د سوریې د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ډلې ادعا کړې چې د سوریې د حکومت ملاتړو وسله والو په بریدونو کې تېر درې ورځې لږ تر لږه ۳۴۰ ملکیان وژل شوي.
د دې ډلې مشر رامي عبدالرحمن رویټرز ته ویلي
اکثر وژل شوي د علویانو لږکي پورې تړاو لري.د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې مشر، رامي عبدالرحمن
ډېرې وژنې په طرطوس کې شوي چېرته چې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د ادعا په اساس د لسو ښځو او پنځو ماشومانو په شمول ۶۰ ملکیان وژل شوي.
علوي لږکي او د بشار اسد د مخلوع رژيم وفاداره ځواکونه د سوریې په ساحلي ولایتونو کې مېشت دي چېرته چې دا څو ورځې د سوریې حکومتي ځواکونو پراخ عملیات روان کړي دي.
د رامي عبدالرحمن په خبره د سوریې حکومتي ځواکونه له تېرو څو اوونیو د پخواني رژيم پوځیان تعقیبوي.
تازه تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شو چې تېره سه شنبه د بشار اسد وفاداره ځواکونو د سوریې د نوي دفاع وزارت دوه پوځیان د لاذقیه ښار په الدعتور سیمه کې ووژل.
تر دې پېښې وروسته د سوریې د نوي حکومت ځواکونو او ملاتړو وسله والو په یادو سیمو کې د د اسد د حکومت د پاتې شونو د تصفیې په نوم پراخ عملیات پيل کړل.
د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع په یوه پيغام کې د بشار اسد وفاداره ځواکونو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره خپلې وسلې په ځمکه کېږدي او تسلیم شي.
«تاسو یوه لویه او نه بښونکې ګناه کړې ده. هغه ځواب چې تاسو یې نشئ زغملی، درکړل شوی. نو، خپلې وسلې او ځانونه تسلیم کړئ مخکې لدې چې ډیره ناوخته شي. موږ به د دولت له خوا د وسلو انحصار ته دوام ورکړو، او په سوریه کې به نور غیر منظم وسلې نه وي.»
احمد الشرع دا خبرداری هم ورکړی چې په ساحلي سیمو کې به د عامو خلکو په سر د تاوتریخوالي او ظلم عاملین چې ده د بشاراسد وفاداران بللي تعقیب او وځپل شي.
د عملیاتو پر مهال د نوي حکومت پوځیان په ځينو سیمو کې د بشاراسد د وفاداره ځواکونو له مقاومت سره هم مخ شوي چې د دواړو خواوو لږ تر لږه ۲۰۰ غړي په دې څو ورځو کې وژل شوي دي.
دا تحولات د بشاراسد د رژیم له پرځېدو را وروسته تر ټولو خونړي یاد شوي چې د احمد الشرع په مشرۍ د سوريې نوی نظام ورسره مخ دی.
د پنجشنبې په ورځ، د سوریې حکومتي ځواکونه د لاذقیه او طرطوس ولایتونو په مختلفو سیمو، او همدارنګه د حمص او حلب په څنډو کې دغو ولایتونو ته د تلونکو سړکونو په سر، د اسد پلوه وسله والو ډلو لخوا د همغږو بریدونو هدف وګرځېدل. دا پېښې په یادو سیمو کې د پراخو شخړو لامل شوې.
د لاذقیې د امنیت چارواکو ویلي چې په دې سیمو کې د اسد د وفاداره ځواکونو بریدونه د پخواني رژیم د پوځ د یوه لوړپوړي قومندان او د اسد د وفاداره شخص سهیل الحسن له خوا رهبري کېږي.
د سوریې د چارواکو په خبره پراخې نښتې ددې لامل شوي چې ځينې سیمې د سوریې د حکومت له کنټروله ووځي.
د احمد الشرع په مشرۍ د سوریې حکومت، د وضعیت د کنټرول لپاره د دمشق په ګډون له مختلفو سیمو څخه په درنو وسلو او هیلیکوپترو سمبال پوځیان ساحلي ولایتونو ته استولي دي.
تر دې مخکې د پخواني رژيم ملاتړي قومندان مقداد فتیحه په یوه ویډیويي پیغام کې د ساحل د سپر د لښکر په نوم د یوې وسله والې ډلې د جوړولو اعلان کړی او ویلي یې دي چې غواړي ساحلي ولایتونه د سوریې د نوي حکومت له پوځیانو پاک کړي.
احمد الشرع او وسله والو ځواکونو یې چې د هییت تحریر الشام په چوکاټ کې د بشار اسد د رژیم پر ضد جنګېدل د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په اتمه د سوریې بشپړ کنټرول په لاس کې واخیست.
په دې ترتیب احمد الشرع د اسد د کورنۍ د نیمې پېړۍ واکمني پای ته ورسوله.
بشار اسد چې د حکومت له سقوط سره سم روسیې ته وتښتېد لا هم یو شمېر وفاداران او ملاتړي ځواکونه لري چې په ساحلي سیمو کې مستقر دي او د سوریې نوي حکومت ته یو خطر بلل کېږي.