نجیب الله ۱۶ کلن و او غوښتل یې په راتلونکي کې انجنیر شي، خو د نوي کال د لومړۍ ورځې په ځانمرګي برید کې ووژل شو.
احمد ولي له هلمنده کابل ته راغلی وو تر څو دلته خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي. خو هغه د حمل د لومړۍ نېټې په انتحاري حمله چې د کابل په کارت سخي سیمه کې وشوه ووژل شو.
رزاق احمدي مزدور کار و او د کابل په کارته سختي کې د نوروز د ورځې په انتحاري حمله کې ووژل شو.
محمد مهدي شپاړس کلن و او په نوي کال کې له خپلو ملګرو سره کارتې سخي ته تللی و. هغه د نوي کال په ورځ د شوې چاودنې ښکار شو.
علي سجاد له یوې بې وزلې کورنۍ څخه و. نوموړی په هغه چاودنه کې ووژل شو چې د نوروز په ورځ کابل کې
یو د هغو کسانو څخه وو چې د صدارت په څلور لارې کې د تیرې غبرګولې میاشتې په چاودنه کې ووژل شو عبدالمنان وو. هغه ۳۵ کاله د ترافیکو د پولیس په توګه کار کړی وو.
د صفي الله پلار لرګي خرڅوي. هغه د کابل په قابل بای سیمه کې د کب په یوولسمه په یوه برید کې د خپل زوی د وژل کېدو دردناکه شېبه په یاد لري.
حسین علي لس کاله له رسنیو سره کارکړی. نوموړی د هغې ځانوژونکې حملې قرباني شوچې په لړم میاشت کې په خیرخانه مینه کې وشوه.
قدم علي په کابل ښار کې د امام علي زمان پر جومات د حملې له قربانيانو څخه يو دی. دی د ماښام لمانځه ته جومات ته تللی وو او بيرته کور ته ستون نه شو
د کابل د خونړیو پېښو یو قرباني فرهاد دی، هغه ماشوم چې د لمانځه لپاره امام زمان جومات ته تللی و او په همدې جومات په شوي برید کې ووژل شو.
عبدالله یو له هغو کسانو څخه و چې د کابل د صدرات څلورلارې ته نژدې په بمي چاودنه کې ووژل شو. د ده له مړینې سره د هغه درې بچیان یتیمان شول.
د بدخشان ولایت اصلي اوسیدونکی شاه ولي د کابل صدرات څلورلاري ته نږدې په انتحاري حمله کې وژل شوی دی. شاه ولي د زده کړو تر بشپړولو وروسته د مدافع وکیل په توګه کار کاوه.
نور راوښيه