د زهرو کاروان د دې اونۍ په خپرونه کې اورئ چې د دایکنډي ولایت بزګران د کوکنارو د بدیل کښت د نشتوالي له امله شکایت کوي. په یوه راپور کې مو د یوه معتاد ژوند ته کتنه کړې او له یوه متخصص ډاکټره مو پوښتلي چې ولې اعتیاد د انسان عمر لنډوي؟ د خپرونې په دوام د معتاد خاطره او د خپرونې ډرامه هم خپریږي.
د زهرو کاروان په دې خپرونه کې اورئ چې د روغتیا نړیوال سازمان وایي په افغانستان کې له هرو دریو کورنیو یوه یې له نشه یي موادو اغیزمنه ده.
طارق د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکی دی. دا ځوان چې پنځه کاله یې په ترکیه کې تېر کړي او هلته معتاد شوی وايي چې، که مې نشه نه کولای اوس به مې په بهر کې ښه ژوند درلودای.
د زهرو کاروان؛ تېر کال په افغانستان کې د تریاکو کر او تولید ته کتنه
نور راوښيه