د طالبانو د حکومت ځینو ډیپلوماتیکو سرچینو چې په ترکیه کې د دوی د حکومت او پاکستان له مذاکراتو باخبره دي، ازادي راډیو ته یې وویل چې په استانبول کې د پاکستان مرکچي پلاوی بېرته خبرو اترو ته ستون کړل شوی او نن پنجشنبه «د اکټوبر په ۳۰مه» بیا بحثونه کېږي.
د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې ملي راډیو تلویزیون هم تازه په خپله ایکسپاڼه دا خبره کړې ویلي، ټاکل شوې چې استانبول کې د پاکستاني پلاوی د دوی په ټکو غیز منطقي غوښتنو له امله درېدلې خبرې بیرته پیل شي۰
د راپورونو له مخې، پاکستاني پلاوی پرون چهارشنبه له هوکړې پرته پاکستان ته روان و، خو د کوربه هېواد (ترکیې) په غوښتنه بیرته راګرځېدلی دی.
مخکې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ځینو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي و چې د دوی او پاکستاني مرکچیان د درېمګړو هېوادونو ؛ قطر او ترکیې په همکارۍ نظرونه تبادله کوي.
طالب سرچینو نن پنجشنبه ازادي راډیو ته زیاته کړه چې “په ډېرو مواردو د دواړو اړخونو تر منځ توافق شوی، ځینې پاتې دي او هیله شته چې نن پر هغو هوکړه وشي.”
د پاکستان امنیتي چارواکو هم د ازادي راډیو مشال څانکې ته ویلي چې خبرې اترې د کوربه هیواد په غوښتنه او هڅونه بېرته غځول کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ترکیې په استانبول کې د طالبانو د حکومت له پلاوي سره د دوی د خبرو په ناکامه کیدو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټینګ شوی اوربند له خطرسره مخامخ دی.
د جرمني خبري اژانس د راپورله مخې د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطاالله تارړ وویل: « په خبرو کې هیڅ عملي حلا لاره ترلاسه نشوه.»
تر هغه وروسته د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک پرون چهارشنبې په نیویارک په یوه خبري غونډه کې د دې خبرو ناکامه کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.
بلخوا د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د دغو خبرو د ناکامه کیدو په خاطر یوځل بیا طالبانو ته د سختې غچ اخیستنې خبرداری ورکړ او دوی یې تورن کړي چې د ده په خبره « اقتصادي جګړه » مخ ته وړي.
اصف پرون چهارشنبه «د اکټوبر پر ۲۹مه» پرخپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي، «طالبان د دې لپاره چې په قدرت کې پاتې شي او خپل د جګړې اقتصاد وساتي، په څه ډول افغانستان یوې بلې شخړې ته ټیل وهي.»
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دې څرګندونو ځواب نه دی ورکړی.
د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ په استانبول کې د روانو خبرو هدف چې نن یې پنځمه ورځ ده، د هغه نازک اوربند ټینګښت و چې «د اکټوبر په ۱۹مه» د قطر په پلازمینه دوحه کې ترلاسه شوی.
دا خبرې اترې تر هغه وروسته پیل شوي چې پاکستان د « اکټوبر په ۹مه» په کابل او پکتیکا کې هوایي بریدونه ترسره کړل چې ګڼو ملکي افغانانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
د طالبانو حکومت چې دغه بریدونه یې د افغانستان د هوایي حریم نقض وباله، د غچ اخیستنې لپاره د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان پرامنیتي مورچلو بریدونه وکړل چې په پایله کې یې دواړو اړخونو کې د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې لامل شول.