د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۷

ظفر: تر نشې پرېښودلو وروسته وینم چې خلک مې درناوی کوي


د يو معتاد انځور
د يو معتاد انځور

د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکی ظفر له دیارلسو کالو راهیسې نشه کوي.

دی چې په پاکستان کې د درس ویلو پر مهال معتاد شوی وايي چې، درې ځله د معتادینو د درملنې په مرکز کې بستري شوی، خو له ناوړه ملګرو سره د ناستې له امله بېرته معتاد شوی دی.

ظفر چې اوس په یوه دولتي روغتون کې بستري دی زیاتوي چې، د نشو له امله درس راڅخه پاتې او دوکانداري هم راڅخه پاتې شوه.

دا چې ظفر ولې او څنګه معتاد شو او لومړۍ نشه یې له څه شي څخه پیل کړه؟ په‌دې اړه یې زموږ سره د زړه خواله کړې ده.

د هغه خبرې له لاندې لېنک اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:35 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG