د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

افغانستان

طالبانو د سعودي په خاوره کې د فلسطیني دولت د جوړولو وړاندیز وغانده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتانیاهو د سعودي عربستان په خاوره کې د فلسطیني دولت د جوړولو وړاندیز وغانده.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ، په یوه بیان کې وویل چې دوی دا "ناممکن، د منل شویو حقایقو سره په ښکاره تضاد کې، او د سعودي عربستان د حاکمیت سرغړونه ګڼي."

په دوام کې دا هم راغلي چې "فلسطین د فلسطینیانو خاوره ده، او تر هغه چې اشغال دوام ومومي او د فلسطیني خلکو حقونه تر پښو لاندې شي، غزه او سیمه به بې ثباته پاتې شي، او دا ډول وضعیت د هیچا په ګټه نه دی."

د اسراییلو صدراعظم، د امریکا متحده ایالتونو ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې وویل چې ریاض کولی شي د سعودي عربستان دننه یو فلسطیني دولت جوړ کړي.

نتانیاهو دا تبصره وروسته له هغه وکړه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز وکړ متحده ایالات د غزې کنټرول په لاس کې واخلي او خلک یې بل ځای کې هستوګن شي.

طالبانو په ارزګان او غزني کې پنځه کسان په عام محضر کې په درو وهلي

د سزاګانو د تطبیق یوه صحنه
د سزاګانو د تطبیق یوه صحنه

د طالبانو سترې محکمې د دوشنبې په ورځ په جلا جلا بیانونو کې ویلي چې د خاص ارزګان ولسوالۍ د ابتدايي محکمې د پریکړې سره سم، دوه کسان د قتل او لواطت او یو بل له واده بهر اړیکو په تور په دې ولایت کې په دُرو وهل شوي.

په بیان کې وړاندې راغلي چې له پاس کسانو یو تن په یو کال بند او ۳۹ درو، بل نفر په یو کال او شپږ میاشتې بند او ۳۰ درو، او دریم کس هم په شپږو میاشتو بند او ۳۹ درو محکوم شوی.

د طالبانو سترې محکمې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې هم دوه سړي د زنا په تور هر یو ۳۹ دُرې وهل شوي.

د بیان له مخې، دوه کسان هم په درې کاله او شپږ میاشتې بند محکوم شوي.

په تیرو دریو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره، دوی سلګونه کسان په مختلفو تورونو په درو وهلي دي.

د طالبانو حکومت د بشري حقونو سازمانونو له خوا د جسمي سزاګانو د بندولو لپاره له پرله پسې غوښتنو سربېره خلکو ته سزاوې ورکوي.

دوبۍ کپټلز ټیم د افغان لوبغاړو په مرسته د متحده عربي اماراتو نړیوال تجارتي لیګ وګاټه

افغان کرکټر ګلبدین نایب د نړیوال تجارتي لیګ له کپ سره
افغان کرکټر ګلبدین نایب د نړیوال تجارتي لیګ له کپ سره

دوبۍ کپټلز ټیم د افغان لوبغاړو په مرسته د متحده عربي اماراتو نړیوال تجارتي لیګ وګاټه. په دې ټیم کې د افغانستان څو لوبغاړي له هغې ډلې ګلبدین نایب او قیس احمد هم شامل دي.

ګلبدین نایب تر پایلوبې د دوبۍ د ټيم د رسولو په برخه کې ډېره ونډه درلوده داسې چې څو واره یې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ګټلې.

دوبۍ ټیم د ډیزرټ وایپرز له خوا د ۱۸۹ منډو هدف پوره کړ او پایلوبه یې د څلورو وېکټو په توپیر وګټله.

د متحده عربي اماراتو په تجارتي لیګ کې ګلبدین نایب د مینه والو له خوا د ټورنمنټ اغېزناکه لوبغاړی بلل شوی.

بل افغان لوبغاړی فضل الحق فاروقي بیا د متحده عربي اماراتو نړیوال تجارتي لیګ کې په ۲۱ ویکټو مخکښ بالر شوی.

سالنګونه او څو نورې لارې د درنو واورو له امله تړل شوي

د سالنګونو لویه لار
د سالنګونو لویه لار

د افغانستان څو لویې لارې د شدیدو واورو له امله تړل شوي دي. د طالبانو د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس تایید کړې چې د یکشنبې له ماښامه د سالنګونو لویه لار د ټرافیک په مخ تړلې ده.

هغه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د دید د ساحې دمحدودیت او د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي په هدف دا لار د ټولو مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو پر مخ تړل شوې.

هغه ویلي چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مؤظف ټيمونه چمتو دي، ترڅو د هوا د ښه کېدو او د طوفان د کمېدو سره سم؛ لاره پاکه او د ټرافیکو پر مخ پرانیزي.

اخوا د راپورونو له مخې د دایکندي او بامیانو لویه لار په قوناق کوتل سیمه کې د درنې واورې په سبب تړل شوې ده.

د هوا پيژندنې ادارې د اټکل په اساس د افغانستان په څه باندې ۲۵ ولایتونو کې درنې واورې کېږي چې ورسره د لارو د تړل کېدو خطرونه هم رامنځته شوي.

