د بدخشان ولایت اصلي اوسیدونکی شاه ولي د کابل صدرات څلورلاري ته نږدې په انتحاري حمله کې وژل شوی دی. شاه ولي د زده کړو تر بشپړولو وروسته د مدافع وکیل په توګه کار کاوه.
پښتون آخندزاده په اصل کې د کنړ اوسیدونکی وو چې د کابل د صدارت دڅلور لاري په حمله کې ووژل شو.
د کابل د صدارت څلورلارې د چاودنې یو قرباني ګل حسن و؛ هغه څوک چې په څو هوايي شرکتونو کې یې د مېلمه پال په توګه کار کړی و.
نجیب الله سروري چې د کابل د صدرات څلورلارې په انتحاري حمله کې ووژل شو، د افغانستان له امریکایي پوهنتون څخه فارغ شوی و.
نعیم او صادق دواړه متعلمین و. هغوی د کابل په وزیرکلا سیمه کې په انتحاري حمله کې وژل شوي دي.
شریفالله کوژده کوله، خو د صدارت څلور لارې په ځانمرګي برید کې مړ شو.
جمعه خان د صدارت د څلور لارې په چاودنه کې سخت ټپي او وروسته مړ شو.
محمد عیسی پرته له دې چې خپل پنځه میاشتنی ماشوم وویني، مړ شو.