سليم له خپله کوره تللی، د ځوانانو يوه ځانګړې ډله يې جوړه کړې او د بر کلي په يوه باغ کې اوسېږي.
شرکت ترانسپورتی استاد زمان را ناگهان به دفتر فرا میخواند و پس از گفتوگوی کوتاه رئیس آن، اسناد و کلی موتر را از نزد استاد زمان میگیرد و او را از کار اخراج میکند.
په دې ډرامه کې د پولیسو له لوري د سرمعلم د زوی د نیولو په اړه کیسه جوړه شوې ده.
دين محمد له کلي څخه ښار ته راغلی او مېرمنيې په يوه روغتون کې بستري کړې ده. کله چې له روغتون څخه راوځي، نو سمدلاسهيې پوليس نيسي.
د افغانستان د ډېرو ښارونو په هوټلونو او رستورانونو کې ځوانان قيلون څکوي او دا کار اوس يو فيشن بلل کېږي، خو ټول ځوانان يوازي قيلون هم نه څکوي، بلکې د قيلون تر شا نورې کيسې هم پټې دي.
پولیسو مجيد له پنځه سوه کيلو ګرامو هيرويينو سره نيولی او خبريالانو ته يې ورښکاره کوي خو مجيد خبريالانو ته داسې څه وايي چې هم د امنيې قوماندان او هم خبريالان حيرانېږي.
اکبر غواړي چې خپل کور خرڅ کړي او بل ځای ته کډه وکړي، خو شااوخوا ګاونډيان اجازه نه ورکوي چې کور خرڅ کړي.
د کریمداد د قتل په تړاو ډرامه
ستار د بل چا ټکسي موټر په مزدورۍ چلوي او له دې لارې خپلو بچيانو ته روزي ګټي، خو يوه ورځ کور ته يوازې راځي او خپلې ښځې ته وايي چې تر دې وروسته ټکسي نه شي چلولای؟
عايشه له خپلې لور نازنيني سره په کور کې ناسته وي چې پوليس ورځي. پولیس ورته وايي چې ستاسي کور د حکومت له خوا ضبط شوی او تاسې بايد ژر تر ژره دا کور خالي کړئ!
د بشیر مور هغه ته د واده لپاره يوه نجلۍ خوښوي، خو کله چې بشير خبرېږي، نو نه يوازې دا چې دا نجلۍ نه غواړي، بلکې بيخي واده نه کوي. دا چې بشير ولې واده نه کوي، اصل کيسه څه ده او وروسته به څه پېښه شي؟ دا به په ډرامه کې واورئ چې زموږ همکار عبدالنافع همت چمتو کړې ده.
د جميل دوکان ته د هغه دوه انډيوالان ورځي، خو جميل په قهر کېږي او هغوی ته وايي چې نور مې ستاسې له انډيواليه توبه ده. دا چې دا انډيوالان يې د څه لپاره دوکان ته ورغلي وو، جميل ولې له هغوی سره انډيوالي پرېښوده او اصل کيسه څه ده؟ دا به په ډرامه کې واورو چې زموږ همکار عبدالنافع همت چمتو کړې ده.
نور راوښيه