پولیسو ته د پېښور د محکمې امر، افغانستان ته له تلونکو لاریو غیرقانوني پیسې مه اخلئ

د پېښور لوړه محکمه
د پېښور لوړه محکمه

د پېښور لوړې محکمې د خیبر پښتونخوا او مرکزي حکومتونو او د قانون پلي کوونکو ادارو ته لارښوونه کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مالونو له لېږدونکو موټرو څخه غیرقانوني پیسې وانه خلي او یوازې په هغو امنیتي پوستو کې یې تلاشي واخلي چې له کراچۍ څخه تر تورخم پورې پر ملي لویو لارو جوړې شوي دي.

دا پرېکړه د قاضي شکیل احمد او قاضي ثابت الله خان، له خوا د افغان ټرانسپورتي اتحادیې (ATU) د مشر محمد نور احمدزي د غوښتنې پر بنسټ وشوه.

نوموړي په خپله عریضه کې ویلي چې پولیس او نورې امنیتي ادارې د امنیت او مخدره موادو په پلمه باروړونکي موټر تلاشي کوي او له چلوونکو څخه په غیرقانوني ډول پیسې اخلي.

د نورستان په نورګرام کې د یوې ښځې په ګډون ۳ تنه وژل شوي

Afghanistan -- North East Afghanistan province Nuristan full map نقشه نورستان graphic, 26 October 2016
Afghanistan -- North East Afghanistan province Nuristan full map نقشه نورستان graphic, 26 October 2016

وسله والو کسانو د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې پر یوه کور په برید کې د یوې ښځې په ګډون ۳ تنه وژلي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د نورګرام ولسوال په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه نن یکشنبه (د سلواغې په ۲۱) په میري کلي کې شوې ده.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې د یادې ولسوالۍ طالب چارواکي د پېښې ځاي ته تللې او هڅه کوې چې د وژونکو او وژل شوو کسانو د کورنیو ترمنځ د نور تاوتریخوالي مخه ونیول شي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې د دې پېښې انګېزه خپل منځي اختلاف دی.

د ترکیې پولیسو ۲۴ بې اسناده افغان کډوال نیولي

د ترکیې پولیسو نن (یکشنبې) په اماسیا ښار کې د یوه باروړونکي موټر تر پلټنې وروسته ۲۴ بې اسناده افغان پناه غوښتونکي وپېژندل او ونیول.

دغه کسان په هغه لارۍ کې پټ شوي وو، چې خام ربړ یې لېږدول.

د پولیسو د راپور له مخې، لارۍ، چې اصلاً د روسیې وه، او له ۸۰۰ کیلومتره سفر وروسته د اماسیا ښار ته رسېدلې وه.

د ترکيې رسنیو راپور ورکړی چې دا لارۍ له روسیې ترکیې ته داخله شوې وه او سوداګریز توکي یې لېږدول، خو د پولیسو له خوا ودرول شوه.

پولیسو د موټر چلوونکی د غیرقانوني کډوالو د لېږدولو په تور نیولی دی.

یونسیف په جنورۍ کې د ۲۱۳ خواځواکو افغان ماشومانو درملنه شوې

یونسیف وايي، د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې یې د ۲۱۳ افغان ماشومانو، چې خوارځواکۍ اخته وو، درملنه کړې ده.

په افغانستان کې د یونسیف استازي تاج الدین (Tajudeen Oyewale) پرون (شنبې)، په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دا ټول ماشومان له پنځو کلونو څخه کم کشران وو.

د یونیسف د استازي په وینا د دې ماشومانو درملنه د آسیایي پراختیایي بانک په همکارۍ شوې ده.

مرستندویو ادارو له امریکا څخه غوښتي چې په خپله هغه پرېکړه کې، چې پر اساس یې د ۹۰ ورځو لپاره د امریکا مرستې ځنډوي، افغانستان استثنا کړي.

افغانستان ته تر ټولو ډېرې بشري مرستې امریکا کوي.

د م.م. د خوړو نړیوال پروګرام په نورستان کې سلګونه شنې خونې جوړې کړې

د ملګروملتونو د خوړو او کرڼې اداره، FAO په نورستان کې د ۲۵۰ شنو خونو د جوړولو خبر ورکوي.

د دې ادارې د افغانستان څانګې نن یکشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې شنې خونې د نورستان له کروندګرو سره لوی کومک کوي.

د دې ادارې په خبره شنې خونې بوټو ته د څاڅکو اوبو په ورکولو سره د اوبو اغیزمنتوب زیاتوي، په ټول کال کې سبزیجات تولیدوي، عواید زیاتوي او واردات کموي او همدارنګه بزګرو ښځو ته فرصتونه رامنځ ته کوي.

په افغانستان کې چې اقتصاد یې ترډیره پرکرنې او مالدارۍ ولاړ دی، د ملګروملتونو دا اداره هڅه کوي چې په کلیوالي سیمو کې د بزګرو په لاسنیوي سره، هغوی د کرنیزو محصولاتو له لارې په خپل ځان بسیا شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG