نړۍ
په غزه کې پر النصیرات کمپ پرونۍ حمله کې ۹ کسان وژل شوي
د فلسطینیانو خبري اژانس وفا راپور ورکړی، چې په غزه کې پر النصیرات کمپ د اسرائیل د توغندیو په پرونۍ حمله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ کسان وژل شوي دي.
دا د غزې په مرکزي برخه کې پر دغه کمپ چې د فلسطینیانو بېځایه شویو په کې پناه اخیستې ده، د اسرائیل د وروستیو اوونیو د هوايي حملو وروستۍ هغه ده، چې د راپورونو له مخې، په نتیجه کې یې ۱۵ کسان ټپیان شوي هم دي. د وفا د راپور له مخې تر دې مخکې د غزې په شمال کې پر بیت حانون د اسرائیل په یوه جلا حمله کې ۷ کسان وژل شوي وو. د اسرائیل د پوځ یوه ویاند ویلي د دغو راپورونو په اړه څېړنې کېږي. په همدې حال کې د اسرائیل پوځ ویلي چې پرون یې د غزې د شمال پر یوه روغتون په چاپه کې د فلسطینیانو شا و خوا ۲۰ افراطي وسلوال وژلي دي. اسرائیل دا په دې قلمرو کې خپل تر ټولو پراخ پوځي عملیات یاد کړي دي.
د امریکا پخوانی ولسمشر جیمی کارتر مړ شو
د امریکا پخوانی ولسمشر جیمي کارتر د سل کلنۍ په عمر مړ شو.
د کارتر مرکز پرون یکشنبه خبر ورکړ چې نوموړی په جورجیا ایالت کې په خپل کور کې مړ شوی دی.
کارتر د ۱۹۷۷ او ۱۹۸۱ کال ترمنځ د امریکا نهه دیرشم ولسمشرپاته شوی او په ۲۰۰۲ کال کې یې د نوبل د سولې جایزه هم ګټلې وه.
د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي چې د کارتر لپاره به په واشنګټن کې د جنازې د مراسمو د بند و بست امر وکړي او نوموړي زیاته کړې " متحده ایالتونو او نړۍ یو کمساری رهبر له لاسه ورکړ".
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د بشري حقونو په ساتنه کې د کارتر رول ستایلی او ویلې يې دي، هغه له ولسمشرۍ وروسته هم د بشري حقونو دفاع ته دوام ورکړ.
کارتر د نړۍ او سیمې په سیاستونو کې هم مهم رول درلودلی دی.
کارتر د اسراییل او مصر ترمنځ د سولې په تړون کې منځګړیتوب کړی او دغه راز یې په ایران کې د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته د متحده ایالتونو له ملاتړه برخمن پاچا محمد رضا پهلوي ته هم سیاسي پنا ورکړه چې د ګڼ شمېر ایرانیانو غوسه یې پارولې وه.
د سوريې واکمن له نړۍ سره نږدې اړیکې غواړي او ایران ته وايي په سیمه کې لاسوهنه بنده کړي
په سوریه کې د واکمنې ډلې «هییت تحریر شام» مشر احمد شرع وايي، سوریه به د سعودي عربستان او حتی روسیې په ګډون له ټولو هېوادونو سره نږدې اړیکې ولري، خو د تهران د لاسوهنو د دوام په صورت کې به له ایران سره جلا چلند کوي.
هغه د یکشنبې په ورځ له العربیه شبکې سره په مرکه کې وویل چې ایران باید په سیمه کې پر خپلو مداخلو او سیاستونو له سره غور وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران مشر علي خامنه يي د بشاراسد له تېښتې وروسته په خپله وینا کې په سوریه یا سیمه کې د ایراني نیابتي ځواکونو موجودیت په اساسي توګه رد کړ او ادعا یې وکړه چې دوی ته "اړتیا نه لري".
د روسیې ترڅنګ ایران هم د دغه هېواد په کورنۍ جګړه کې د سوریې د لیرې شوي ولسمشر بشاراسد له اصلي ملاتړو څخه و.
د اسد رژیم د دسمبر په اتمه نسکور شو او د تحریر الشام ډلې په مشرۍ وسله وال واک ته ورسیدل.
تر زرو زیاتو کسانو په تل ابیب کې مظاهره وکړه
پرون شنبه هم تر زرو زیاتو کسانو په تل ابیب کې مظاهره وکړه او د فلسطینیانو له افراطي ډلې حماس څخه یې د پاتې یرغمل شویو د خلاصون غوښتنه وکړه.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.
د اسرائیل ټایمز اف اسرائیل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د یوه یرغمل شوي مور ایناف زانګاوکر پر صدراعظم بنیامین نتنیاهو انتقاد وکړ، چې د پاتې یرغمل شویو د خلاصون لپاره پر یوه موافقه په سلا کېدو کې پاتې راغلی دی.
پر اسرائیل د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اوومه د حماس په حمله کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شا و خوا ۲۵۰ نور یرغمل شول.
دغه حمله په غزه کې د جګړې د پیل سبب شوه. شا و خوا ۱۰۰ یرغمل شوي کسان لا هم له اختطاف کوونکو سره دي، خو معلومه نه ده څو تنه یې ژوندي دي.
په جنوبي کوریا کې د الوتکې د اوراخیستو په پېښه کې ۱۷۹ تنه مړه شوي
د جنوبي کوریا د اور وژنې اداره وايي چې د دغه هېواد د یوه هوايي ډګر له دېوال سره د یوې مسافروړونکې الوتکې د لګېدو له کبله د مړو شمېر ۱۷۹ ته زیات شوی دی.
په دې الوتکه کې ۱۸۱ تنه سپاره وو، چې نن سهار پر موان هوايي ډګر د کښېناستو پر مهال له ځغاستلیکې (رنوې) ووتله او له دېوال سره وجنګېده.
چارواکي وايي د پېښې د علت په اړه څېړنې پیل شوې دي.
دا الوتکه د ټایلنډ له پلازمېنې بنکاک الوتې وه.
امریکا د ګواتیمالا تر ۶۱ زره ډېر وګړي ایستلي
د ګواتیمالا د کډوالۍ دولتي انستیتیوت وايي چې د امریکا متحدو ایالتونو په ۲۰۲۴م کال کې د ګواتمیالا ۶۱زره ۶۸۰ تنه وګړي بېرته ستانه کړي دي.
د فرانسې خبري اژانس د شنبې په ورځ راپور ورکړ، هغه څلور الوتکې چې له تګزاس روانې شوې وې، د جمعې په ورځ د ګواتیمالا په پلازمېنه کې د هوايي ځواک پر یوه پوځي اډه کښېناستې.
د ژانس د راپور له مخې، شا و خوا ۱۰۰ کسان چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، له یوې الوتکې کښته کړای شول.
ګواتیمالا ته د دغه هېواد د وګړو ستنول په داسې حال کې زیات شوي، چې د امریکا د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ راروانه میاشت سپینې ماڼۍ ته ستنېږي. ټاکل شوې د لوړې مراسم د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ پر ۲۰مه وشي. ټرمپ ژمنه کړې، هغه کډوال به په ډله ییز ډول اخراجوي، چې قانوني اسناد ونه لري.
د ګواتیمالا حکومت اټکل کړی، چې د دغه هېواد ۲ ملیونه او ۷۰۰زره وګړي د امریکا په متحدو ایالتونو کې ژوند کوي، خو یوازې ۴۰۰زره یې د استوګنې اسناد لري. په ۲۰۲۳م کال کې په ټوله کې د ګواتیمالا ۵۵زره ۳۰۲ وګړي د امریکا له متحدو ایالتونو خپل هېواد ته ستانه کړای شوي وو.
د قطر صدراعظم او د حماس استازو د غزې د اوربند په اړه خبرې وکړې
د قطر صدراعظم پرون په دوحه کې د حماس ډلې له یوه پلاوي سره وکتل څو د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه واضح او هراړخیز اوربند په اړه خبرې ورسره وکړي.
په دې اړه د قطر د بهرنیوچارو وزارت په بیان کې راغلي دي چې شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني د حماس د مخکښ مشر خلیل الحیا په مشرۍ د دې ډلې له استازو سره وکتل.
د روانې ډسمبر میاشتې په لومړیو کې د قطر شیخ هیله ښودلې وه چې د امریکا په انتخاباتو کې د ډونالډټرمپ له بریا وروسته په مذاکراتو کې بیا تحرک پیلېږي.
دوحې په نوامبر میاشت کې اعلان وکړ چې په خبرو کې خپل منځګړتوب ځنډوي او ویې ویل، کله چې حماس او اسراییل په خبرو کې اراده او جدیت وښيي نو د منځګړتوب هڅې به له سره پیل کړي.
خو دوحه وروسته په روانه میاشت کې یوځل بیا د دواړو خواوو د غیرمستقیمو خبرو کوربه و، چې حماس او اسراییل یې د پرمختګ خبر ورکړ خو وروسته بیا دواړو یوبل په خبرو کې د خنډونو په رامنځ ته کولو تورن کړل.
د ټرمپ د تعرفو د لوړولو ژمنې او د اروپا د موټر جوړولو د صنعت اندېښنې
د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ له خوا د تعرفو نویو ګواښونو د اروپا د موټر جوړولو صنعت له نویو ستونزو سره مخامخ کړی دی.
د اروپا د موټر جوړولو صنعت چې هسې هم زیانمن شوی، ځان د ټرمپ د تعرفې د نویو ګواښونو پر وړاندې مقابلې ته چمتو کوي.
ټاکل شوې چې ښاغلی ټرمپ د جنوري په شلمه د امریکا د ولسمشر په توګه یوځل بیا سپینې ماڼۍ ته راستون شي.
ټرمپ ژمنه کړې چې د ولسمشر په توګه د کار له پیل وروسته په خپلو لومړنیو اقداماتو کې به له چین کاناډا او مکسیکو څخه پر وارداتي توکو تعرفې لوړې کړي. دې ژمنې ته د سوداګرۍ د یوې نوې جګړې د پیل په سترګه کتل کېږي.
دا د اروپا د موټر د تولید د شرکتونو لپاره چې مخکې یې هم د امریکا او چین په څېر د نړۍ په لویو بازارونو کې خپل مشتریان له لاسه ورکړي بد خبر دی.
د پوتین او علییف خبرې هغه هم د اذربایجان د الوتکو د لوېدو تر پېښې څو ورځې وروسته
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین نن د اذربایجان رهبر الهام علییف ته ویلي، کله چې د اذربایجان یوې الوتکې غوښتل د روسیې پر ګروزني ښار راکښته شي، د روسیې د هوايي مدافع دستګاه، د اوکراین د بې پېلوټه الوتکو د احتمالي حملې له کبله فعاله شوه.
خو ولادمیر پوتین دا ونه ویل، چې د روسیې د هوايي مدافع دستګاه دې د اذربایجان د هوايي شرکت د الوتکې د سقوط مسوول وي.
د کرملین په وینا، پوتین علییف ته ویلي، چې په همدې شېبه کې پر موزدوک او ولادي وستوک ښارونو د اوکراین حملې روانې وې او د روسیې د هوايي مدافع دستګاه د دغو حملو په دفاع بوخته وه.
تر دې مخکې ګنګوسې وې، چې تېره چهارشنبه د اذربایجان هوايي شرکت د یوې الوتکې په سقوط کې د روسیې د هوايي مدافع دستګاه ښکېله وه.
په هغه الوتکه کې ۶۷ کسان موجود وو، چې د قزاقستان اقتاو ته نږدې نسکوره کړای شوه.
په دې پېښه کې د الوتکې ۳۸ سورلۍ ووژل شوه او ۲۹ نور کسان ټپیان شول.
اسرائیلي ځواکونو د غزې په شمال کې د یوه روغتون مشر نیولی دی
د غزې روغتیايي چارواکو نن شنبه ویلي چې اسرائیلي ځواکونو د دغه قلمرو په شمال کې د یوه روغتون مشر نیولی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي د اسرائیل دغه چاپه د دې روغتون د خدماتو د ځنډېدو سبب شوی دی. د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د کمال عدوان روغتون د مشر په ګډون د روغتون لسګونه کارکوونکي د پوښتنو- ګروېږنو لپاره د توقیف یوه مرکز ته لېږدول شوي دي. د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي. د غزې د ملکي دفاع بنسټ هم د کمال عدوان روغتون د مشر حسام ابو صفیه د نیولو خبر ورکړی دی. د اسرائیل پوځ پرون جمعه د کمال عدوان روغتون په مربوطاتو کې د عملیاتو خبر ورکړ او ادعا یې وکړه، چې له دغه ځای څخه تروریستي سازمانونو د کلیدي مرکز په توګه کار اخیست.