.

نومودی دا هم وايي، چې ځنګلونو په کونړ کې تر ډېره د سیلابونو مخه هم نیولې، خو په خبره یې هغه ځایونو کې چې پرې شوی بیایې ستونزې هم پېښې کړې دي.

سرتاج الدین دې موضوع ته په پام د ځنګل رول د چاپیرال په ساتنه کې ډیر مهم بولي:

" مهمه ګټه د ځنګلونه دا ده چې چیرې ځګلونه اباد اووسي هلته د سېلابونه مخه ډېره نیول کېږي، چیرې چې ځنګلونه وهل شوي او پرې شوي دي هلته سېلابونه ډېر زیات دي، ځکه چې باران اوري اوبه یې نه اېسارېږي، خو چېرې چې ځنګل وي اوبه یې هلته اېسارېږي او ختمېږي، نو چیرې چې ځنګل وهل شوی وي هلته ورانۍ ډېرې کوي. "

" مهمه ګټه د ځنګلونه دا ده چې چیرې ځګلونه اباد اووسي هلته د سېلابونه مخه ډېره نیول کېږي، چیرې چې ځنګلونه وهل شوي او پرې شوي دي هلته سېلابونه ډېر زیات دي، ځکه چې باران اوري اوبه یې نه اېسارېږي، خو چېرې چې ځنګل وي اوبه یې هلته اېسارېږي او ختمېږي، "
سرتاج الدین

په دې ورستیو په افغانستان کې سېلابونو په بېلابیلو ولایتونو کې خلکو ته درانه ځاني او مالی زیانونه اړولي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت د ځنګلونو په وهلو بندیز لګولی دی، خو مخکې د ځنګلونو د وهل کېدو او بهر ته یې د قاچاق په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي وو.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په تېرو څو کلونو کې بیا په افغانستان په ځانکړي ډول کونړ او نورستان کې ډیره برخه ځنګلونه د اور خوراک شول، چې د سیمې د اوسېدونکو د ادعاوو پر بنسټ د بیا رغونې لپاره یې هیڅ کار نه دی شوی.

د دوی د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند شیر محمد حاتمي په دې اړه د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د دغه وزارت په ویب پاڼه لیکلي شوي چې دا مهال افغانستان یو میلیون او ۷۸۰ زره هکټاره ځنګلونه لري او پلان شته چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې یو ملیون او ۹۰۰ زره هکټاره ته ورسېږي.

د چاپیریال ساتنې د برخې پوهان وايي، د ځنګلونو ساتنه او د چاپیریال پایښت یو له بل سره نه بېلېدونکی ارتباط لري.

دوی د هوا په پاکولو، د سېلابونو په مخنیوي او په نورو چاپیریالي برخو، ساتنې او خوندیتوب کې د ځنګلونه رول ډیر مهم او ارزښناک بولي زیاتوي، کومو هیوادونو کې چې ځنګلونه زیات دي هلته داقلیم بدلون په چټک ډول نه رامنځته کېږي خو هغه چې صحرايي وي او ځنګلونه کم ولري هلته بیا خبره برعکس ده.

د دې پوهانو له ډلې ساحل دوران ازادي راډیو ته وویل:

" ځنګلونه د اکسیجن د تولید او د کاربن دای اکساید د جذب یوه مهمه منبع ده، که په چاپیریال ساتنه کې یې د ارزښت بلې برخې ته اشاره وکړو نو هغه د اقلیم تنظیم دی، ځنګلونه د تودوخې درجه معتدله ساتي، د بارانونو په تنظیم او د رطوبت په ساتنه کې مرسته کولای شي، ځنګلونه د خاورې په ساتنه کې هم ډیر مهم رول لري، د ونو رېښې په خاورو کې ټینګوي او د سېلابونو مخنیوی کوي، بل د حیاتي تنوع ساتنه ده چې دا هم په چاپیرال باندې اغیز کوي او دا ساتنه هم په ځنګلونو کې کېږي، د ایکو سیستم توازن هم دې پورې اړه لري."

ښاغلی دوران زیاتوي چې، د چاپیریال د کیفیت ښه والی تر ډېره د ځنګلونو په ساتنې او پراختیا پورې تړلی دی.

نن د جون پنمځه د چاپیریال ساتنې نړیوال ورځ ده.

دا ورځ د ملګرو ملتونو له خوا په ۱۹۷۲ زېږدیز کال کې د دغه سازمان له خوا د انساني چاپیریال ساتنې د کنفرانس پر مهال ونومول شوه، چې بیا په ۱۹۷۳ کال کې په رسمي ډول ونمانځل شوه.

سږ کال د دې ورځې شعار دی " له طبیعته اخیستل شوی الهام، د اقلیم او زمونږ د راتلونکي لپاره."

ملګرو ملتونو د چاپیرال ساتنې د ورځې له نمانځې موخه، د چاپیریالي ستونزو په اړه د عامه پوهاوي زیاتول، د طبیعیت د ساتنې لپاره د دولتونو، شرکتونو او ولسونو هڅول، د اوبو، هوا او خاورې د ککړتیا کمول، د نباتي او حیواني تنوع ساتنه، اقلیمي بدلون سره مبارزه او له طبعي سرچینو دومداره ګټه اخیسته ښودلې ده.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG