۲۳ کلن عارف د حقوقو پوهنځي د وروستي کال محصل و، خو هیلې یې یوې انتحاري حملې له خاورو سره خاورې کړې. په کابل کې د یوناما د وروستي راپور پر بنسټ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ملکي تلفات د تېرو ۱۷ کلونو په پرتله په افغانستان کې ډېر و او دا شمېره ۳۸۰۴ ته ورسېده.
راحله له خپلې مور سره د ثور په دوهمه د کابل ښار دشت برچي سیمه کې د تذکرو د وېش د مرکز سره نږدې په انتحاري حمله کې ووژل شوه.
محمد زمان رسولي د ثور یا غویي په دوهمه د کابل ښار دشت برچي سیمه کې د تذکرو د وېش د مرکز سره نږدې په انتحاري حمله کې ووژل شو.
حیاتالله رامین رشیدي د ولسي جرګې د انتخاباتو په لومړۍ ورځ د کابل ښار په ۱۷مه حوزه کې په انتحاري حمله کې ووژل شو.
نصیر احمد چې د غاښونو ډاکتر و، د ولسي جرګې د انتخاباتو په لومړۍ ورځ په اولسمه حوزه کې په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو.
سید قضوي او وراره یې سید عصمت دواړه د روان کال د حمل میاشت په لومړۍ یو ځانمرګي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
محمد اقا د پنځو ماشومانو پلار و، هغه په کابل کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په لومړۍ ورځ په اوولسمه حوزه کې په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو.
عبدالحمید د دوو ماشومانو پلار و، هغه په کابل کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په لومړۍ ورځ په اولسمه حوزه کې د انتحاري حملې ښکار شو.
نیګار د ثور یا غویي په دوهمه د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د تذکرو د وېش د مرکز سره نېږدې په انتحاري حمله کې ووژل شوه.
محمد حسین الله داد د ثور یا غویي په دوهمه د کابل ښار دشت برچي سیمه کې د تذکرو د وېش د مرکز سره نږدې په انتحاري حمله کې ووژل شو.
پنځه ویشت کلن مهدي په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون د اخیري کال محصل و،خو د ۱۳۹۷ کال په لومړۍ ورځ د خپل ماشوم ورور روح الله سره یو ځای د انتحاري حملې ښکار شو.
۲۲ کلنه فریحه د آی، او، اېم یا د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان کارمنده وه چې په ننګرهار ولایت کې یې له راستنېدونکو او بېځایه شویو سره مرسته کوله. خو نوموړې د اسد میاشتې په ۹ نېټه د ننګرهار ولایت د کډوالو پر ریاست په ډلهییزه حمله کې ووژل شوه.
نور راوښيه