د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۴۷

حوثیانو د یمن «المخا» بندر ونیو؛ د باب‌المندب تنګي په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي

د باب‌المندب تنګی
د باب‌المندب تنګی

له یمن څخه راپورونه وايي چې د ایران له ملاتړ برخمنو حوثیانو د پنجشنبې په ورځ د «سنبلې په ۱۹مه» د یمن په لوېدیځ کې د پرمختګونو په ترڅ کې د «المخا» بندر نیولی چې د باب‌المندب تنګي ته نږدې موقعیت لري.

د یمن د حکومت څلورو پوځي سرچینو روېټرز خبري اژانس سره په خبرو کې تأیید کړې چې حوثیانو د المخا تاریخي ښار کنټرول ترلاسه کړی دی.

المخا د باب‌المندب تنګي شاوخوا ۷۵ کیلومتره شمال ته موقعیت لري او دغه پرمختګ ښايي پر دې تنګي چې د نړۍ د سمندري سوداګرۍ له مهمو لارو څخه دی، د حوثیانو واک زیات کړي.

حوثیانو ته نږدې رسنیو تر دې راپور څو ساعته مخکې ویلي و چې د دوی ځواکونو د تعز ولایت په سیمه کې د «خالد بن ولید» پوځي مرکز او المخا بندر لور ته تللې څلورلارې نیولې دي.

د روېټرز سرچینو ویلي چې حوثیانو په سره سمندر کې پر ستراتېژیکو «حنیس» ټاپوګانو هم بریدونه پیل کړي او دولتي ځواکونه او د هغوی متحدین د جنوب پر لور، د ذُباب سیمې ته، د شاتګ او بیا ځای پر ځای کېدو په حال کې دي.

سور سمندر کې د حوثیانو له حملو وروسته رامنځته شوې ویجاړۍ
سور سمندر کې د حوثیانو له حملو وروسته رامنځته شوې ویجاړۍ

د دغو سرچینو په وینا، د ذُباب او پریم ټاپو کنټرول د باب‌المندب تنګي د کنټرول لپاره کلیدي اهمیت لري.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وايي، حوثیانو د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان خمیس مشیط، ابها او جازان ښارونه په بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په نښه کړي او د دوی بریدونه د سعودي عربستان پر «ملي شتمنیو او زېربناوو» لا هم دوام لري.

یوه ورځ وړاندې هم د ابها، خمیس مشیط، جازان او نجران ښارونه د حوثیانو له‌خوا په نښه شول چې په وروستیو میاشتو کې پر سعودي عربستان د دوی له پراخو بریدونو څخه یو وګڼل شو.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وايي، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۷۳ کسان چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي، ټپیان شوي دي.

د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت هم ویلي چې د انرژۍ د سکټور څو تأسیسات په بریدونو کې لګېدلي، په ځینو کې یې اور لګېدلی او د یو شمېر تأسیساتو فعالیتونه په مؤقتي توګه درول شوي دي.

له حوثیانو سره د عربستان تر ملاتړ لاندې یمني ځواکونو جګړه
له حوثیانو سره د عربستان تر ملاتړ لاندې یمني ځواکونو جګړه

حوثیانو د دغو بریدونو مسئولیت منلی او ویلي یې دي چې د «لسګونو» بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله‌یې په خمیس مشیط کې د ملک خالد هوايي اډه او د سعودي عربستان په څو جنوبي ښارونو کې د ارامکو تأسیسات په نښه کړي دي.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ویلي چې دغه بریدونه په یمن کې د سعودي عربستان د پوځي عملیاتو د زیاتېدو په غبرګون کې شوي دي.

هغه د چهارشنبې په ورځ هم ادعا کړې وه چې سعودي جنګي الوتکو په ۱۲ ساعتونو کې د یمن په بېلابېلو ولایتونو ۵۴ هوايي بریدونه کړي دي او ویلي یې و چې دغه بریدونه به «بې‌ځوابه» پاتې نه‌شي.

ریاض تر اوسه په رسمي توګه د هغو ټولو بریدونو مسئولیت نه‌دی منلی چې حوثیان ادعا کوي سعودي عربستان پر یمن ترسره کړي دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG