د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

افغانستان

یوناما: طالبان دې د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو لګول شوي بندیزونه لرې کړي

ملګرو ملتونو د مارچ د اتمې، د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

په دې اړه، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، روزا اوتنبایوا، ویلي:

"ملګري ملتونه له افغان ښځو او نجونو سره خپل بشپړ پیوستون ښکاره کوي او له ټولنیز ژوند څخه د دوی تدریجي ایستل غندي."

په داسې حال کې چې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت هیڅ رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ایکس/ پخواني ټویټر په یوه پوسټ کې ادعا کړې:

"د اسلامي قانون او د افغاني ټولنې له کلتور او دودونو سره سم، د افغان ښځو اساسي حقونه خوندي دي."

ملګرو ملتونو په خپل بیان کې د نړۍ له ټولو هیوادونو غوښتنه کړې چې د افغان ښځو د غږ پورته کولو، د دوی د مقاومت، مشرتابه، او راتلونکې لپاره پانګونه وکړي او عملي ګامونه واخلي.

د نړیوالې ټولنې فشار سره سره، طالبان لا هم پر خپل دریځ ولاړ دي او تر دې دمه یې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د نرمولو کومه نښه نه ده ښکاره کړې.

د افغانستان له هوايي حریمه د الوتکو تیریدل ښايي د غیرقانوني پیسو د سپینولو خطر زیات کړي

د هوايي چلن د برخې کارکوونکي وايي، هوايي شرکتونه د افغانستان له هوايي حریم څخه د تېرېدو لپاره د دریمګړو له لارې د طالبانو چارواکو ته پیسې ورکوي ځکه دا مهال خورا ډېرې الوتکې د افغانستان له هوايي حریم څخه تېرېږي او له دې سره د حقوقي لانجو او د غیرقانوني پیسو د سپینولو یا د پیسو د مینځلو خطر هم زیات شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې پروسږکال چې په منځني ختیځ کې جګړو زور واخیست او د ملکي هوايي چلن مسوولو ادارو، د افغانستان د هوایي حریم د کارولو په برخه کې خپل دریځ نرم کړ، نو د هغو الوتکو په شمېر کې هم زیاتوالی راغی چې د افغانستان له هوايي حریم څخه کار اخلي.

طالبان په ښکاره وايي، د افغانستان له هوايي حریم څخه د تېرېدو له درکه د عوایدو اندازه لوړه شوې، خو له دې سره سره په بهر کې د افغانستان د بانکي حسابونو د بندېدو او د لویدیځ د بندیزونو له کبله د طالبانو چارواکو ته د دې پیسو د سپارلو بهیر خورا پېچلی شوی دی.

د پرځېدلي جمهوري نظام پرمهال د نړیوال هوايي چلن ډلې یاتا د افغانستان له هوايي حریم څخه د تېرېدونکو الوتنو پیسې د افغانستان د هوايي چلن د ادارو په استازولۍ راټولولې.

یاتا رویټرز آژانس ته ویلي چې دا خدمات یې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د ۲۰۱۲ کال په سپټمبر میاشت کې ودرول. طالبانو په دې اړه د تبصرې لپاره د رویټرز خبري آژانس غوښتنې ته ځواب ونه وایه.

په لغمان کې د ترافیکي له کبله دوه کسان مړه او ۷ نور ټپیان دي

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د کابل- جلال اباد پر لویه لار د ترافیکي پېښه له کبله دوه کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د لغمان د امنیې قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې کې ویلي، "پېښه تیره شپه د لغمان د اووم نمبر شهرا سیمه کې رامنځته شوې ده".

په خبرپاڼه کې ویل، ټپیان د ننګرهار ولایتي روغتیا ته انتقال شوي او روغتیايي وضعیت يې د ډاډ وړ دی .

له دې وړاندې د کب په دریمه د کابل-کندهار پر لویه لاره د باروړونکې ټیلر او یو کوچني موټر د ټکر له کبله ۷ کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي وو.

ویجاړ سړکونه، د موټر چلوونکو له خوا د ترافیکو اصولو نه رعایت او په لویو لارو کې د ترافیکي نښو نه شتون په دې وروستیو کې د ډیرو ترافیکو پېښو لاملونه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان: د امریکا د مرستو بندیدل د روغتیا په برخه کې یونیم میلیون افغانان اغیزمن کړي دي

په افغانستان کې د پخوا پرتله روغتیايي امکاناتو ته د امریکا د مرستو په بندیدو سره لاسرسی محدود شوی دی
په افغانستان کې د پخوا پرتله روغتیايي امکاناتو ته د امریکا د مرستو په بندیدو سره لاسرسی محدود شوی دی

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) او هیلټ کلسټر وايي، د امریکا د مرستو په بندیدو سره په افغانستان کې د ۱۶۷ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه ځنډلي او یا هم دا مرکزونه تړل شوي دي.

دې ادارو په هغه راپور کې چې پرون پنجشنبې پر ریلف ویب خپور کړی ویلي،" د افغانستان په ۲۵ولایتونو کې د دې روغتیايي مرکزونو په تړل کیدو سره یونیم میلیون کسان اغیزمن شوي دي".

په راپور کې تر ټولو زیانمنې سیمې د افغانستان خیتځ یاد شوی چې تر پنځوس سلنه ډیر روغتیايي مرکزونه په کې تړل شوي دي.

د دغو ادارو په ټکو، تړل شویو روغتیايي مرکزونو د بیړینو بشري پروژو مرستې ترلاسه کولې.

ډبلیو اچ او او هیلټ کلسټر په داسې حال د دې روغتیايي مرکزونو د تړل کیدو خبره کوي چې لا د مخه د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې خلکو روغتیايي امکاناتو ته د نه لاسرسي څخه شکایت درلوده.

اوچا: د ملګروملتونو د بیړني غبرګون صندوق ۱۹ میلیونه ډالر د افغانستان لپاره ځانګړي کړي دي

د افغانستان نیمي نفوس بشري مرستو ته اړمن دی
د افغانستان نیمي نفوس بشري مرستو ته اړمن دی

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، د دې سازمان د مرکزي بیړني غبرګون صندوق ۱۹میلیونه ډالر افغانستان سره د مرستې لپاره ځانګړي کړي دي.

په هغې ویډيو کې چې اوچا پرون پنجشنبې پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر خپره کړې د یوناما مرستیال انډریکا رټواټه ویلي،" په ۲۰۲۵کال کې نژدې ۲۳میلیونه افغانان د ژوندۍ پاتې کیدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري".

رټواټه وړاندې د ملګرو ملتونو د مرکزي بیړۍ غبرګون صندوق څخه مننه کړې او ویلي دي دغه پیسې به افغانستان کې اړمنو خلکو ته د لومړنیو مرستو په رسولو ولګوي.

له دې وړاندې د اوچا په ګډون یو شمیر نورو نړیوالو سازمانونو ویلي وو، د افغانستان سم نیمي نفوس بشري مرستو ته اړمن دی چې د دې سازمانونو په ټکو اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره د کافي بودیجې له کمښت سره مخ دي.

یونسکو په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړوي

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې له شپږم ټولګیو پورته نجونې په ښوونځیو کې او د ۲۰۲۲ کال په ډیسمبر کې نجونې له پوهنتوني زده کړو راوګرځول شوې، له دې سربیره طالبانو د ښځو پر کار هم بندیز لګولی دی
پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې له شپږم ټولګیو پورته نجونې په ښوونځیو کې او د ۲۰۲۲ کال په ډیسمبر کې نجونې له پوهنتوني زده کړو راوګرځول شوې، له دې سربیره طالبانو د ښځو پر کار هم بندیز لګولی دی

یونسکو نن جمعه په پاریس کې د افغانو ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ناسته جوړوي.

د ملګروملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) په هغې بیان کې چې د دې ادارې پر ویب پاڼې خپور شوی ویلي، "د ناستې موخه د افغانو ښځو او نجونو د حقونو په ځانګړې توګه د زده کړې حق او هغوو ازادیوو په اړه د نړیوالو خبرول او ملاتړ ترسره کول دي چې افغاني ښځې او نجونې ترې محرومې شوي دي".

یونسکو ویلي، د دې ناستې په جوړولو سره غواړي د نړۍ پام د افغانو ښځو او نجونو وضعیت ته راوړوي.

که څه هم د یونسکو په بیان کې د ناستې د ګډونوالو په اړه څه ویل شوي نه دی، خو دا ناسته په داسې حال کې جوړیږي چې سبا شنبې د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده.

د دې ورځي په مناسبت له افغانستانه د باندې د ښځو د حقونو یو شمیر ملاتړي سازمانونه او ادارې د افغان ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون ناستې جوړوي چې موخه يې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو د محدویتونو لیرې کیدل او نړیوالو ته د افغان ښځو غږ رسول وي.

پاکستاني پوځیانو څلور افغانانو د ترهګرۍ بریدونو په تور نیولي

پاکستاني پوځیان
پاکستاني پوځیان

د راپورونو په اساس دا کسان پرون په یو لړ عملیاتو کې د بلوچستان په توبه کاکړي سیمه کې له کلاشینکوفونو، لاسي بمونو او نورو مهماتو سره یوځای نیول شوي.

دغو کسانو اعتراف کړی چې ګواکې په پاکستان کې یې د ترهګرۍ بریدونو پلان درلود.

نه دي ویل شوي چې دغو کسانو په څه ډول شرایطو کې اعتراف کړی.

پاکستاني چارواکو مخکې هم په دغه هېواد کې په ترهګرۍ پېښو کې د افغان اتباعو د ښکېلتیا په اړه تورونه لګولي.

طالب چارواکو د دې وروستۍ پېښې په تړاو څه نه دي ویلي خو مخکې يې دا رد کړې چې ګواکې د پاکستان په نا امنیو کې افغان اتباع ښکېل دي یا له افغانستانه څوک د بریدونو لپاره ور اوښتي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان د وضعیت په اړه راپور وړاندې کوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي
د ملګرو ملتونو سرمنشي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان د وضعیت او پر نړیوالې سولې او امنیت د هغو د اغېزو په اړه راپور ورکوي. ښاغلی ګوتیریش په هرو دریو میاشتو کې د افغانستان د وضعیت او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت په اړه راپور وړاندې کوي.

اوسنی راپور چې ملګرو ملتونو نن په خپله پاڼه خپور کړی له سیاسي تحولاتو نیولې تر امنیت، بشري حقونو، مرستو او د یوناما په ملاتړ باندې څرخیږي.

په راپور کې ویل شوي چې اوسنیو افغان چارواکو طبي زده کړو ته د ښځو د لاسرسي په اړه نوي محدودیتونه لګولي او د "امرباالمعروف او نهی عن المنکر" قانون په پلي کولو سره یې د ښځو ژوند لا محدود کړی.

په ۲۰۲۱ کال کې، وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان کنټرول واخیست، دوی د شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو منع کړې.

طالبانو همداراز ښځې په غیر دولتي موسسو کې له کاره منع کړې او په دولتي ادارو کې یې هم پر کارونو ګڼ بندیزونه ولګول. دوی تر هغه مخکې ښځې له پارکونو، عمومي حمامونو، تفریح ځایونو او له محرم پرته د اوږده واټن له سفر منع کړې.

د طالبانو محدودیتونه که څه هم نړیوالې ټولنې په پراخه کچه غندلي خو د دوی چارواکو لا د خپلو پالیسیو په بدلولو کې کوم نرمښت نه دی ښوولی.

ایف.بي.آی د کابل هوایي ډګر خونړي برید د طراح تازه انځور خپور کړی دی

د داعش غړی محمد شریف الله له امریکایي ځواکونو سره، د کش پټیل له اکس پاڼې
د داعش غړی محمد شریف الله له امریکایي ځواکونو سره، د کش پټیل له اکس پاڼې

د امریکا د فدرالي څیړنو د ادارې ( ایف.بي.آی) مشر کش پټېل تېره شپه ناوخته د داعش خراسان څانګې د غړي، چې د دوی د ادعا له مخې د کابل د هوایي ډګر د برید یو طراح دی، انځور خپور کړی.

پټيل پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر له دغه انځور سره لیکلي چې محمد شریف الله تېره شپه امریکا ته رسیدلی او د عدالت منګولو ته سپارل کیږي.

د کابل هوایي ډګر په ابي دروازه کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په شپږویشته، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د تخلیې پر مهال، خونړی برید وشو چې ۱۳ امریکایي سرتیري او ۱۷۰ افغانان یې ووژل.

د برید مسولیت هغه مهال داعش وسله والې ډلې ومانه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه شپه ګانګرس ته د وینا پر مهال له پاکستانه مننه وکړه چې د داعش دغه غړی یې نیولی دی.

که څه هم ښاغلي ټرمپ د داعش د دغه غړي هویت په ډاګه نه کړ، خو تېره ورځ د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف وویل چې دغه کس د افغانستان تبع دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وویل، په پاکستان کې د داعش د غړي نیول، د دې ښکارندویي کوي چې داعش پاکستان ته پنا وړې او هلته یې ځالې جوړې کړې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG